د پاکستان پرځول شوی مخکینی لومړی وزیر عمرانخان وايي چې نوموړی له دې وروسته د خپل حکومت پرځېدو کې امریکا نه تورنوي.
عمران خان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي له دې وړاندې هرې غونډې او مرکه کې د وینا پر مهال په امریکا تور لګاوه چې د حکومت په پرځېدو کې یې لاس درلود.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د لړم ۲۴مه راپور ورکړی چې عمران خان له یوې بریټانیوۍ رسنۍ سره په مرکه کې د ده له لوري پر امریکا له لګول شویو تورونو په شاه شو او ویلي یې دي چې دا خبرې اوس شا ته پاتې دي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې عمران خان ویلي: «دا خبره اوس ختمه شوه او شا ته پاتې ده.»
د رسنیو د راپورونو له مخې، د عمران خان دغو څرګندونو پاکستان کې د نوموړي مخالفان حیران کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیرې مریم اورنګزېب د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر امریکا د نوموړي تورونو پاکستان ته زیان رسولی دی.
په همدې حال کې یوشمېر پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې هم ویلي چې له خپلو تورونو د عمران خان په شاکېدل، ښايي د نوموړي له لوري یوه بله لوبه پیلېدونکي وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.