د سروې د ځوابونو کچه یا‌ اندازه/۲

عزت الله ادیب

499

دوهمه برخه

د سروې د ځوابونو کچه یا‌ اندازه

هر څومره چې د ځوابونو اندازه لوړه وي، هماغومره د سروې د اعتماد او باور کچه لوړه وي. د محصلینو او هغه څيړونکو لپاره چې کمه تجربه ولري، غوره دا ده چې د سروې هدف او نمونه کوچنی انتخاب کړي خو د ځوابونو اندازه لوړه تر لاسه کړي، یانې کوشش وکړي چې اکثر ځواب ویونکي په سروې کې برخه واخلي او هر سوال ته ځواب ورکړي. کله محصلین په خپله خوښه یا د بل چا په مشوره نمونه او د سروې اندازه لویه انتخاب کړي خو د ځوابونو کچه یې ډيره ضعیفه وي، نو د سروې یا د تحقیق له پایلو څخه تر لاسه شوې نتیجه د کم اعتماد او باور وړ وي. ددې تر شاه یو تخنیکي او احصایئوي دلیل پروت دی هغه دا چې، کوچنۍ نمونه په عمومي توګه د سټنډرد تخطي اندازه زیاتوي، او د ځواب کمه کچه د خطا او یو اړخیز قضاوت یا فکر سبب کیدای شي.

کله د یوې سروې څخه وروسته تعقیبي سروې تر سره کیږي تر څو پایلې په پرتله‌ایز ډول تحلیل کړل شي، په دې حالت کې باید ډيرکوشش وشي چې یو ډول میتودولوژي وکارول شي، یو اندازه نمونه انتخاب شي، سروې په عین جغرافیایي موقعیت کې تر سره شي، د یو ډول با تجربه کسانو لخوا په لاره واچول شي او هیڅکله د سروې په میتود او میتودولوژي کې دومره تغیرات رانه وړل شي چې سروې د مقایسوي تحلیل وړتیا له لاسه ورکړي.

نوټ: د تعقیبي سروې او یا نظارت په برخه کې دوه حالته وي، اول: سروې له عین ځواب ویونکو سره تر سره کیږي، او دوهم: د لومړی ځل او دوهم یانې تعقیبي سروې ځواب ویونکي بیل او جدا وي. ددې دواړو حالتو لپاره د تحلیل بیل او جدا فورمول کارول کیږي چې څیړونکی یا د ډاټا تحلیل کونکی باید پرې پوه شي او د تحلیل پر مهال هیڅکله دا حالت له یاده ونه باسي. که چیرته تاسو د کوم چا ډاټا یا ارقام تحلیلوی نو لازمه ده چې د سروې د میتودلوژي په نظر کې نیولو سره د تحلیل مناسب فورمول او طریقه ورته غوره او وکاروی.
څو کاله پخوا موږ په افغانستان کې یوه ملي سروې،  چې هر دوه کاله بعد به مسلسل تر سره کیدله، ترسره کوله ، د تحلیل پر مهال به متوجه کیدلم چې د ځواب ویونکو اندازه به له یو وخت څخه بل وخت ته ښه وه، خو یو ځل داسې وشو چې د ځوابونو کچه د توقع خلاف ټیټه وه. کله چې مې له ځان سره د علت موندلو په اړه چرت وواهه، نو پوه شولم چې هغه ځل مو تازه سروې کونکي ګمارلي وو چې د ساحوي کار تجربه یې تر نورو هغو کمه وه، نو دې پایلې ته ورسیدلم چې د ساحوي کارکونکو تجربه او د سروې له کار سره علاقه د سروې د ځواب پر کچه مستقیم اغیز پریباسي، او د سروې په کار کې شخصي وړتیا خاص ځای لري. سروې کونکی شخص یا هر څیړونکی باید له خپل کار سره علاقه ولري، له ځواب ویونکي سره مسلکي او مهربانه اوسي او هڅه وکړي چې د مرکې پر مهال له مرکه کیدونکي شخص سره ښه اړیکه رامنځته کړي تر څو ځواب ویونکی شخص په ډاډه زړه او پوره صداقت سره ځواب ورکړي. د سروې کتابونو ځینې تخنکي او عملي لارو چارو ته هم اشاره کړې ده چې ځینې وخت ترې ګټه اخییستل کیږي، خو باید دا هیر نشي چې دا ډول تخنیکي او عملي لارې چارې د هر هیواد، موقعیت او حالت سره فرق کوي، او که چیرته عین عملي کړنه له بل ځای څخه کاپي شي نو کیدای شي د ګټې پر ځای یې نقصان ډير وي، او یا ځینې کارونه عملي نه وي.

