د میخي خط  کشف، ۱۳۶۲کال

ماڼو احمدجان

966

 د میخي خط  کشف ، ۱۳۶۲کال

  د پل چرخي زندان د اوسپنیزو پنجرو تر شا :

په پشایې ژبه کښی د دوه نیم زره کلن میخي خط په آړوند څرګندونې :

       ۱ـ  نی  اړیکه    اوم .

      ۲ـ   نی  د روه جنه  اوم  .

      ۳ـ   نی  ځور کړه اوم  .

 دهرډول لیکلواوبحث د مخه باید د لویدیزو څیړونکو ژب پوهانو او د نظر خاوندانو نظریاتو ته، خپله جدي پاملرنه واړوو !

دا چی، دهند واروپایې ژبومحقیقینواو پوهانو د خپلواوږدو تحقیقاتو په رڼا کښی دا په ډاګه کړې چې ،( آریک ) ژبه د ټولوهند و اروپایې ژبو موراو نیا ده او د یوې کورنۍ ژبې او یو د بل پسې زږیدلې چی، د تاریخ  په اوږدو کښی یې ځانته ځانګړي نومونه خپل کړي دي په نظر کښی ونیسو، نودهرې هند و اروپایې ژبې خاوندان به یې د شریکې (ډی این ای) په خاطر د ډیرو کلمود تلفظ په اوریدودخپلې مورنۍ ژبې کلیمه او اواز (تلفظ) وګڼي ؟!
چی ، دا یې حق دی !!!؟؟؟

په هر حال، د مرحوم استاد عبدالحی حبیبي د ارزونې په مطابق چی ،هغه د خپل لیکل شوي کتاب ( د پشتواد بیاتو تاریخ ) کښی د پښتو ژبې د آریائیتوب په خاطر دلرغونې آریایې ژبې (آریک) د(آریانا ویجه) د زمانې د ارباب الانواعو دنومونوڅخه رانیولې، د (ویدا ،ریګویدا ،سنسیکریت، اوستا) په لرغونو کتابونو اوهمدا شان د بغستان  په میخي خط او دبغلان دسرخ کوتل اتشکدې په یوناني خط په ډبره لیکل شوو تاریخي نومونو اوکلماتو کښی یې ، یو د بل سره په پرتله (مقایسه) کړي دي اودایې ښودلې چی، پښتو ژبه د آریا یې کهول د ژبو څخه ده !

ارزونه :

اوس زه (ماڼو) غواړم پورتنۍ درې واړه د بیستون دغره په ډبره ، په میخي خط لیکل شوي کرښې، چی دعربي اولا تین ژبو په الفبا اړول شوي دي ،د (پشایې / دیګانو / آریک ) ژبې له پلوه یې ،په پر له پسې توګه داستاد (حبیبي ) صاحب د څیړنې سره په مطابقت کښی، دمیخي خط هره لیکه اوپه هغې کښی لیکل شوي کلمات ( نومونه) یو د بل سره په، موجوده پشایې ژبه کښی ،چی تر ننه زمونږد هیواد ،د مختلفو سیمو ښاغلي  پشا یان ورباندې په ورته(دیالیکتیک) لهجو، په ویاړ سره خبرې کوي ژوندۍ ثابته کړم .

ترکومه ځایه چی، زه پر میخي خط د لرغوني آریک/ پشایې ژبې د لیک دعوی لرم ،غواړم لویدیزو، پښتو اودری/ فارسی ژبو څیړونکو پوهانو ته یې ،د پشایې ژبې د موجودو ادبیاتو د ګرامرپر بنسټ او بنیاد ،په ژبني علمي اوڅیړنیزودلایلوثابت او په ډاګه کړم چی، د نوموړي مېخي لیک د کښلو په وخت اوزمانه  کښی لا هم ،د هغه وخت د سیمې اوسیدونکو ،هخا منشیانو پاچا یانو، داریوش شاهي کورنۍ اوملت یې ارو مرو په خپله لرغونې( آریک/ پشایې) چی، همدا ننۍ د افغانستان د ښاغلو پشایانو ژبه ده ، ورباندی خبرې کولېژوندۍ وښایم !.

پاتې دی نه وي د یو ښه تصادف له مخې دهغو ژوند یوومعلوماتو څخه چی، همدا اوس یې زه، د نمارک په هیواد کښی د یوې اوسیدونکې ایرانۍ کورنۍ څخه په لاس لرم اود زما سره په یوه سیمه کښی ژوند کوي د  نني ایران اصلي اوسیدونکي اود ( پاشایې) تخلص کوي .

 ما ورڅخه پوښتنه وکړه!؟ :

 چی ،ایا تاسی پشایان یې په پاشایې ژبه خبرې کولای شئ او د پا شایې د نامه په معنی پوهیږۍ ؟

په ځواب کښی یې راته وویل چی :

 نا (یه) زه د( پا شا یې) په معنی نه پوهیږم ،خو زمونږ دا تخلص کورنۍ او خورا پخوانې دی اولا تر ننه د ایران په هیواد کښی ډ یری وګړي عالمان او دانشمندان په ویاړ د خپل نامه په پای کښی ( پاشایې ) تخلص استعمالوي !؟

دنوموړو معلوماتو څخه دا ښکاره کیږي کله چی، د بیستون دغره په ډبره، میخي خط لیکل کیده ، ښا یې  چی ، دهغه وخت د سیمې د خلکو رسمي خط او ژبه ، به هم پشایې / آریک وه !

