اوبه مو روغ او ځوان ساتي

0 1,059

اوبه هغه ماده ده چې په بدن کې مړه شوي سلولونه بیا را ژوندي کوي او د پوستکي ګونځې له منځه وړي. روغتیاپالان وایي اوبه په ښکلا کې مهمه ونډه لري، ځکه د پوستکي د وچوالي مخه نیسي او د سترګو د شاوخوا ګونځې له منځه وړي.

ژوند پر اوبو ولاړ دی، د ځمکې له څلورو برخو، درې برخې يې اوبه دي، دا چې اوبه کوم مرکب دی او له څه شي جوړې شوې دي، پرې خبرې نه کوو، بلکې یوازې ګټې مو یې را سپړلې دي.

کولای شئ اوبه یوازې وڅښئ او یا یې هم له نور خوړو سره ګډې کړئ او ګټه ترې واخلئ، که اوبه له نورو خوراکي موادو سره ګډې شي وېټامینونه په اسانۍ سره د بدن ټولو برخو ته جذبېدای شي.

د اوبو کچه په ټولو خوراکي توکيو کې توپیر کوي، مثلاً خالصې شیدې ۸۷ سلنه اوبه لري، هګۍ ۷۴ سلنه، غوښه ۷۰ سلنه، مېوې ۸۵ سلنه او وچه ډوډۍ ۴۰ سلنه اوبه لري.

د انسان بدن ۵۵،۷۵ سلنه له اوبو جوړ شوی، د دې لپاره چې د ژېړي له ناروغې په امن کې ياست، ښه ده چې ډېرې اوبه وڅښئ، اوبه کېدای شي په بدن کې مړه سلولونه له سره ورغوي او د پوستکي ګونځې له منځه یوسي.

که غواړئ ښکلی او روڼ پوستکی او ښکلې څېره ولرئ، د ورځې لږ تر لږه اته ګيلاسه اوبه څښئ، خو یو څه ته مو باید پام وي چې معتدلې اوبه وڅښئ، د زیاتو یخو اوبو څښل مو ځيګر غوړوي، دغه راز د ډېرو یخو اوبو څښل د جنسي کمزوري او عصابو د ناارامي سبب کېږي.

د شپې له خوا او یا هم په تشه معده د زیاتو اوبو څښل د بدن لپاره زیان لري، ځکه که په تشه معده زیاتې اوبه وڅښل شي سردرد او د معدې ستونزې هم ترې پيدا کېږي.

ښه لاره یې دا ده چې له ورزش مخکې او د ورزش پر وخت منظمي اوبه وڅښئ، ځکه د فزیکي فعالیت پر وخت ستاسې بدن اوبو ته اړتیا پیدا کوي او هر څه هغه وخت ګټور تمامېږي چې اړتیا ورته پیدا شي. يوه ضرور يادونه دا هم ده چې «د اوبو د څښلو پر مهال کېنئ او که زیات ستړي شوي ياست اوبه فوراً مه څښئ، ځکه د جل وهلو خطر ورسره تړلی دی.»

ډېر کسان په دې اند هم دي چې کله هوا ګرمه وي، فزیکي فعالیت کوئ او یا هم د تندې احساس وکړئ، باید اوبه وڅښئ چې دغه کار سم نه دی. د ورځې په اوږدو کې باید په منظم ډول اوبه وڅښل شي تر څو مو په بډوډو کې د ډبرو د جوړښت او د هاضمې په سیسټم کې د ګڼ‌شمېر ستونزو چې له هغې جملې لویه ستونزه یې قبضیت دی، مخه نیولې وي.

که معدني اوبه نه وي کوښښ وکړئ د ويالو او چينو اوبه جوش کړئ، له سړولو وروسته يې څښئ، ځکه هغه اندازه ميکروبونه چې په اوبو کې وي، هغه د جوش په وسېله له منځه ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply