د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو تر منځ نن دویمه یوه ورځنۍ لوبه ده

1,196

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې له لومړۍ بریا وروسته نن د یادې لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

افغانستان له سریلانکا سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبډلې دوه او سریلانکا درې ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

د نن ورځې په لوبه کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په ښه دریځ کې وي او د سریلانکا پر وړاندې په دویمې بریا سره به وکولای چې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره خپل مزل نور هم رالنډ کړي.

د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د هند په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو یا د سوپر لیګ په جدول کې اووم ځای لري.

افغانستان تراوسه په دغه لیګ کې ۱۳ لوبې کړي چې ۱۱ یې ګټلي، دوه یې بایللي او په ۱۱۰ امتیازونو سره له پاکستان وروسته اووم ځای کې دی.

د سوپر لیګ د جدول په لومړي ځای کې هند او ورپسې انګلستان دویم ځای لري.

افغانستان په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې هېڅ ماته نه ده خوړلې او سریلانکا بیا وروستیو پنځو سیالیو کې دوه بایللي او درې یې ګټلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.