زما په باورد پورتني سوال اوځواب څخه دا ښکاره کیږي چي، که همدا اوس د ایران په هیواد کښی څیړ نې اوتحقیقات تر سره شي ښایې د پشایانواود پشایې ژبې دشتون څرک به څه ناڅه ښکاره اوڅرګند شي ، دا په دی خاطر چی، لا تر ننه دهماغې سیمې اوسیدونکي اوښایې ډیری نور نني ایرانیان د پخوا نۍ زمانې څخه رانیولې تر ننه به د (پشایې ) تخلص د خپل نامه په پای کښی د ځان سره ولري او په خپل تخلص به ویاړ هم کوي ،پرته له دی چی، پر معنی یې پوه او په پشایې ژبه خبرې وکړي !؟

په هر حال په دی برخه کښی د بغستان دغره په مېخي خط کښل شوې د داریوش هخامنشي د حماسې د بحث درې میخي لیکې چی، ښاغلو ژب پوهانو ورکښی زړه پورې پلټنې کړې اود میخي خط څخه یې په لاتیني الفبا او وروسته یې همدا لاتین الفبا، په عربي رسم الخط  کښی کښلې چی ،وروسته د پښتو او دری/ فارسي ژبو، ژب پوهانو ورباندی د خپلې ژبې دعوی کړې دي چی، دا هم یوه برحقه ادعا ده ،دا په دی خاطر چی ، لوید یزو ژب پوهانود خپلو ژورو پلټنو په رڼا کښی دا ښودلې چی، د هند و اروپایې ژبومور او نیا یوه اوهغه د (آریک) ژبه ده چی، زه د خپلو تحقیقاتو پر بنیاد ورته ( پا اچا یې/ دیګانو / پشایې/ پشه یې /آریک ) وایم !

 د (پا اچا ایې/ پا چا هي/ پا شاهي / پشایې / پشه یې ) د نامه د ریښې او اصلیت په اړوند زما لیکل شوې تحقیقاتي لیکنه (مقاله ) د زما د فیسبوک پاڼې پرمخ اوهم یې په ځینو افغاني سایټونو لکه ( دعوت، افغان جرمن ،سپرغې …..) اونورو کښی لیدلای اولوستلای شئ .

ښاغلو لوستونکو اوژب پوهانو !

  زه په نوموړي میخي خط په  زغرده د پشایې ژبې ادعا لرم ، ترتوضیح اوتشریح لاندی یې راولم او د پشایې / آریک ژبې د ژوند یو قوي لاسوند (سند ، قباله) د آریا ئیانود شریک ژوند د کمون اولیه زمانۍ څخه رانیولې د (آریانا ویجه) د لرغونو آریا ئیانو تر ټاټوبې ، بیا د (ویدا ) دکتاب دلیکلو  د۱۴۰۰ ق،م څخه رانیولې ، تر ۱۰۰۰ ق،م د ( اوستا) د کتاب تر لیکلو، همدا شان (۵۲۲ ق،م – ۴۸۶ق،م) د میخي خط تر کښلواو ورپسی په افغانستان کښی د بغلان د سرخ کوتل د اورتون اتشکدې (۲۴۰) میلادي کال په ډبره لیکل شوی یوناني رسم الخط او بیا ترننه پورې د پشایې / آریک ژبې شتون اود ښاغلو پشایانو لخوا په خپله لرغونې آریایې ژبې آریک / پشایې / دیګانو خبرې کول ، مونږ ته د لرغونې آریانا ویجه اوحتی دهغې څخه لا تر مخه زمانې رانیولې ، ترننه پورې د مقنع پورتنیوو ذکر شوو دلایلو او لاسوند ونو شتون ،دا  ثبوت په لاس راکوي چی، د لویدیزو ژب پوهانو هغه نظریه ،چی ګویا آریک ژبه د (۱۴۰۰ ق،م ) د کلونو په شا وخوا کښی  مړه او له مینځه تللې ګڼې نا درسته ثابتوي !!!

غواړم د تاریخ په رڼا کښی د(آریک / پشایې/ دیګانو) ژبې شتون د( آریانا ویجه ) دآریائیانو دلرغونې ټاټوبې څخه رانیولې ،تردا ننه د تاریخي  لاس وندونو، اسنادو په رڼا کښی د (ویدا ، اوستا ) څخه را وروسته همدا اوس چی ، د میخي خط شتون اوپه لاتیني او عربي رسم الخط یې ترجمه په لاس کښی لرو، تر بحث اوڅېړنې لاندی راولم ،ترڅو د ننۍ (پشایې) ژبې ژوند د (آریک) ژبې په آئینه کښی چی، پشایې/ دیګانو ژبه هماغه (آریک)د هند واروپایې ژبو مور، نیا (انۍ) ده ، مونږ ته په راپا تې شوو دریوومیخي کرښوکښی ټکي په ټکي توضیح ،تشریح او په ثبوت ورسوم .

 د میخي خط لومړۍ کر ښه :

نی   اړ یکه  ا وم  :

Naiy  a  rai  ka  a  ham .

   لومړۍ : د (نی) کلمه ده چی، دا کیلمه په اکثریت هند و اروپایې ژبو کښی د ( نه ، نا ، نو ، ناټ ، نای، نید ،نښت ، نخت ،نشت ، نیات …) معنا لري چی، په پشایې ژبه کښی هم په ( نی ، نه )همدی ورته تلفظونو په مختلفو لهجوسره تر ننه شتون لري اوداسی ښکا ري ،چی د ټولو آریا یې ژبو د ( نفې ، انکار ، نه کول …) معنا لري !؟

 برسیره پر دې د پشایې ژبې د ژبني پراخ اد ب په خاطر نوموړې د (نی، نه، نا) کلمه ډ یرې نورې په تلفظ کښی مشابه ولې مختلفې معنا ګانې هم لري لکه :

 نې = کښینه د پشایې ژبې د نیک = کښیناستل = نشستن ،له مصدر څخه ؛ نئ ، نیي = وړې = می بری ، د نیک = وړل = بردن له مصدر څخه …… د مفرد مخاطب لپاره .

همدا شان په پشایې ژبه کښی د حیرت لپاره هم د (نې) کلیمه د پښتو او دری ژبې ( کنه ، ښه ، هو= خو،کی بلی ) په ډول هم معنی لري چی، د جملې د استعمال په وخت کښی یې پشا یا ن په ځانګړي تلفظ سره په کار وړي ښایې چی، د پشایې ژبې ویوونکي اواوریدونکی یې په معنی ښه وپوهیږي په یو مثال کښی یې ګورو:

نې ،نا، ها ، آ ، بی ….، تُو ممې مرېکې = ښه ،هو ،کنه ،بلې … = تا ماته وویل =؛ خو، کی، بلی = تُو (خو… ) برایم ګفتی.

دویم : د مرحوم حبیبي صاحب په حواله چی وایې : ( ( نی ا ړیکه اوم ) د میخي خط هره مسره شپږ هجاوې (سپڼ) لري چی، لومړنۍ هجا (سپڼ) یې (نی)؛  دوهمه یې (آ ) ؛ دریمه یې( ری)؛ څلورمه یې(  که) پنځم یې  (آ) اوشپږم یې (هم ) دي !

 که مونږ، د میخي خط لومړې جمله د حبیبي صاحب د لیکلوپربنیاد ( نه اړیکه اهم ) په شکل سره ولیکو اوبیا یې د (ړ) توری د (ر) په شکل واخلو ورڅخه ( نه  ا ریکه ا م = نه آریکهم ) لاس ته راځي. چی ،هماغه د پشایې ژبې د( آر، ار = واوره = بشنو ) فعلې شکلونه دي چی، دواړه ډولونه یې ( آ ) او (ا) : آر یکهم = ار یکهم ) یې د (اوریدلې مې دي = شنیده ام )، معنا ورکوي .

علاوه پر دی، د (آریکهم ) شکل یې په پشایې ژبه کښی راسآ د (آریک اوریدل = شنیدن ) دمصدر د مفرد متکلم دحال  زمانې( آریکهم  = وا مې وریدل= شنیدم) اوکه یې د ( آرییکم ) په شکل سره تلفظ کړو، یا د (نا ، نې ) دنفې کلیمه ورسره ولیکو او ثقیل یې تلفظ کړو ، ورڅخه ( نا ، نه، نی آرییکهم = اوریدلي مې نه دي ، نه مې دي اوریدلي = نی ،نه ، نشنیده ام ) کیږي ، چی مونږ ته راسآ دماضي زمانې فعل  په لاس راکوي . ژوندي مثالونه یې :

الف ـ آریکهمAREKHM  = اریکهم  = وامې وریدل = شنیدم ( حال زمانه).

 ب  -آرییکهم ARIIKHM، ارییکهم = اوریدلي مې دي = شنیده ام ( ماضي زمانه).

ت – آریاکهم ARYAKHM،اریاکهم = اوریدلي مې وو= شنیده بودم ( ماضي بعید).

 او که د دری واړو ډولونو سره د نفی لغات ( نه ، نی) ورسره ولیکو ورڅخه د ( نه ،نی ) آریکهم ،اریکهم ، آر یک آ هم = اوریدلې مې نه دي؛ (نه ، نی) شنیده ام ) کیږي  .

  همدا شان د پوهاند صاحب دلیکنې پر بنیاد که مونږ د لومړۍ لیکې د (اړیکه ) کلیمه ولیکو ، په پشایې ژبه کښی یې یو ځانګړی مصدر( اِړیک = ایړیک = غوښتل = خواستن ) دی او په کوم ډول چی ، هغوی  لیکلې ( اړیکه ) ولیکو ،  (که ، د (  نه ،نی )اړیکهم ، ایړیکم = (نه،نی)  می دي غوښتي = (نه  نی) خواسته ام ، معنا لري !

 په پورتنیوو جملو کښی (غږیز توري) دخپل موجودیت په خاطر د کلیمې تلفظ او هم یې معنی ته تغیر ورکوي !

پاتې دی نه وي چی، د میخي خط  د لومړۍ لیکې د (اړیکه ) کلیمه چی، پوهاند صاحب اخیستې اولیکلې یې ده ،په ننۍ پشایې ژبه کښی په دوو، مشابهه مصدرونو( اریک = اوریدل = شنیدن ) او (ایړیک=غوښتل  = خواستن )  کښی لیدلای اومصادر یې ګردانولای شو لکه :

 اوس پورتنۍ لیکل شوې جملې ته د ستاسی ښاغلو ژب پوهانو اولوستوونکو پام وراړوم ،چی په څلورو واړو ژبو پشایې ، پښتو، دری/ فارسی ، ګوري / ګوآري کښی د فعل ختم  د ( م، میم) په توري دی.

همدا شانته اوس غواړم د میخي خط د لومړنۍ جملې د ( اړیکه) نوم ،چی پورته یې معنا په پښتو ژبه کښی ښکاره شوې ده ،په پشایې ژبه کښی یې شکل مصدري حالت او ورڅخه هغه افعال کوم ، چې په لاس راځي ورباندی رڼا واچوم :

زما په پوره باور نوموړې د پوهاند صاحب د میخي خط د (اړیکه ) کلیمه ،د پشایې ژبې  (ایړیک = غوښتل = خواستن ) اود ( ایړیکه) کلیمه د (ړ) توري په اوښتون سره که مونږ یې د (ر) په توري واړوو او ولیکو دپشایې ژبې د (آریک ، آرېک =اوریدل = شنیدن) مشهور مصدردی چی، د (آ ر ،ا ر ، آ رې، آ ریا ،آ رینا ،آ ریا نا، آرین ، آرین= اوري ) ښکاره فعلي مفاهیم ورڅخه په لاس  راځي!؟

همدا شان که ، مونږد حبیبي صاحب د میخي خط د (اړیکه) کلمه، د پشا یې ژبې (ا یړیک =

 ا یړیکه = غوښتل = خواستن)  په شکل کښی ومنو ، ورته پام وکړئ چې، معنی او مفهوم یې هم د یو توري په اوښتون سره د (غوښتل = خواستن ) شکل ځان ته غوره کوي!

برسیره په لوړو مصدري اوښتونونو که، مونږ د استاد حبیبي صاحب د میخي خط د (ا ړیکه) د( ړ) توری په (ر) توري ولیکو ورڅخه د پشایې ژبې ( ا یرک = اوښکه = اشک ؛ ایرکې = اوښکه دی ، ایریکي = اوښکه یې= اشکش ، اشکهایش ) په لاس راځي .

