۲۴/د لوږې څونامي

آصف بهاند

487

د لوږې څونامي

څلریشمه برخه

سږکال (۲۰۲۲ام میلادي) په افغانستان کې د یو سخت ژمي د راتگ ښکالو ټول خلک اوري، نړیوال خیریه بڼسټونه او په خبره پوه خلک په دې پوهېـږي چې بیا به پر بیوزلو کورنیو څه راځي او څومره انساني تلفات او ناورین به رامنځته کېـږي.

د افغانستان پر خلکو باندې ډېری شیان تحمیل شوي دي: اوږده ناروا جگړه; لوږه، بېلابېلې ناروغۍ، دیکتاتوري نظامونه او ځینې داسې قوانین چې د نړۍ په هېڅ گوټ کې نه شته، خو په افغانستان کې په دودیز ډول پر ټولنې او خلکو باندې حاکم دي.

اوس د افغانستان خلک د لوږې څونامي له ستوني رانیولي دي او داسې یې زوروي لکه لیوه چې خپل ښکار ترستوني رانیولی وي او کشکاږي یې.

د لوږې څونامي نو توره وي که سپینه؟ د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې په لسو کسانو کې نهو تنو ته پوره خواړه نه وررسېـږي. کوم ارقام چې د ملگرو ملتونو اړوندې څانگې وړاندې کوي، په هغو کې ویل شوي دي چې اوسمهال شل میلیـونه افغانانو ته پوره خواړه نه رسېـږي.

نړیوال سره صلیب اټکل کړی دی چې په راوران ژمي کې ۲۴ میلیونه افغانان بېـړنیو مرستو ته اړتیا لري، د همدي اړتیا له مخې یې د ۲۴ میلیونو خلکو له پاره د مرستې غږ کړی دی، دا چې مرستندوی هېوادونه به څومره په دې مرستو کې گډون وکړي، تراوسه مالومه نه ده او بیا که څه مرستې ترلاسه شي، څه ډول او څومره به اړمنو کسانو پورې ورسوال شي؟

دا ستونزمن کارونه او دا ستونزمنې پوښتنې همدا اوس چې لا ژمی پیل شوی نه دی او لارې لا بندې نه دي، ملگرو ملتونو او سره صلیب مطرح کړي دي. نور

حال د تاند په لاندې لنډ راپور کې:

«نړیوال سور صلیب:د ژمي راتګ سره ۲۴میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري

تاند:( دوشنبه ، د ميزان ۴مه)‏ د سره صليب نړيوال سازمان په افغانستان کې له څه ۲۴ميلیونه خلکو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،چې دغې مرستې ته خلک د ژمي له رارسيدو سره شدیده اړتیا لري.

سره صليب ټينګار کړی،چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو سره، مرستندويه سازمانونه بايد افغانستان کې د فعاليت ژر تر ژره لاره پیدا کړي.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کې له ۲۴میلیونه خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

يادې ادارې ويلي وو،چې وروستيو طبيعي پېښو، قحطۍ افغانان سخت ځپلي او د ژمي له رسېدو سره به ېې ژوند سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

د نړيوالو ادارو د ارقامو له مخې، د افغانستان نیږدې ۹۰سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.»

د لوږې څونامي په اوږد مهاله خطرونو کې لومړی خطر ماشومانو ــ کوچنیانو او بارداره مېـرمنو ته پېښېـږي او دا دی لومړنۍ نښې یې زموږ په څونامي څپلې ټولنه کې راښکاره شوې چې هغه د خوارځواکۍ ستونزه ده. د ملگرو ملتونو د ماشوم ژغورنې ادارې رپوټ ورکړی دی چې: «افغان ماشومانو کې “خطرناکه” خوارځواکي تر ۵۰ سلنه ډېره شوې»

د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، ګڼ افغان ماشومان له “خطرناکې خوارځواکۍ” سره مخ دي.

دغه بنسټ په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د دوی ګرځنده کلینېکونو ته له “خطرناکې خوارځواکۍ” سره مخ ګڼ ماشومان وروړل شوي او شمېر یې دې موده کې ۴۷ سلنه لوړه شوی دی.

سېف د چېلډرن وايي، د دوی له ډلې یې ځينې له دې کبله مري چې په وخت یې درملنه نه کېږي.

