د مني په را رسیدو سره د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لکه غزني، کندهار، پکتیکا، زابل او د افغانستان په ځینو نورو سړو میشتو ولایتو کې د لاندي د کولو موسم رارسیدلی .
لاندی هغه وچي شوې غوښې ته وایي چې د ژمې لپاره د څربه شوي پسونو په حلالیدو سره ځب ځب کیږي او په تنابونو یا رسیو باندي ځوړنده وچیږي او لاندي ترې جوړیږي او د ژمي په واورین او ساړه موسم کې ترې خواړه پخیږي او په تېره بیا د غزني ولایت خلک لاندی په بیلا بیلو شکلو پخوي چې مشهور ډول او زیاته کارونه یې لاندي پلاو ده.
لاندی له پیړیو راهیسته په افغانستان کې رواج لري, او د ژمې لپاره د خوړو تیاری دی نه یواځي د خوړو لپاره بلکې د لاندي ورځ یوه د میلې او د خپلوانو او واده شویو خورلڼو د راټولیدو او لیدني ورځ هم ده چې زیاتره خلک د لاندي په کیدو سره خپل خپلوان هم د ډوډۍ لپاره دعوت کوي.
او د ژمې په راتګ سره دا د هغو زحمت کشه شپنو او غریبو خلکو لپاره یو ښه زیری او ګټه هم ده چې د اولاد لپاره د یوې مړۍ ډوډۍپه لټه کې وي او بشپړ کال یې په پسونو خرچه کړې وي او پسونه یې څربه کړي وي او د ژمې د نورو خوړو لپاره پیسې او د پسونو لپاره بازار لټوي.
دا ځکه چې میزان,عقرب,او قوس, میاشتي څربه شوي پسونو د لاندي په نوم ښه ګرم بازار لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.