د سروې دکار د ښه ترسره کیدو په خاطر لازمه ده چې د هر لوري سره اړینه همغږي رامنځته شي او په ځینې حالتونو کې دا ممکنه وي چې له مرکه کیدونکي شخص سره یوه هفته مخکې اړیکه ونیول شي، د څیړنې د هدف، د مرکې د وخت، او د هر څه په اړه مالومات ورسره شریک شي. همدا ډول له مرکه کیدونکي شخص سره د اړیکې شمیره هم شریکه کړی که چیرته هغه سره کومه پوښتنه پیدا کیږي او یا احیانآ نه غواړي چې په سروې کې برخه واخلي. دا کار یوازې د کیفي څيړنو پر مهال ډير ممکن دی خو د کمي سروې پر مهال دومره امکانات نه وي چې ټولو ځواب ویونکو سره دې لا تر وړاندې اړیکه ونیول شي. د سروې په ځینو میتودونو کې د سروې لپاره د کورونو انتخاب له اصلي مرکې څخه تر مخه کیږي چې موبلایزیشن یې بولو، خو دا هغه مهال ممکن دی چې له څیړونکي سره کافي وخت او مالي منابع موجود وي.
ځینې مرکې چې له نیم ساعت څخه ډير وخت اخلي، باید په خورا دقت سره پلان شي او هر څه ته پوره امادګي ونیول شي. له مرکه کیدونکي شخص سره د معرفي پر مهال باید دا خبره واضح شي چې دا مرکه کیدای شي نیم ساعت تر څلویښت دقیقو وخت ونیسي، او له ځینو مرکه کیدونکو سره ان باید په لومړي سر کې وخت تعین شي تر څو څیړونکی پر دې پوه شي چې د مرکې لپاره څومره وخت لري، او که یې وخت کم وي نو کومې پوښتنې باید مطرح شي او یا خو دې پوښتنې داسې وپوښتي چې لنډې او واضح وي. خو که وخت ډير کم وو نو له مرکه کیدونکي شخص سره دې بل وخت وټاکي او یا دې هیڅ مرکه نه ترسره کوي بلکه نوی مرکه کیدونکی شخص دې پیدا کړي.
شخصي تجربه: په کابل کې د مارکیټ د مطالعې لپاره مې باید له تجارانو سره مرکې تر سره کړې وای، یو شرکت ته ورغللم چې تجارتي ریس یې پاکستانی وو، خو له مرکې څخه د انکار په خاطر یې هڅه کوله چې ځان پوه او زموږ کار د وخت ضایع وښایي. ما هڅه وکړه چې له نوموړي شخص سره بحث اوږد کړم او په ضمن کې خپلې پوښتنې هم مطرح کړم، یو وخت د بحث په جریان کې هغه شخص راته وویل چې له دومره بحث نه وروسته اوس مطمین شولم چې دا کار بې ګټې نه دی او مرکه درسره کوم. ما په ځواب کې ورته وویل چې له همکاري مو ډيره زیاته مننه خو ما خپل سوالونه وپوښتل او جواب مې یې هم تر لاسه کړی دی او همدومره بحث او پوښتنه بسنه کوي. ددې شخصي تجربې د شریکولو هدف دا دی چې څیړونکی باید پر خپل کار برلاسی وي، ډاډه او مطمین وي، له خپل کار سره مینه ولري، او د خپلې سوالنامې څخه پوره خبر او مهمې پوښتنې یې پر ذهن کې رسم شوې وي، چې که له داسې حالت سره مخ کیږي نو وکولی شي چې د عادي بحث پر جریان کې هم خپل هدف تر لاسه کړي.