همدا شا نته که ،مونږ د میخي خط د (اړیک ،اړیکه = ګرفتار ،محتاج ؛ ا ېرک ، ا یرکي = اوښکه ،اوښکې = ا شک ،اشکها ؛ اریک = اوریدل = شنیدن) چی نابغه استاد حبیبي صاحب یواځې یو شکل (اړیکه) معنی کړی ده او مونږ همدا په اصطلاح د پښتو د( اړیکه ) نوم په پشایې ژبه کښی په مختلفو مصادروکښی چی، ټول یو اوبل ته نږدې او مشابه دي اوبرسیره پر ژوندیوو مصادرو مونږ د (ړ) توري د ( ر) توري په اوښتون سره نور نوي افعال اونومونه ترلاسه کړل چې، دا خپله د پشایې /آریک ژبې  په پراخو ادبیاتو دلالت کوي.

 اوس غواړم دمیخي خط لومړنۍ جمله چی استاد لیکلې ( نې اړیکه ا هم ) د پشایې په څو ورته او مشابهو جملو کښی ورسره د مقایسی په توګه ولیکم :

نې  اړیکه آ هم  !

په  پشایې  ژبې کښی یې ورته مثالونه :

نې (نه ، نا ) آر یکهم = نه می دي اورېدلي = نه شنیده ام .

نې (نه ، نا) ایړ یکهم = نه مې دي غوښتي  = نه خواسته ام .

همدا شان د (ا ړیکه) د ( اړ) نامه ته ورته په پشایې/ دیګانو ژبه کښی دا نومونه شتون لري ( آر ، ار = واوره = بشنو ) ؛ ( اړ = زړه = دل ،قلب ) ؛‌( اړ = محتاج = احتیاج )؛ (ایړ = وغواړه = بخواه، بخواهید ) ؛ ( ایر = شین ،روښان اسمان = صاف ، اسمان بدون ابر).

 مثال : پشایې / دیګانو / آریک  په یوه جمله کښی :

پشایې :  اسمان ایر شې .= اسمان شین دی = اسمان صاف وبدون ابر (افتابی)

پښتو   :  اسمان شین دی .

دری/فارسی  :  اسمان صاف است .

 برسیره پرلوړې توضیح په پشایې ژبه کښی (آریک = اوریدل ،ارویدل = شنیدن ) یومستقل مصدر اوهمدا شانته (ایړیک ، اِړیک = غوښتل = خواستن ) او د (اړ) کلیمه یې په پشایې ژبه کښی د محتاج ،اړتیا ،ضرورت …) معنی لري ، همداشان په پشا یې ژبه کښی ځا نګړي مصدرونه دي ،چی د ګردان  په وخت کښی له هر یوه مصدر څخه خپل خپل فعلونه لاس ته راځي چی، معنا ګانې یې هم ځانته ځانته دي !

اضافه پر لوړو توضیحاتو،دا باید هم ووایم ،چې پشایې ژبه د خپلې پراخې ادبي لمنې په خاطر د شکل  له پلوه یو اوبل ته مشابه، ډیر افعال لري او د مختلفو معانا ګانو درلودونکي نومونه دي چې، دا د پشایې ژبې د پراخ ادب د ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي !

لکه : (  اړ = زړه = قلب ؛ اړ = احتیاج ، محتاج ؛ آر = واوره = بشنو ؛ ایړ ؛ وغواړه = بخواه ؛  ایر = شین ،پاک = صاف ، آبي …. او نور .

دمثال په ډول د ( آریک = اوریدل =شنیدن ) مصدر دګردان څخه دا لاندې فعلونه په لاس راځي :

(آریک ) د حال زمانې افعال یې:

( آ = زه = من = آریم ، آرییم = اورم = میشنوم ) .

( تُو= ته = تو = آریې = اورې = میشنوي ) .

( سی = هغه = او = آریګا = اوري = میشنود).

( امو = مونږ = ما (مایان) = آریس = اورو = میشنویم) .

(ایمو = تاسی = شما = آریدا = اورئ = میشنوید ).

( تې= هغوی= انها = آرین = اوري = میشنوند ) .

      ( آریک ) د ماضي زمانې افعال یې :

( مم = ما = من = آرېکهم ، = واورېدل = شنیدم ) .

( تو + تا + تُو =  آرېکهې =  واورېدل  =  شنیدی) .

( تي = هغه = او = آرېکهن = واوریدل = شنید ) .

( آمو = مونږ = ما ،ما یان = آرېکهن = واورېد ل = شنید یم ) .

( ایمو = تاسې= شما = آرېکهو= واورېدل = شنیدید )

(تې = هغوی = انها ، ا یشان = آرېکهن = واورید ل= شنید ند ) .

      (آریک ) د وړاندې زمانې  افعال، ماضی دور (بعید):

(  مم = ما = من = آرېا کهم = اورېدلي وو/ اروېدلي وو= شنیده بودم ) .

( تُو = تا = تُو ،شما = آریا کهې = اورېدلي وو= شنیده بودی ) .

( تي = هغه = او = آریا کهن = اورېدلي وو = شنیده بود ) .

( آمو = مونږ = ما = آریا کهن = اورېدلي وو = شنیده بودیم ) .

( ايمو = تاسې = شما = آریا کهو =اوریدلي مو وو = شنیده بودید ) .

( تې  = هغوې = انها ،ایشان = آریا کهن += اریا کین = اوریدلي یې وو= شنیده بودند ) .

 اوس چې ، مونږ د ایران هخامنشي کورنۍ داریوش پا چا دونیم زره کلن په میخي خط لیکل شوې حماسه چی ،د (۵۲۲ ق،م څخه یې تر ۴۸۶ق، م ) پوری یې سلطنت کړی ، ورسره مخامخ شولو او لومړنۍ په میخي خط لیکل شوې په لاتین اوعربې رسم الخط اړول شوې کرښې (لیکې) موپه پشایې ژبه کښی د (آریک ،اریک = اوریدل = شنیدن ) له مصدر څخه ، په دریوو زمانو (حال ، ماضي ، ماضي بعید ) کښی ګردان او زړه پورې تاریخي افعال لکه (آر ،  آرا ، آرنا ، آریا ، آرییا ، آرینا ، آریانا ،آرین ) اوهمدا شانته د پشایې ژبې د افعالو د پسوندونو( وروستاړو) لکه (م ، یم ، هم …. ) چی په ټوله کښی د پښتو، دری/ فارسی اوهمدا شانته زمونږ دهیواد په یوه بله د آریا کهول لرغونې ژبې ( ګوري / ګوآري) ژبود فعلي وروستاړي (پسوند) د ( م) توری سره مطابقت لري  چې، په زیادښت یې د فعل حالت تغیرمومي اوماْضي حالتونه جوړوي ،چې دا د فعلي حالتونو جوړښت، نږدیوالی او یوشانته والې د نوموړو ژبو په یوه کهول والي کلک دلالت کوي !

 ښایې زمونږ دهیواد او د آریایې کهول (هند و اروپایې) په ژبو کښی به هم  دا د (میم ، م ) ماضي زمانو جوړونکی (توری)  وروستاړی هم شتون ولري !؟

اړ = زړه = دل ، قلب ؛ اړ= محتاج ، احتیاج …؛ آر = واوره = بشنو.. ؛  اِړ (اِ یړیک = غوښتل = خواستن) …….
د میخي خط دوهمه کلیمه ( اړیکه ARIKA) د پوهاند حبیبي صاحب له نظره چې ، وایې : د(اړيکه ) کلیمه پوهانو په زورد فارسی ژبې (اریغ) ته کش کړې ده حال دا ،چې په خپله دغه کلیمه هم په مختلفو خطي نسخو کښی مشکوکه او (آزیغ) هم راغلې ده (۱) .پ، ا،ت،۳۲۴

دوی وایې ،چې معنایې عداوت او دښمني او نفرت ده ،چی ازیغ هم را نقل شویده (۲) ،پ،ا،ت۳۲۴

یادونه : که اوس مونږ د نوموړو جملوپه سر کښی د نفې علایم ولیکو :

(نه ،نا،نې) کلیمې ولیکو،ټول یې د خپلې زماني حالت په لاس راکوي .

پاتې دی نه وي چی، ځینې پشایان همدا نومونه په لوړو اوجګو غږونو سره تلفظ کوي یعنی د هر ساکن بې غږه توري پسې د(غږیز = صدا دار) توري اواز اوریدل کیږي او د غږېدونکي اواز پوره اوچت او ښه واضح اوریدل کیږي ، چی دا د لرغونې آریایې ژبې ( آریک / پشایې/ د یګانواصلي خصلت اوزات دی ،چی وروسته دهرساکن توري، د غږیز توری اواز احساسیږي !

همدا شانته دا باید  ښکاره کړم ،چی د پشایې ژبې د مفرد فاعلي افعالو ختم په هره زمانه کښی دځان سره (آ هم، اهم، هم، آیم، یم ، م) کلیمات اوحروف دځان سره لري ! چی ښه بیلګه او مثال یې خپله  دمیخي خط د دریوو لیکو دفعلونو ختم  دی چی ، ټول یې په ( AHM,  HAM, ، آهم ،هم ) ختم شویدي .

همدا شانته زمونږ دهیواد آریایې ښاخ د اکثریت ژبو د مفرد فاعل د فعل ختم ،تر ننه پورې د لرغونې آریایې ژبې (آریک / پشایې ) دافعالو ختم د (م ،میم ) په توري سره کیږي .

دویم :

                               د میخي خط دویمه لیکه :

۲-  نی  دروه جنه آهم .

د (نی، نه ) د کلیمې توضیح اوتشریح په لومړۍ میخې لیکه کښی ترسره شوه او همدا شان د (اوم = اهم ) کلمه هم تشریح شوه . اوس د دویمې جملې دویمه کلمه چی ، پوهاند صاحب د (درواغ ) په شکل اخیستې ده توضیح او تشریح کوم :

که څه هم په پښتو، دری/ فارسی اوپشایې ژبو کښی همدا کلیمه د ( درواغ ، دروغ ، دروغجن ) په شکلونو موجوده او ټولوته د پوهیدو وړده ،خوپه پشایې ژبه کښی د میخي خط  د( درو جن ) کلیمه ، د پوهاند صاحب د توضیح د ( دروغجن ) په وړاندی له دوو ټوټو څخه جوړه ده چی :

ـ  درو = د باندی = بیرون = خارج ، معنی لري اوهمدارنګه په پشایې ژبه کښی علاوه پر ( درو= درواغ = دروغ) د ( درو = بیرون ، دباندی ،خارج ) اوهمدا شانته په یوه کوچني فونومیکي تغیر سره  ( درو = بیرون دباندی = خارج) په ( دور door= خوله = دهن ) اوړي او یوبل ته سره ورته ،خو معنا ګانې یې هم راز راز لاس ته راځي !

-جن  : دا کلیمه په پشایې ژبه کښی ( جن = نفر ، ادم ، بني آدم  = شخص ) معنی لري .

چی، په پشایې ژبه کښی همدا نوم د (جیک = ایښودل = ګذاشتن ) دمصدر دجمع غائب دحال زمانې ( جین = ږدي = میګذارند ) فعل دی.

برسیره پر دی د (جن ) = ( جن ، جان ، خان ، کان ، ګان ، جنیتیک ، ګنیتیک ، ګین ، جین ، جنین ) د نوم په هکله ما یوه لیکنه د فیسبوک د پاڼې پرمخ اود ځینو افغان سایټونو له لیارې نشر ته سپارلې علاقمندان یې هلته مطالعه کولای شي !

