د فوتبال نړیوال جام کې نن درې لوبې تر سره کیږي

685

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

بېګاه د یاد جام په پرانېستله لوبه کې کوربه قطر په خپله لومړۍ سیالي کې له ایکوادور لوبډلې دوه-صفر ماته وخوړله.

د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به له «بي‌» ګروپ څخه د اسیا پیاوړې فوټبال لوبډله ایران له انګلستان سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۵:۳۰ بجې پیل شي.

د فوټبال نړیوال جام له «اې» ګروپ څخه د نن شپې په دویمه لوبه کې بیا نیدرلنډ د افریقا له سینیګال لوبډلې سره مخ ده. یاده لوبه به نن شپه ۸:۳۰ بجې پیل شي.

په ورته مهال له «بي»ګروپ څخه د نن شپې په درېیمه لوبه کې ۱۱:۳۰ بجې به امریکا له ویلز لوبډلې سره خپل بخت وازمايي.

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ پرون شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼ‌شمېر مینه‌وال هم ورغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.