چپاټي یا پاستي پخول، د افغان ښځو او نجونو تر هر څه یو موهیم کسب او هنر ګرځیدلی چې اکثره نجوني او ښځي یې لري او زده کوي.
دا کسب د کورنۍ د مشرانو ښځو لخوا نوې کورني کارو ته لویدلو نجونو ته ور زدکوي چې ډوډۍ پخول تر هرڅه ورته اړین او د راتلونکي ژوند لپاره امادګي ده.
چپاټي یا پاستي یو رنګ د غنمو ډوډۍ پخولو ته وایی چې په تناره سره پخیږي.
چپاټي ته د شپې لخوا اوړه لمدیږي او د سهار راتلو سره په تنور کې اور بلیږي, مخکې د, دې چې اور ساپ او یا پای ومومې پېړې یا زغالې جوړیږي, او د ښځو په اصتلاح زغالې ولیږي , تر څو زغالې غاز یا ساء واچوي او د اور د ساپیدا او زغالو د ساء لویدو سره زغاله په شکرۍ کې پیصله یا نرۍ کیږي د لاس په څلورو ګوتو سره او ورسته د رپیدې په مخ تنور ته وهل کیږي, ترڅو د څوثانیو په تیریدو سره یو چپاټي پوخ شي.
د افغانو کورنیو شمیر اکثره ګڼ وي چې چپاټي پخونکې ښځه یا پېغله کم تر کمه هر سهار دیرش یا څلویښت چپاټي د دریو وختو خوړو ته پخوي یا تیاروي.
د چپاټي زدکول یا پخول زیاتره په کلیوالو سیمو کې تر هرڅه اړین ګڼل کیږي.
او هیره دي نه وي چې زیاتره د رویباري لپاره راغلې ښځي د پېغلي نجلۍ لیاقت په چپاټي پخولو کې معلوموي، او چپاټي پخونکې پېغله یوه کسب ګره پېغله ده چې هیڅوک هم نه غواړي چې د چپاټي د کسب نه محرومه پېغله کورته راولي دا ځکه چې د کلیوالو خلکو د چپاټي پخول د کور یو لوی ضرورت ده.
او د دې تر څنګ په پښتو ادب ځینو شعرونو او په خاصه توګه لنډیو کې هم ورته ځای ورکړل شوی او نه دي هیر کړل شوې, او ترې یادونه شوې, لکه داسي .
په تناره ولاړې پېغلې
ډوډۍ دي نه خورم د دیدن وږی دي یمه
په ځواب سره ورته ویل کیږي.
ستا د دیدن خاطر که نه وی
ډوډۍ مې سوځي مور مې شنه په لښتو کړمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.