که ،مونږ اوس دغه په لاس راغلي دوه د پشایې نومونه ( درو = د باندی = بیرون ) او د ( جن = نفز ، کس، شخص ) یوځای ولیکو اومعنایې کړو : ( درو = د باندی = بیرون + جن = نفر ، بني آدم ، کس ، شخص) . ( درو + جن = درو جن ) = (دباندی + کس = دباندی کس = دباندی نفر = آدم بیرون = آدم بیرونی ) یا ( بیرونئ کس، نفر = آدم بیرونی ) همدا شانته که مونږ د میخي خط د (درو) کلیمه په ننۍ مروجه پشایې ژبه کښی په نظر کښی ونیسو نو زمونږ ډیری پشیان لا تر اوسه د ( درو ) کلیمه د پښتو او دری/فارسی ژبې ( درواغ = دروغ ) ته وایو ، همدا شانته په جمله کښی یې تاسی ته درښییم :

 سی = هغه = او ، ان ؛ درو =  درواغ ؛ د باندې ،بیرون = دروغ ، دباندی ، له باندی….

جن = کس ،نفر = شخص ، آدم ،انسان …

اس = دی = است ،می باشد .

سی + درو، با ندې،  با ندینی+ جن+ اس= هغه درواغ جن ،درواغ ځن دی ؛هغه باندینی (بیرونی کس) دی  =  او (ان) + دروغ ګو + کس + است = او (ان) ادم دروغ ګوی است = او (ان) ادم بیرونی است .

په پشایې ژبه کښی د میخي خط دوهمه لیکه ،مونږ پشایان راسآ داسی وایو :

نه دروجن آیم ، هیم ،آهم  (دروجن نه آیم ، هیم ،هایم) = دروغجن نه یم = دروغګو نیستم . معنی لري .

برسیره پر لوړې معنی : درو جن نه ایم ، نه هایم ، نه آهم = بیرونی کس(باندینی څوک) نه یم = من کسی بیرونی (بیګانه ) نیستم ، معنی لري !

دریم :

                                       دمیخي خط دریمه لیکه :

ـ‌ نه ځور کړه ا وم = اهم ،ایم .

د میخي خط د دریمې  لیکې  د( نی ، نه ) او د ( اوم = آهم ) برخې پورته توضیح اوتشریح شویدي .

دویم ـ (ځور کړه ) برخه ،چی محترم حبیبي صاحب د (کړه) په شکل سره لیکلې ده ،چی دا هم په پشایې ژبه کښی له دوو ټوټو(ځور) او (کره) څخه جوړه ترکیبي کلیمه ده .

ـ  چی، د ( ځور ) کلیمه په پشایې ، پښتو ، دری/ فارسی ژبو کښی خاصتآ او په هیواد کښی د وروڼوملیتونو دادبیاتو په کور ورننوتې نن سبا ، یوه کلیمه او یوه معنی لري او خلک یې په یوه تلفظ او د ډیرو معنا ګانو او مفاهیمو درلودونکې کلیمې په توګه په کار وړي !

( ِغښتلی، قوي، قوت ، توانا ، پهلوان ، د فزیکې او اقتصادي توان خاوند ، ظلم ، تادا ، ناروا ، بی رحم ، سخت زړی …….. اوپه ډیرو نورو مفاهیمو او معناوو، درلودونکې کلیمې په توګه یې پیژني اوپه خپلو ورځنیوو خبرو اترو اولیکنو کښی یې هم په کار وړي .

ـ  دمیخي خط دریمه لیکه ،چی پوهاند صاحب د (کړه) په شکل لیکلې ده ، چی د (کړه) د (ړ) توری د پښتو اوپشایې ژبو خاص توری ګڼل کیږي !

په هر حال که،مونږ د پوهاند صاحب د (کړه) کلیمې د (ړ) توری د (ر) په شکل ولیکو ورڅخه ،د پشایې ژبې(کر) په لاس راځي ،چی دا د پشایې ژبې ( کر) ،د پشایي (کریک = کول= کردن) دمصدر ریښه او امري فعل ( کر ،کرا = وکړه  = بکن) جوړوي ،چی د زما ،په پوره باور سره د حبیبي صاحب د پښتو ژبې د میخي خط د(کړه) پر ځای به، د پشایې ژبې د (کریک = کول = کردن) مصدر څخه دامري فعل په شکل ( کر ، کره ، کرا ، کري = وکړه = بکن) وي ، اوس د پشایې ژبې (کریک = کول = کردن) مصدر په پشایې ژبه کښی ګردانوو او پورتني افعال ورڅخه په لاس راوړو ، تر څو د ژب پوهانو اودانشمندانو د منلواو دباور وړشي .

( کریک = کول = کردن) :

پشایې ؛ پښتو ؛ دری/فارسی دمستقبل (راتلونکې) زمانې ضمایراو دهغوی فعلونه :

آ  ؛ زه  ؛ من  = کرم = کوم = میکنم .

تُو ؛ ته  ؛ تو   = کري = کوې = میکنی.

سی ؛هغه ؛ او = کرې = کوي = میکند.

امو؛ مونږ ؛ ما =کرس = کوو = می کنیم .

ایمو؛ تاسی ؛ شما = کردا = کوئ = می کنید .

تې ؛ هغوی ؛ انها =  کرن= کوي= می کنند.

د (کریک) د مصدر امري فعلونه : (کر ، کرا ، کره = وکړه = بکن .

فاعلي صفتتونه یې : مذکر = کرکالا ، مونث = کرکالي ،جمع = کوونکي .

فعلي صفت = کرنا = کوونه = کردن.

همدا شانته که ، اوس مونږ د (کریک) مصدردفعل جوړولو شکل اوپه لاس راغلو افعالو ته ،جدي پاملرنه وکړو،  په لاس راغلي افعال یې تر پایه د مصدر ریښه (کر) دځان سره لري چی، دمیخي خط د (ځورکرا) دترکیبي نوم دوهمې کلیمی د ( کرا= کوونکي = کننده ) دبرخې سره په شکل کښی هډو توپیر نه لري اوکټ مټ د یوې طلایې سکې دوه مخه دي اود میخي خط د (ځور کرا = ځور ….. کوونکی = ځور کننده ) سره په شکل او معنی کښی هیڅ توپیر نه لري !