ځینې مرکه کیدونکي داسې وي چې نغواړي له تاسو سره مرکه وکړي، او دا هم نشي درته ویلی چې مرکه نه درسره کوم خو زړه نا زړه لنډ او پرې‌کړي جوابونه درکوي. په داسې حالت کې هڅه وکړی له خپل مهارت څخه په استفادې مکمل ځواب تر لاسه کړی او نوموړی شخص په بحث کې داسې داخل کړی چې ستاسو ټولو پوښتنو ته په پوره شوق ځواب درکړي. هیڅکله مرکه کیدونکي شخص ته د یو طرف په سترګه مه ګوری، بلکه هغه د خپل کار برخه وګرځوی او په مرکه کې یې داسې داخل کړی تر څو ستاسو پوښتنو ته په پوره ډاډ او ریښتونولي ځواب درکړي.

خو که کله کوم چا مرکې ته زړه نه ښه کولو، پوره او په صداقت یې ځواب نه درکولو، بیا نو خپل وخت مه ضایع کوی او مرکه مو لنډه تمامه کړی.

یوه بله مهمه موضوع د مرکې د ځای انتخاب دی، باید کوشش وشي چې له مرکه کیدونکي شخص سره په مشوره داسې ځای غوره شي چې مرکه کیدونکی شخص له کوم مزاحمت او ډار پرته په ارامه فضا کې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. په افغانستان کې ډير وخت مرکه کونکي یا څیړونکي د خلکو کورونو او یا کار ځایونو ته ورځي، نو مهمه دا ده چې د تحقیق او څيړنیز کار اخلاقو سره بلد او پر ځان یې سم عملي کړي. د مثال په ډول، ځینې مرکه کونکي اشخاص د خلکو کور ته په ورتګ سره د مرکې پر مهال د چای او خوړو توقع لري، او ځینې نور یې د مرکه کیدونکي شخص د تشویق په خاطر له هغوی سره دروغینې ژمنې کوي او یا د هغه شخص توقعات لوړوي چې دا کارونه ښکاره بې اخلاقي او ناوړه عمل دی. ځینې بیا د سروې هدف غلط تشریح کوي، او یا په ټولنیزو سروې ګانو کې له خلکو سره ژمنه کوي چې له دې سروې وروسته پر تاسو مرسته ویشل کیږي چې دا کار هم اخلاقي نه دی، په خلکو کې د خپل خوښیږ یا رضاکارانه کارونو فکر کمزوری کوي او په راتلونکې کې د سروې یا مرکو پر کار شک زیاتیږي او د خلکو او څیړونکو تر منځ د همکاري روحیه خرابیږي، نو ځکه بایده ده چې د ځوابونو د کچې د لوړولو په خاطر د سروې او څیړنو اخلاق له پامه ونه غورځول شي.

د مرکې او د مرکې د اصولو په اړه ډيری کتابونه شته چې لوستونکي یې مطالعه کولی شي. او بل د سروې د ځواب اندازه په مخامخ مرکو، تلفوني مرکو او په شخصي مرکو کې فرق لري او هر ډول مرکې یې خپل اصول او تاکتیکونه یا تخنیکونه لري چې د څیړونکو لپاره پرې پوهیدل لازمي دي.

نمونه اخیستنه / نمونه ګیری / سمپلنګ

څیړونکی باید تل زموږ د وطن یو متل په یاد ولري چې وایي، (مشت نمونه خروار). دلته د نمونه اخیستنې هدف دا دی چې له مجموعي یا ټول نفوس څخه په داسې مسلکي او سیستماتیک ډول نمونه انتخاب شي چې د ټول نفوس استازیتوب وکړي او له همدې نمونې څخه تر لاسه شوې پایلې پر ټول نفوس د تعمیم وړ وي. نمونه باید په تصادفي یا ناټاکلې توګه او داسې غوره شي چې د نفوس هر واحد یا هر شخص ته په نمونه کې د انتخاب مساوي او پوره چانس ورکړل شي. د نمونې د انتخاب په برخه کې ځینې ستونزې شته چې لاندې یې تفصیل لیکم، خو پر دې برخه له تخنیکي، او احصائیوي پلوه ځان پوه کول لازم او ضروري دي.

