د اوبو څښلو (۵) ناسمې طریقې

736

د انسان په بدن کې تر شپېته سلنه زیاتې اوبه دي. اوبه د انسان په روغتیا کې مهم رول لري؛ خو که ناسمې وڅښل شي، ډېرې ناروغۍ زېږوي. لکه د هاضمې خرابوالی، د بندونو درد، د پوستکي ناروغۍ، د وېښتانو تویېدل، د پښتورګو او زړه ناروغۍ او داسې نور.
د یادونې وړ ده چې نن سبا (۹۹)سلنه وګړي په ناسمه بڼه اوبه څښي او د ګټې پر ځای ورته لنډ مهاله او اوږد مهاله زیان رسوي. سمه ده چې اوبه څښل د انسان اړتیا ده؛ خو د دې مانا دا نه ده چې موږ هر کله وغواړو، هر څنګه وغواړو او هر څومره وغواړو، هومره اوبه وڅښو. په دې لیکنه کې دې باندې غږېږو چې څومره اوبه، څرنګه او کله وڅښو. لومړی د اوبو څښلو پر هغو (۵) ناسمو طریقو باندې غږېږو چې نن سبا یې خلک کاروي.

١_ تر ډوډۍ مخکې او وروسته سمدلاسه اوبه څښل: زیاتره کسان عادت لري، همدا چې ډوډۍ بس کړي، اوبه په سر واړوي، دا طریقه سمه نه ده. کله چې موږ ډوډۍ خورو د بدن د تودوخې درجه مو لوړېږي، تر څو هضم په سمه توګه ترسره شي؛ خو تر ډوډۍ وروسته سمدستي چې اوبه وڅښو، ګډوډي رامنځته کېږي او هضم په سمه توګه صورت نه نیسي. پایله یې دا شي چې قبضیت، د نس غراری، باد او نورې ستونزې رابرسېرېږي. باید چې تر خوړو وروسته سمدستي اوبه ونه څښل شي.

٢_ اوبه په تېزۍ سره څښل: نن سبا زیاتره وګړي په بېړه کې وي او ګوټ ګوټ ګوټ سره یو-دوه ګیلاسه اوبه تر ستوني تېرې کړي. اوبه باید په ارامه وڅښل شي، تر څو د خولې لاړې له اوبو سره یو ځای شي او معدې ته ښکته شي. د خولې لاړې په هضم کې لوی لاس لري. که اوبه تېزې وڅښو، لاړې له اوبو سره نه یوځای کېږي او په نس کې د بادونو ستونزه رازېږي. ډاکټران لا حتا وایي چې اوبو باندې هم شخوند ووهئ؛ تر څو لاړې او اوبه سره میکس شي او معدې ته ښکته شي.

٣_ ډېرې یخې اوبه څښل: زیاتره کسان چې ستړي کور ته راشي، د یخچال دروازه خلاصه کړي او یخې اوبه په سر واړوي، دا کار سم نه دی. یخې اوبه مو د ستوني پر خرابولي سربېره هضم ته هم زیان رسوي. دغه راز د یخو اوبو له کبله په هډوکو کې د بندونو درد هم راټوکېږي او د زړه حرکت هم کراروي. ښه طریقه دا ده چې تاسو په اوړي کې د یخچال اوبه نه، بلکې د منګي اوبه وڅښئ. ځکه چې د منګي اوبه طبیعي یخې وي، زیان نه رسوي او د یخچال اوبه مصنوعي یخې وي، زیان رسوي.

٤_ خورا ډېرې اوبه څښل: لیدلي به مو وي چې ځينې کسان که تږي هم نه وي، ټوله ورځ اوبه څښي. ښایي چا ورته ویلي وي چې څومره ډېرې اوبه وڅښل شي، هومره ګټه کوي. دا سمه ده چې ډېرې اوبه ګټه رسوي؛ خو د دې مانا دا نه ده چې ټوله ورځ کېنئ اوبه وڅښئ. زیاتې اوبه حجرات اغېزمنوي او که خدای مه کړه د ماغزو حجرات یې اغېزمن کړل، ناوړو پایلو سره به مخ شئ. ښه طریقه دا ده چې څومره تږي یاست، هومره اوبه وڅښئ.

څنګه پوه شو چې د بدن اوبه مو کمې دي؟ که د بدن مایعات مو کم وي، دې نښو نښانو سره به مخ شي؛ د تشو متیازو زېړوالی، د شونډو وچوالی، د پوستکي خړوالی، سستوالی او ژر ژر تنفس کول.

٥_ په ولاړه اوبه څښل: په دې ټکنالوژیکه بوخته نړۍ کې نن سبا خلک دومره وخت نه مومي چې اوبو څښلو ته کېني. په ولاړه خو لا څه چې ځينو د منډې په حال کې بوتل پر شونډو ایښی وي، اوبه څښي. کله چې موږ په ولاړه اوبه څښو، پښتورګي مو په سمه توګه اوبه نه شي چاڼولی. بدن کې د اوبو تصفیه، چاڼ یا فلټر که په سمه بڼه ونه شي، لسګونه ناروغۍ زېږي. په ولاړه اوبه څښل د بدن په مایعاتو کې ناانډولي راپيدا کوي چې له کبله یې د هډوکو په درد اخته کېدای شئ. څومره چې کولای شئ، په ارامه، په ناسته او مناسبه اندازه اوبه وڅښئ.

دا هغه تېروتنې وې چې زیاتره کسان یې د اوبو څښلو پر مهال په شعوري یا ناشعوري توګه ترسره کوي. اوس به دې باندې وغږېږو چې اوبه کله، څومره، او څه ډول وڅښو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.