د (کریک=کول =کردن) دمصدر دحال زمانې فعلونه :

( کیم ، کی ،کهګا ، کیس، کیدا ، کین ) = ( کوم، کوې، کوي، کوو، کوئ ، کوي ) =( می کنم،می کنی، می کند، می کنیم ، می کنید ، می کنند) دي .

د ا ،چی په خپل وار سره د میخي خط دریمه لیکه ،په پشایې ژبه کښی توضیح اوتشریح او د (کریک = کول =کردن) د مصدر څخه مو د ( کر، کرا ،کره = کوونکي = کننده ) افعال ترلاسه کړل چی دمیخي خط د دریمې لیکې ( ځورکرا / زور کرا)، زورکارا….) فعل مو په لاس راوړ اوپوهه شولو چی، د میخي خط سره په شکل او معنی کښی کټ مټ یوشی دي .

اوس به راشو د (آ هم) د نامه برخې ته چی، د دری واړو میخي خطونو په پای کښی د(آ هم) په شکل راغلې ده ،د پشایې ژبې د (آیک = وول= بودن) د مصدر د حال زمانې په فعلي ګردان کښی  په لاس راځي لکه : ( ایم ، آیم ،اهیم ، آهیم ، آهم =  یم = هستم ) ښکاره اودا ثابت کړم چی ، په لاس راغلی د (آهم ) د پشایې ژبې فعل هم تر ننه دپشایې اد بیاتو د مصادرو د ګردانولو اود فعلونو د جوړښت او د ښکلا سرچینه او منبع ده چې، د لرغونې زمانې رانیولې تر ننه د پشایانو دادبیاتو غوښنه برخه جوړوي او د ننیوو پشایې ژبو په ورځنیوو خبرواترو کښی په ورته دیالیکتیک ( لهجه ،لهجې) سره یې شتون محسوس دی ،چی پرته د (آیم ، هیم ، ایم، آهم ، آ هیم ، م ….. ) به د پشایې ، پښتو ،دری/فارسي ، ګوري /ګواري …) ژبو دفعلونو ختم ګوډ اومعیوب وي .

په اوسنۍ پشایې ادب کښی د بحث لاندې میخي خط د درې ګونو لیکو د فعل ختم او پای کلیمې ته ، چې د    ( آ هم ،آیم ، ام ، یم ، م ……) ښکلې ادبي ټوټه او دفعل ختم راته ښایې ، چی، د لرغونې زمانې ،(آریانا ویجه ) څخه رانیولې ترننه یې شتون راته په پشایې / آریک / دیګانو ژبه کښی ښکاره کوي ،د (آئیک ،آیک = وول = بودن) مصدر دی چی، پورتني افعال یې په څه ډول لاس ته راځي ، ښاغلو ژب پوهانو ،پوهانو اود ادب مینه والو ته یې ،په لاندیني فعلي ګردان کښی ټکي په ټکي ور ښییم :

آیک = هیک = وول = بودن :

پشایې ضمایر او فعلي علایم یې : ( آ ؛ تُو ؛ سی؛ آمو ؛ ایمو؛ تې = آهیم ،آیم،آهم …؛ ایې، هئ…؛ اس ، هس ،هست ؛ آیس ،ایس ؛ آیدا ؛ آین ،این .

پښتو  ضمایر : ( زه؛ ته؛ هغه؛ مونږ؛ تاسی؛ هغوی؛ = یم ؛ یې ؛ دی ؛یو، يي ؛ دي) .

دری ضمایر  : ( من؛ تُو؛ او ؛ ما؛ شما؛ انها= هستم؛ هستی؛ است؛ هستیم؛ هستید؛ هستند؛)

دا وو په پشایې ژبه کښی د میخي خط د درې واړو لیکو وروستۍ برخه چې ، په پشایې / دیګانو ژبه کښی دا لرغونی شکل( آهم ، ایم ، آیم = یم = هستم ) په حال زمانه کښی د مفرد متکلم  څرګنده نځښه اولا تر اوسه ژوندۍ ده  او د پښتو، دري او ګوري ژبو د فعلونو پای هم (آهم ، اهم ..آیم) په کلیمو او د (میم ، م) په توري ختمیږي !

بله اړینه او مهمه خبره داده چي، په پشایې ژبه کښی ټول مصادر د ګردان په وخت کښی د مفرد متکلم لپاره راسآ فعلي علامه (آ هم ، ایم، یم ، هیم ، م ….) په خپل پای کښی لري لکه :

آ شاړیم ، شاړهم …= زه روانیږم = من روان میشوم .                                                                                                                  تستهکیم = ودریدم = ایستاد شدم ….

یادونه:

د میخي خط ، مونږ ته په را پاتې پورتنیوو په لاتین الفبا اړول شوو کرښو اود ژب پوهانو د توضحیاتو ، تشریحاتو او نظریاتو څخه را وروسته، دا پوره په ډاګه شوه ،چې د میخي خط د لیکلو په زمانه کښی او دهغې څخه په مخ ، دور او دوران کښی پشایې/ دیګانو /آریک ژبه د خپل وخت مقتدره په علمي ادبي انډیوو باراود ځپل ادبي قوت په شتون ،چی په خپل (زړي ، آتوم ډي این ای DNA) کښی یې نِغښتی لري ژوندۍ ژبه وه ، چی د لرغونو ځطونو پیژندونکو ژب پوهانو لخوا ورته، د داریوش هخامنشي پاچا ، د وخت مقتدر امپراطورحماسه ویل شوې ده چی، داریوش پاچا ورکښی ، د خپل ځان اوخپلې کورنۍ دافتخاراتو یادونه کړې ده !

