نهه نویمه قاعده

حامد افغان

737

پاچا له خپل وزیر نه پوښتنه وکړه چې ولې زما دا غلام زما نه نېکمرغه ژوند لري؟ هغه هیڅ نه لري، خو هر وخت یې خوله له خندا ډکه او خوشاله یي او زه پاچا یم، هر څه لرم، خو بیا مې هم اکثره وختونه طبیعت خراب او مټکور یي!

وزیر ورته وویل: پاچا صیب د {99} په قاعده یې وازمویه، چې پته یې ولګیږي، پاچا ورته وویل: د {99} قاعده څه مطلب؟! وزیر ورته وویل: 99 دیناره په یوه کڅوړه کې واچوه، د غلام د کور په دروازه کې یې ورته کېږده، په کڅوړه ورته ولیکه چې دا 100 دیناره د پاچا له خوا تا ته ډالۍ دي! څوک چې دا کڅوړه ورته کیږدي، بیا دې دروازه وروټکوي او ورته متوجه دې شي چې غلام څه کوي.

پاچا هماغسې وکړل چې وزیر ورته وویل، غلام کڅوړه ورواخیستله، دینارونه یې وشمېرل او هغه 99 وو! چروت یې وواهه چې دا یو دینار بهر لاره کې چرته لویدلی دی، نو دی او کورنۍ ټول په هغه ورک دینار پسې ووتل، لاره یې پل په پل وپلټله، دینار وویل چې ته ما پیدا کوې؟! غلام او کوروال یې تول تر سهاره وګرځیدل خو دینار تری تم شو، غلام پخوا ډېر ارام او عاجز سړی و، خو دلته د دینار ورکیدا بدل کړ او خپلو کوروالو ته سخت غوسه شو چې دینار ولې نه شئ پیدا کولئ؟!

سبا غلام په بد حالت کې د پاچا خدمت ته حاضر شو، ټوله شپه یې بېخوبه تېره کړې وه، دینار ورک شوی و، کوروال یې ټول خپه کړي وو، تروش تندی یې نیولی و، طبیعت یې خراب و، پر شونډو یې په دوربین کې هم د موسکا څرک نه لګیده! د غلام دا حالت چې پاچا ولید پوه شو چې د {99} قاعده څه معنا؟!

د {99} قاعدې ارموخه دا ده چې موږ د الله تعالی 99 راکړي نعمتونه هېروو او په یوه ورک نعمت پسې مو بد حالت جوړ کړی یي او ژاړو! لکه غلام چې کڅوړه کې پراته 99 دیناره هېر کړل، په هغو یې د الله شکر ونه ایست او نه یې خوشالي پرې وکړه، خو په هغه یوه ورک دینار پسې یې شپه رڼه کړه! موږ عموماً همدا د غلام په څېر تعامل او چلند لرو، بناءً د الله له 99 نعمتونو باید خوند واخلو، شکرونه پرې وباسو او له الله تعالی نه د هغه نور پرېمانه نعمتونه وغواړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.