په پښتو کې د وییونو حذف نه شته

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

1,368

په پښتو غونډلو کې له وییونو څخه تېرېدل ژبلاریز نه دي.

د موږ ډېر یا ټول ژبپوهان او ژبمینه وال په دې اند دي، چې ګوندې پښتو کې د ځنو وییونو ویلو او لیکلو ته اړتیا نه شته او کېدی شي ورڅخه تېر شو ( حذف ؟؟؟ ).

راځۍ ، چې دې ته لږ فکر وکړو، چې په پښتو کې له وییونو تېریدی شو او که نه؟

— د پیداېښت پر بنسټ باندې یا – له لورې څخه: دا چې ژبه پیداېښتي ده، نو له پیداېښتي پیداېښت څخه خو تېرېدل د پیداېښت سره په مخامخوالي کې دی.

دپیداېښت سره سم د پښتو وییونو څخه تېرېدل، نو له دې امله ناسم دي.

— دې ته دې پام وي، چې ژبه د مشورو او ګوتپورته کونو له لارې نه ټاکل کیږي، ځکه چې پیداېښت نه ټاکل کیږي، دا دي، چې څنګه دي. کله هم چې یو څه د مشورې له لارې شوي، ناسم شوي، نو ناسم او پوره ناسم شوی، چې بېلګې یې ډېرې دي، خو دوه به یې له تاسو سره شرېکې کړم.

۱ – ژبپوهانو غوښتل، چې ګوندې د عربي مایع لپاره به په پښتو کې څه نه وي، هغه ته یې اوبلن نوم وټاکه، چې اوس هم دموږ لیکولان یا له رادیو-تلوېزیون د تښتېدوني یا غاز لپاره اوبلن واورم، پوره زورېږم او همداسې یې د ستاندارد، سویه او ستحې لپاره د کچې کارول، چې دا هم ناروا دی، کارول او د دوي ټاکل پوره  ناسم دی. سړی له دې څخه داسې باید وپوهیږي، چې دوي پر دې باندې نه پوهیږي. ما ته به ډېره بخښنه کوي، زه په رښتیا د خپلو پښتنو پوهانو ډېر درناوی کوم، خو دلته نو بل څه ولیکم؟

هغه څه چې بهیږي، بهېدونکي دي. دا تل لرو او

ستاندارد او سویه نه د کچونې څه لري، او له دې امله ورته نه کچون اله او له همدې امله نه کچیږي. دامې یوه ورځ له رادیو څخه واورېدل، چې ،،په جلال اباد کې د کابل په کچه روغتون جوړ شو،، او سمه بده راته وبرېښېده.

ما چې څېړنه په کې کړې، دا له وییونو څخه تېرېدلو ستونځې هم ټولې دپښتو په څلورم حالت کې دي، چې اوس به یې سره روښانه کړو.

د دې روښانونه هم ډېره ساده او د پیداېښت په مټ پوره روښانه ده.

داسې به و مخ ته ولاړ شو او له پیل څخه به  پردې اړونده غونډلو باندې پیل وکړ:

 لومړی:

— په ما باران ورېده.

— ما باندې باران ورېده.

— پر ما باران ورېد

دویم:

— په کور یم او همداسې

— کور یم.

— کور کې یم.

— له کور لام.

— د کور نه لاړم.

دابېلګې بسیا کوي.

ولې موږ په دې پوهېږو، چې موخه مو څه ده او ولې هغه موخه بې له ژبلارې له لارې  سمه یا نیمګړې سمه برېښي؟

ور څخه تېرېدل یا حذفول ژبلار ده او که څنګه؟

ژبلار له ژبې څخه  راوزي او نه ژبه له ژبلار څخه. دې ته مو تل باید پام وي.

— ولې نو دا ستونځې  تر اوسه پورې نه وې اوبی شوې؟

ژبه مو پنځه زره کلنه، خو دپوهنې ډګرته دا شاوخوا اویا کاله کیږي، راوتلې او دا هم داسې په نیمه نیمخوره توګه یا داسې په خویېدا، چې پخپله پښتنو یې هم د څېړلو توان دومره نه لاره. په هر صورت د دې شرایطو لاندې اوس هم دموږ ژبې د موږ د ژبپوهانو په هلو ځلو او د ډېرو ربړو پر ګاللو باندې یې دومره د پام وړ وده کړې. په هغه وخت کې د موږ ژبپوهانو دومره امکانات هم نه لرل، چې پرته له عربي او په ځانګړې توګه فارسي، د نورو ژبو له ژبلار څخه کار واخستلی شي. د ژبلار لپاره خو له نورو ژبو څخه نور څه و لاس ته نه راځي، خو داپېژندونه باید سم راواخستل شي، چې هغه اوس کېدونکي دي.

که تاسو د موږ د پښتو ژبې ټولې د بېلا بېلو پوهنو پوهنیزې لیکنې وګورۍ، نېمګړې نه، چې له  تړنوییونو او اړیکوییونو څخه پرته پښتو په کې نه شته.