زما توضیح او تشریح دا په ډاګه کړه چې، دمیخي خط ژبه ، د پشایې / دیګانو / آریک ژبه ده او د آریائیانو د لرغوني ټاټوبي ( آریانا ویجه ) څخه لا د مخه آریایې خلکو ورباندی خبرې کولي او تر دې دمه لرغوني آریائیان (پشایان / دیګانان / آریکان) ورباندی ویاړي او په خپلې (آریانا ویجه) لرغونې  جغرافیه افغانستان کښی ورباندی په ځانګړو لهجو خبرې کوي !؟

پشایې/آریک / دیګانوژبه ، دخپل پراخ لرغوني ،تاریخي ژبني ادب په پراخه لمن کښی ،یودبل سره ورته او مشابه مصادر لري چې، په کوچني حرفي اوخجي غږیز توري په اوښتون سره یې ، مشابه او ورته تلفظ رامینخته او په نتیجه کښی یې نوی مصدرلاس ته راځي ،که څه هم په تلفظ کښی یودبل سره ورته ښکاري خو،په معنا ګانو،فعلونو اوپه ټول زماني حالاتو کښی یې بنیادي تغیر رامینځته کیږي لکه :

 د میخي خط د لومړۍ لیکې د (آړیکه ) کلیمه چی ،پوهاند صاحب حبیبي یې په همدی نوم اخلي ،که مونږ په همدی ( آړیک/ اړیکه) کلیمه کښی دپشایې ژبې له پلوه حرفي تغیر د ( ړ) توری په (ر) توري واړوو، په پشایې ژبه کښی مو ورڅخه د ( آریک ، آرېک = اوریدل = شنیدن) مصدرد( آر،آرا ، آریا ، آرییا ، آرنا، آریانا ، آرین ….) تاریخي نومونه په لاس راوړل !

که چیرې مونږ دمیخي خط د (آړیکه) کلیمی د پشایې ادبیاتو په نظر کښی نیولو سره د( آ) توری ( اِ= اي) په شکل سره یې واړوو ورڅخه ( اِ)، (ي) لاس ته راځي که مکمل یې ولیکودمیخي خط د (آړیک / آړیکه ) څخه ( اِیړیک ) دپشایې ژبې ( اِیړیک= غوښتل = خواستن )مصدر لاس ته راځي !

دا چی، اوس مونږ د میخي خط دلومړۍ کرښې د ( اړیکه/آړیک) کلیمه ، دپشایې ژبې او د(پینا لوژۍ/ فونیتیک ) د قانون په مطابق د حروفو په اوښتون د(آریک) مصدرپه لاس راغی ، چی نوموړي دواړه مصدرونه د اشکالو او الفاظو له پلوه سره ورته دي ، خو معنا ګانې یې بیلا بیلې دي !

اوس که مونږ د (آریک = اوریدل = شنیدن) مصدرراسآ ګردان اوافعال تری جوړ کړو مونږ ته دمیخي خط د لاتین شکل ARIK  مصدرپه لاس راکوي اوکه دهمدی (آریک =اوریدل =شنیدن) مصدر ګردان کړو مونږ ورڅخه د مفرد متکلم دحال اوماضي زمانو دا دوه مشابه او ورته افعال په لاس راوړوچی،

(آریکهم = وامې ورېدل ؛ آرییکهم = اوریدلي مې دي = شنیده ام ) چی، دشکل اوتلفظ له پلوه ورسره     ، سره ورته افعال دي، AREKHM,ARIKAHMد(آریکهم = وامې ورېدل ) ،چې د میخي خط د لومړۍ د دویمې کرښې د دویمې کلیمې سره هډو توبیر نه لري .

 اوس که د نوموړي پشایې ژبې لاس ته راغلي(آریکهم )د فعل سره په سرکښی د (نې ،نه ) دنفې علایم ولیکومونږ دا لاندی شکل په لاس راوړو :

نه (نې) آریکهم = اوریدلي مې نه دي = نې، نه شنیده ام) په لاس راځي چی، د میخي خط د دوهمې لاتیني کلیمې سره هډو تفاوت نه لري او دیوې سکې دوه مخه دي !

ne  AREKHM;   ne ARIKHM

اوس چی، د میخي خط په لاتین اړول شوې لومړۍ لیکه مود پشایې ژبې په دوو مصدرونو (آریک ) او ( ایړیک ) کښی وڅیړله اوپرې پوه شولو چی دلاتیني ليکنې سره کټ مټ یودي .

دویمه لیکه : د میخي خط  دویمه لیکه چې ( نه ځور کرا هیم = نه ځور کوونکی یم = نه ظالم هستم ….) په پاسنیوو کرښو کښی د پشایې ژبې سره مقایسه ، توضیح او تشریح کړه د میخي خط د لاتیني نوشتې سره یې  هډو توپیر نشته او دواړه لیکونه سره بلکل یوشانته دي !

ne  dru  ja  na  a ham , him

دریمه لیکه :

 دمیخې خط دریمه لیکه مو هم پورته توضیح او تشریح کړه چی ، څه ډول دپشایې ژبې سره ورته اومشابه جمله ده !

Ne  zur  ka ra ham ,

اوس مو ولیدل چی په لاس راغلې د پشایې ژبې درې لیکې ،څومره د میخي خط د دریو په لاتین لیکل شوو کرښو اود پشایې ژبې د هراړخیزو توضیحاتو اوتشریحاتو څخه دا ښکاره او جوته شوه چی،دمیخي خط درې واړه لاتیني کرښې ،دپشایې ژبې سره بلکل ورته، نږدې او یوشانته دي  معنی داچی ، پشایې ژبه دمیخي خط دلیکلو په وخت کښی د داریوش هخامنشي دعصر اوزمانې یوه علمي او ادبي ژبه وه او تر ننه پورې ژوندۍ او زمونږ د ګران هیواد افغانستان په حغرافیه کښی ښاغلي پشایان ورباندی خبرې

 کوي !!!؟؟؟

په درنښت او درناوي

دنمارک اتم نوامبر ۲۰۲۲

ماڼو احمدجان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.