عمران خان: زما نيول نه، بلکې زما تښتول او وژل یې هدف دی

502
7 ساعتونه مخکې

عمران خان وايي چې د پوليسو «اصلي موخه» د هغه نيول نه، بلکې «تښتول او يا قتل» ده. د دې پخواني لومړي وزير د نيولو هڅې لا رواني دي او نوموړي پر خپلو پلويانو د حکومت پر ضد د مبارزې د دوام غږ کړی دی.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او د پخواني لومړي وزير د نيولو هڅې نن، چهار شنبه هم دوام لري او د پوليسو ترڅنګ ګڼ شمیر رينجر يا ملېشه هم زمان پارک سيمې ته رسېدلې ده.

خو د پاکستان د انديپنډينټ ورځپاڼې په حواله د پنجاب حکومت ويلي دي چې دمګړۍ یې پوليس له سيمې بيرته ور غوښتي دي.

عمران خان په يوه تويت کې وويل چې د پولیسو اصلي موخه دا ده چې هغه وتښتول او يا هم ووژل شي.

عمران وويل: «د نيولو ادعا په څرګنده توګه يوه ډرامه ده ځکه اصلي موخه یې زما نيول او يا قتلول دي. تر اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو پاشلو وروسته اوس دوی نیغ په نیغه په فایرونو پېل کړی دی. ما پرون ماښام د ضمانت سند لاسليک کړ خو د پولیسو لوړ پوړي مشر هغه رد کړ. اوس د دوی پر ناسم نيت هيڅ شک نور نه لرو.»

بل لوري ته د اسلام آباد د پوليسو سيمه ایز علمياتي مشر (ډي آی جي) شهزاد بخاري وويل چې د عمران خان د نيولو امر اوس هم د اجرا وړ دی. د توشه خانې د قضیې په ترڅ کې محکمې ته د نه حاضريدو له کبله د اسلام آباد يوې محکمې پرون يو ځل بيا د هغه د نیولو امر کړی دی.

په دې منځ کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شويو ويډيوګانو کې د هغو کارتوسو خالي قولې ليدل کيږي چې احتمالاً پوليسو فاير کړي دي. په ځينو ويديوګانو کې د عمران خان پر کور فايرونه هم ليدل کيږي.

د عمران خان د کور دباندې د نوموړي د پلويان او پوليسو ترمنځ اخ و ډب هم شوی. په دې ترڅ کې د مظاهرو لړۍ اسلام آباد، پېښور، کراچۍ او د راولپنډۍ په ګډون يو شمير نورو مهمو ښارونو ته هم غځیدلې ده. د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر پر خپلو پلویانو د حکومت پر ضد خپلې مبارزې ته د دوام ورکولو غږ کړی دی.

د عمران خان ويډيويي پېغام

عمران خان د چهار شنبې په ورځ د سهار پر څلورو بجو په خپاره شوي يوه پېغام کې وويل چې «زموږ پر خلکو د پوليسو له خوا ترسره شوی بريد هیڅ ساری نه لري. څه وجه ده چې پر دومره لږو خلکو داسې بريد وکړي او زيان ورته ورسوي؟ اوښکې بهوونکی ګاز، د اوبو پاشل او فايرونه یې [زما] د کور تر منځه وکړل، دلته زما خدمه او ښځې وې.»

هغه ويلي دي: «هیڅ نه پوهيږم چې کله زما ضمانت تر ۱۸مې نېټې پورې وو او دوی پوهېدل چې زه ولې د اسلام آباد اف ۸ محکمې ته نه ځم. هلته دوه ځلي ترهګريز بريدونه شوي او هلته وکیلان او قاضيان شهيدان شوي دي. زه هلته د امنيتي دلایلو له کبله نه ځم او دوی په دې پوهيږي.»

پخواني لومړي وزير تور ولګاو چې په لندن کې د رامنځته شوي تړون پر اساس د هغه د نيول کيدو هڅه کيږي.

هغه وويل: «د لندن پلان په منظمه توګه لاسليک شوی دی چې عمران خان به زنداني کيږي، تحريک انصاف به نړول کیږي او د نواز شريف ټولې دوسیې به لغوه کيږي. نواز شريف ته د دې ډاډ ورکړل شوی دی. زما نیول د لندن د پلان برخه ده او له قانون سره هیڅ تړاو نه لري او نه هم ما کوم جرم کړی دی. د دې علت يوازې بدنيتي ده.»

تر دې دمخه له بريتانيا يوې خبري شبکې سره په مرکه کې عمران خان ويلي ول: «زه چمتو يم زندان ته ولاړ شم، زندان ته تګ به ما او يا زما سياست ته کوم زيان ونه رسوي. زما له نیول کیدو سره هغه ژمنې پر ځای کیږي چې له نواز شريف سره شوې دي. نواز شريف پخپله دوه ځلي له ويرې هيواد پريښی دی.»

د روغتون د سرچينو په حواله د پوليسو او عمران خان د پلويانو ترمنځ اخ و ډب کې ۶۴ کسان ټپيان شوي دي.
د روغتون د سرچينو په حواله د پوليسو او عمران خان د پلويانو ترمنځ اخ و ډب کې ۶۴ کسان ټپيان شوي دي.انځور: Arif Ali/AFP

عمران خان وويل چې «يوه کمېټه مو جوړه کړې ده چې زما د نيول کیدو په صورت کې د ګوند چارې پر مخ يوسي.»

کله چې له پخواني لومړي وزير وپوښتل شول چې په تکراري ډول په سياست کې د اسټيبلشمنت يا ادارو د نقش خبره کوي، خو هغه به د حکومت د ترلاسه کولو په صورت کې د دغه مداخلې د مخنيوي له پاره څه کوي؟ عمران خان یې په ځواب کې وويل چې دی په دې آند دی چې هيواد په يوه دلدل کې نښتی دی او تر کومه وخته پورې چې په دې هيواد کې طبقاتي قانون موجود وي او مساوي قانون نه وي حاکم شوی تر هغه وخته دا امکان نه لري.

د روغتون د سرچينو په حواله د پوليسو او عمران خان د پلويانو ترمنځ اخ و ډب کې ۶۴ کسان ټپيان شوي دي. وضعيت ته په کتلو سره اعلان شوی دی چې ځيني ښوونځي او پوهنتونونه لا هم تړلي پاته شي.

دویچه ویله

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.