موږ د ژبې پر غنی کولو پسې ګرځو، خو د خپلو وییونو په ساتلو کې ناتوانه یو، چې دا د خپلو پښتو وییونو ساتل مو باید لومړنۍ دنده وي.

له ما څخه مې تل لیکنې اوږدیږي، خو لنډ داسې مخ ته ځو:

د موږ څلورم حالت مو د پسېځاینیو حالت بللی او ګورو چې ستونځې په همدې کې دي، نو غواړم لومړی تازه د پسېځاینیو پېژند راوړم.

پسېځاینیوي: د ښوونځي  په ژبلاریزو ادبیاتو کې اړیکویونه یا پسې وییونه هم بلل کیږي، یو وییډول دی، چې یو رابند ټولګی جوړوي او د منځپانګ وي او په ګرامري نښونو کې ځاینیوی شوی. پسېځاینیوي په قانونمندۍ کې  د یوه نوموییونو ګروپ یا ډله غواړي او له دې سره یو حالت لیدوړ په نخښه کوي. دا چې پر نومویینو پسې ځای نیوی راځي، له همدې امله پسېځاینیوی هم بلل کیږي او

دا یوه ډله ده، چې ځاییز، وختیز، څنګه والي، راټولونکی، سره له دې، اړیینوالی

پوهېدنې لېږدوي یا  وړي او په پښتو او نور ژبو کې بڼه بدلېدونکي نه دي.

د دې لپاره چې دا غوره موضوع بریالۍ و مخ ته بوزو، اړیینه بولم دا د یوه لښتکي له لارڅخه روښانه کړم:

۱ -نوموییونه ۲ – حالت د اړوند مورفېم  سره نوموییونه ۳اینکلی-تیکي نومویون ۴ -پسېځاینیوي ۵ – اړونده غونډلې  او پروت لښتکی
زه ، هغه له ما، له تا، له هغه… را،در،ور څخه،سره،کره ځم، ځي       ۱
سپین په کور –=– کې دی              ۲
کتاب پر مېز را،در، ور باندې، پورې ايښي           ۳
ما و  سپین را، در، ور ته وویل           ۴
ته تر کور را … پورې لاړې          ۵

یادونې ۱: له ما څخه هرو مرو کېدی شي ډېر پسېځاینیوي پاتې وي، خو هغه ستاسو دنده ده. لار روښانه ده.

یادونه ۲

— که ولرو ( ا ، ب ) نو ا ولاړ لښتکی ورکوي او ب پروت لښتکی

— (۳ –،۱ ) او (۴ –، ۱ ) داسې هم لیکلی شو: (را، در، ور) ( څخه، سره، کره،کې باندې، ته، پورې او نور؟)

روښانونه:

د ښه روښانې یا رڼې روښانونې لپاره داسې و مخ ته ځو:

یو:  (۳ –،۱) او (۴ –،۱) داسې د (۵ –،۱ )  غونډله جوړوي، چې د (۴ –، ۱)  له یوه پسېځاینیوي څخه نه شو تېرېدلی (حذف)

دوه: د ۳ – په مرسته مو د مخه لیکنو کې ۲ – روښانه کړي وو او له دې لارې

درې: له (۴ –،۱ ) څخه (۲ –،۱ ) ټيک یا سیده لاس ته راځي. په دې پوهېدنه، چې که په (۴ –،۱ ) کې هر پسېځاینیوي ولرو، سملاسې ورڅخه همهغه د اړوند مورفېم سره یوځای په ( ۲ –،۱ ) کې نوموییونه راکوي.

— که دا د حالت اړونده مورفېمونه او دا اړونده نوموویونه یوځای حالت اړونده نوموییونه وبولو، خو ګومان مې دی، کومه تېروتنه یا ناسمون به ځان پسې ونه لري.

څلور: همداسې که له دوه کوم د اړونده مورفېم سره اړونده نوموی ولرو، نو سملاسې پوهېږو، چې

د ۴ – کوم پسېځاینیوي یې اړوند دی.

–که ولرو( ۴ -، ۳) نو دلته ور څخه ،،باندې،،  او هداسې ،، پورې،، پوهېږو.

نو که پسېځاینیوی (۴ -،۵) ولرو اړونده نوموی د اړونده مورفیم سره ( ۲ – ،۵ ).

که ولر (  ۲ -، ۳ )، نو سملاس ورڅخه (۴ – ، ۳ ) پوهېږو.

او همداسې نور

که د یوه ژبني  ویی یا توکې یا مورفېم هغه د کارونځای او پر هغه باندې پوهېدنه چې درته روښانه شي، بیا له هغو څخه په غونډلجوړونه  کې ناسمون نه راځي، دا دموږ ستونځې په دې حالتونو کې سره اوبی کیږي.

smakhan1946@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.