د فدرالیزم نوې ډنډورې ته يوه لنډه کتنه

غرزی لایق

534

د فدرالیزم شبحې، چې د تجزیه‌غوښتونکو د واهي افکارو د پاسه سرگردانه تاوېږي راتاوېږي، په دې وروستېو کې تر ښاغلي سرور دانش او هان د فرانکفورت د مدرسې د مریدانو تر حلقې پورې هم ځان رسولی دی. داسې ښکاري چې د پاشېدلي «جمهوریت» ټېکه‌داران او د نوموړي «جمهوریت» د اساسي قانون «نوښتگران»، جوړونکي او لاسلیک‌کوونکي هم د «جمهوریت» له ړنگېدو وروسته، د خپلې سیاسي او فردي راتلونکې او سرنوشت له ډاره د تخیلي فدرالیزم کندې ته ورډوبېدونکي دي.

فدرالیزم، کنفدرالیزم او ټول هغه ناروا «ایزمونه» چې د هغې د طرحې تر پردې لاندې د افغانستان سیاسي جوړښت په نښه کېږي، د «جمهوریتي» او افغاني «سیاسیونو» په چاپېریال کې تر ډېره بریده غولوونکې او انحرافي بنه او محتوا لري. د هیواد په تاریخ کې، کله چې د لومړي ځل له‌پاره د افغانستان د خلک ډموکراتیک گوند له نس څخه د «ستم ملي» او بیا د فدرال ناجایزه ماشوم وزېږېده او بیا په ورستي شل‌کلن «جمهوریت» کې د افغانستان له‌پاره د فدرالیزم د بی‌بنیاده «فلسفې» تر خیرنې پردې لاندې د بیلتون‌غوښتنې او تجزیې موخې او نیتونه ښکاره او بربنډ شول، د فدرالیزم په هکله په بحثونو او مشاجرو باندې د بې‌باورۍ او تردید سیوری خپور شو.

جالبه دا ده، اوس پس له دې چې د طالب واک‌داري پر افغانستان باندې مستقره شوې او د امارت په دولتي جوړښت کې د پخواني «جمهوریت» او «نظام» څخه میرات‌شویو «سیاسیونو» ته ونډه نه ورکوي، د فدرالیزم بازار او دکان‌داري توده شوې او د «جمهوریت» هر منحرف، وطن‌پلورونکي، مفسد او فراري، په بهر کې له خپل سوري څخه بیا سر راایستلی او د افغانستان له‌پاره بیا غلطو او پردیو نسخو او فورمولونو ته لاس اچوي. اوس‌مهال د ړنگ‌شوي «جمهوریت» او «نظام» ځینې پېژندل شوې څېرې هم د فدرالیزم په ویروس اخته شوي او د فدرالیزم بغارې وهي.

هماغسې چې فدرالي تیزس‌ماران د فدرالیزم پخوانی زوړشوی تیزس د افغانستان د یووالې د تخریب، کرکې او تجزیې په موخه وړاندې کوي، پر فدرالیزم باندې نني «جمهوریتي» عاشقان هم د هغوی په پلونو باندې پل ږدي. د دوی د فدرالیزم او د «هغوی» د فدرالیزم تر مینځ هیڅ اصولي توپیر نشته دی. دا په دې معنی چې:

یو،
فدرالیزم د افغانستان د کشالو د حل په هدف نه، بلکې واک ته د رسېدو په مقصد د څو مشخصو افرادو او څېرو او جوړښتونو په موخه مطرح کېږي؛

دوهم،
د فدرالیزم «فلسفه» او نسخه د افغانستان له پاره بهرنۍ بڼه لري او د ځینو گاونډيو هیوادونو د گټو پر بنیاد ورته افغاني جامه گنډل‌ شوې او افغاني بازار ته د افغاني دکان‌دارانو په مرسته وړاندې کېږي؛

دریم،
د فدرالیزم شبحه له اوله او بیا تر ننه پورې په ډېره بی‌شرمه، لوڅه او بربنډه پښتني‌ضد څېره او هویت ډگر ته راوتلی او د افغانستان د پښتنو سره په سیالۍ کې يې هان د هیواد د تجزیې تر پولې هم ځان رسولی دی؛

څلورم،
هغه فدرالي نانځکه چې پخواني او اوسني ښاغلي د هغه په سېنگارولو بوخت او پر رښتونوالي یې ټینگار کوي، د افغانستان د خلکو پر پېچلي قومي او اتنیکي ځانگړتیاوو باندې يې جعلي حساب پرانیستی او د پښتنو په مقابل کې د غېرپښتنو قومونو د کرکې او دښمنۍ لامل گرځي.

د افغانستان له پاره هر هغه سیاسي جوړښت او سیاسي طرحې چې بڼسټ یې د پښتون قوم او یا د نورو قومونو د حذفولو او تضعیفولو په موخه مهندسي شوی وي، لکه «جمهوریت»، «امارت»، «خلافت»، فدرالیزم، کنفدرالیزم، غیر متمرکز دولت، نور او نور او نور، غیر عملي او د افغانستان سلامتیا او یووالی ته ستر گواښ دی. افغانستان په اوسنيو شرایطو کې یو پیاوړي او غښتلي مرکزي دولت ته اړتيا لري چې د هغه په چوکاټ کې د افغانستان ټول قومونه او قبیلې خپل حضور او ونډه احساس او اعمال کړي!

امریکا-ویرجینیا
د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر ۱۳ نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.