شهباز شریف پر عمران خان شوی برید کې لاس نه لرم

429

پاکستاني رسنیو نن یکشبنه د لړم ۱۵مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف یوې خبري ناسته کې د عمران‌خان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي شوي برید کې د ده او پوځي چارواکو لاس وو.

شهباز شریف زیاته کړې چې نوموړی پر عمران‌خان په شوي برید کې لاس نه لري او که چا یې لاس لرل ثابت کړل، په وینا یې، د تل لپاره به سیاست پرېږدي.

عمران‌خان پر نوموړي له برید وروسته ویلي چې دغه برید د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر او یوه لوړپوړي پوځي چارواکي له لوري شوی دی.

خو عمران‌خان د خپلې دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د پاکستان پوځ هم په یوې خبرپاڼه کې د عمران‌خان تورونه رد کړي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د عمران‌خان د بې‌ځایه تورونو په اړه له نوموړي سره قانوني چلن وکړي.

عمران‌خان څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د یوه لاریون پر مهال د یوه وسله‌وال کس له‌خوا تر برید لاندې راغی او په پښه ټپي‌ شو. له نوموړي سره د تحریک انصاف ګوند دوه نور مخکښ غړي هم ټپیان شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.