دغه نړیوال بنسټ په خپل تازه رپوټ کې،‌ چې نن دوشنبه یې خپور کړی، همدا راز ویلي، د سېف د چېلډرن ۵۷ ګرځنده روغتیايي ډلو په تېره جنورۍ میاشت کې ۲۵۰۰ له خوارځواکۍ سره مخ ماشومان درمللي‌ وو، خو په وینا یې، تر تېر سپتمبر میاشتې دا شمېر یو دمي‌ شاوخوا ۴۲۷۰ ته ختلی.

د ماشومانو ژغورنې ادارې په خبره، په افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې په داسې حال کې د خوارځواکۍ درملنې خدمتونو غوښتنه ډېره شوې چې په دغه هېواد کې ګڼې کورنۍ په تاریخ کې د لوږې تر ټولو ناوړه ناورین سره مخ دي او ترې د وتلو لپاره هلې ځلې کوي…»

د لوږې څونامي دومره زور اخیستی دی چې خبره د وښو خوراک ته هم ورسېده. تاند د گاردین ورځپاڼې په حواله داسې رپوټ کښلی دی:

«تاند: ( دوشنبه،د سنبلې ۲۸مه)‏ په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت او په هم مهاله توګه، د دغه ناورين د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د کمیدو اعلان د بشري فاجعې د رامنځته کیدو وېره زياته کړې ده.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه په یوه تازه راپور کې د يوې ناورین ځپلې افغان کورنۍ کیسه کوي، چې ځينې وخت له لوږې وښو خوړلو ته اړ شوي.

ګارډین لیکي:« وچکالۍ، اقتصادي ځوړتیا او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي میلیونونو تنه له لوږې سره مخ کړي دي.»

د يوې بېوزلې کورنۍ غړي ګارډین ته ویلي: «د سږ کال له وچکالیو سره ژوند ستونزمن دی. ځینې ورځې د وښو له خوړلو پرته بله چاره نه لرو. دا دې لامل شوی، چې زوی او مېرمن مې ناروغ شي. ډاکتر ویلي، چې کولمو ته یې زیان رسېدلی دی.»

د دغو کورنیو یوه بل غړي ویلي، چې د اوسېدو په ځای کې یې د غنمو بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې او هغوی د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.

هغه ویلي: «داسې ورځ مې په یاد نه راځي، چې ماشومانو مې په ورځ کې درې وخته ډوډۍ خوړلې وي…»

پر افغانستان او افغانانو باندې د لوږې څونامي داسې حاکمه ده لکه پر یو خوبوړي انسان چې خپکۍ پرته وي. خلک شکایت کوي او چغې وهي، د اورېد هېڅوک نه شنه. میډیا د ستونزو پرلپسې راپورونه ورکوي؛ خو د خلکو ستونزې هماغسې چې وې، هماغسې دې، او کوم بدلون نه پکې راغلی.

په افغانستان کې د لوږې د ستونزو په باب د میډیا د څو راپورونو سرلیکونه دا دي:

تاند:

«افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې کمیږي»،

تاند:

«نړيوال خوراکي پروګرام:۸۹سلنه افغانان د خوراکي توکيو د کمښت سره مخ دي»،

بي بي سي پښتو:

«سروې: د افغانستان خلک ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو خپه وګړي وو»،

تاند:

«د کډوالو نړيوال سازمان:۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي»،

بي بي سي پښتو:

«د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۹ میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري، مرستو ته اړ دي»،

بي بي سي پښتو:

«افغانستان کې د “اوړو بیې ۴۷ سلنه” لوړې شوي»

د لوږې څونامي څپې ورځ تربلې مرگونې کېـږي او له خلکو سره ډار ورځ تربلې ډېـرېـږي. یو فیسبوک کارن ښاغلي محمد خالد خالد خپل ډار داسې څرگند کړی دی:

«له قرائنو داسې ښکاري چې (الله دې نکړي) راتلونکي ژمي کې به حالت داسې شي چې درې وخته ډوډۍ خوړل او کوټه ګرمول به اکثره خلکو ته امتیاز او عیاشي ښکاري!

الله دې خیر وکړي لوږه ورځ تر بلې خونړۍ کیږي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.