افغاني محصولاتو په هند کې د سرو زرو مډال وګاټه

618

افغاني محصولاتو په هند کې د سرو زرو ایوارډ وګاټه.

۰۷-لیندۍ-۱۴۰۱ نوی ډهلی
د هند د سوداګریزې ودې ادارې لخوا جوړ شوی کلنی سوداګریز نندارتون چې د هند د بېلابیلو ایالاتونو او د نړۍ د ۱۷ هېوادونو تولیدات او محصولات پکې نندارې، سوداګریزو معاملاتو او خرڅلاو له پاره وړاندې شوي وه، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید. دغه ستر سوداګریز نندارتون سږ کال د کوچني هند په نوم هم ونومول شو، و چې د کورنا له محدودیتونو وروسته په لومړي ځل د هند په میلیونونو وګړي د دې ستر نندارتون څخه لیدنه وکړه. سږکال دغه نندارتون په شاوخوا یونیم لکه میتر مربع ساحه کې تنظیم شوی وو چې د نړۍ په کچه یو له سترو نندارتونونو څخه شمیر کیږي.
په هند کې د افغانستان لوی سفارت په هڅو سره سږ کال هم په دې نندارتون کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارې له پاره زمینه برابره شوې وه. سږ کال افغانستان د وچې میوې بیلابیل ډولونه، غالۍ، زغفران، شات، د مرمر له تیږو جوړ شوي تولیدات، لاسي جوړ شوي توکي او افغاني خواږه په شاوخوا ۲۲ لویو او کوچنیو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.
د نومبر۲۸مه یکشنبه د یاد نندارتون اخیرنۍ ورځ وه، په دې مراسمو کې د ارزونې کمیتې چې د هند د پوهنتون استادان، سوداګر، د رسنیو استازي او نور پکې شامل وو خپل راپور وړاندې کړ. دوی د نندارتون د ۱۵ ورځو په جریان کې د افغانستان تولیدات سوچه او د ډیرې توجه وړ ارزیابي کړي وه، چې په دې توګه یې په نړیواله ګتګورۍ کې لومړی مقام یعنې د سروزرو اېوارډ ورکړ.
د کمیټې د معیارونو له مخکې باکیفیته او سوچه تولید، د هټیوالو چلند، د نندارچیانو د پاملرنې جذب، ښه خرڅلاوو او سوداګریزې معاملې او بلاخره د غرفو ښه ډیزاین او د نظم مراعت کول هغه څه وو چې د افغانستان حضور یې لومړي مقام ته پورته کړ.
په هند کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلي فرید ماموندزي د هند له حکومت، خلکو او سوداګریزې ټولنې څخه مننه وکړه چې افغاني تولیداتو ته یې د نندارې او د هند لوی مارکېټ ته درسیدو زمینه برابره کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د هند له کرنیزو او تولیدي امکاناتو څخه په ګټه اخیستو سره به د افغاني تولیداتو له پاره د هند له لارې د نړۍ مارکیټونو ته د وصل زمینه برابره کړي.
د یادنې وړ ده چې سږ کال د نندارتون پر مهال د بیلابیلو افغاني تولیداتو او محصولاتو د خرڅلاو ترڅنګ د وچې میوې، زغفرانو او غالیو د صادراتو په برخه کې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو معاملاتو زمینه هم برابره شوه.
په هند کې د افغانستان لوی سفیر د سفارت مربوطه برخې ته لارښوونه وکړه چې د نندارتون له تجربو څخه په استفاده د هند نورو دې ډول فرصتونو ته توجه وکړي او د افغاني تولیداتو له پاره د مارکېټ په پیدا کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.