د سروې نفوس لست کول یا مالومول

که اړینه وي چې د نفوس هر واحد ته په سروې کې د ګډون مساوي چانس ورکړل شي نو مهمه ده چې د نفوس واحدونه په سمه توګه وپیژندل شي او د هغوی لست یا شمیر پیدا او ترتیب کړل شي. د مثال په توګه، که کوم څوک د دعوت میډیا د کارکونکو په اړه سروې تر سره کوي نو دا هومره ستونزمن کار نه دی چې د ټولو کارکونکو لست چمتو کړي او د هغوی له منځ څخه نمونه غوره کړي، او یا که د یو مکتب د شاګردانو په اړه سروې ترسره کول وي نو د هغوی لست چمتو کول هم ممکن او اسانه دی، خو لومړی باید د «کارکونکي» او «شاګرد» د اصطلاح تعریف مالوم شي. خو که چیرته د نفوس د یو لوی شمیر په اړه سروې ترسره کیږي، له هغه څخه د نمونې غوراوی لږ څه ستونزمن کار دی.

د مثال په توګه، په کابل کې د خصوصي پوهنتونو د محصلینو په اړه سروې، یا په افغانستان کې د ټولو هغه ښځینه نفوس سروې چې د تحصیل کچه یې له ۱۴م پورته وي. له دې دوو ګټګوري څخه د نمونې غوراوی لږ څه ستونزمن دی، او کیدای شي ځینې وسایلو ته اړتیا پیښه شي، خو ناممکن هیڅکله نه دی.

د نمونه اخیستنې په برخه کې نفوس په څو برخو ویشل کیږي چې باید په دقت پام ورته وشي. که له پورته مثالونو څخه یې یو راواخلو، د مثال په توګه په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو محصلین. په دې مثال کې محصلین په لاندې برخو او ډلو ویشل کیږي:

  • نارینه او ښځینه محصلین
  • د اول، دوهم، دریم او څلورم کال محصلین
  • فارغ شوي او حاضر یا موجوده محصلین
  • محصلین د پوهنځیو په ترتیب
  • د انګلیسي ژبې او پښتو یا دري ژبو صنفونه/محصلین
  • او یا داسې نور

او کیدای شي داسې ډيرې کټګوري جوړې شي چې متجانس او غیر متجانس ګټګوري بلل کیږي. د سروې و څیړنې هدف او ډيزاین ته په کتلو سره د نمونه ګیري پر مهال دا ټول مسایل په پام کې نیول کیږي چې د څيړنې د میتودولوژي په برخه کې باید په تفصیل له دلیل سره ولیکل شي. له دلیل هدف دا دی چې باید د یو میتود د غوراوي دلیل ولیکل شي چې ولې مو نوموړی میتود غوره کړی دی.

د نفوس په برخه کې یو بل جالب بحث دا کیدای دی چې نفوس په څلورو برخو ویشل کیږي، د مثال په ډول، یو څوک غواړي په افغانستان کې د یوې پالیسي په اړه د خلکو د نظریاتو په اړه مالومات را ټول کړي، نو ټول نفوس چې تقریبآ ۳۲ میلیونه دی لومړی د هدف وړ نفوس ترې په نښه کیږي، چې ۱۸ کلن او له دې د پورته عمر کسان دي، نو ماشوم او نابالغ افراد له نفوس څخه ووتل، بیا له دې نفوس څخه نمونه اخیستل کیږي چې نمونه‌شوی نفوس بلل کیږي، او بیا له نمونه شوي نفوس څخه د مرکې لپاره واحد انتخاب کیږي. لکه په لاندې مثال کې، لومړی دایره عمومي نفوس، دوهمه دایره د هدف وړ نفوس، او دریمه دایره نمونه شوی نفوس، او د نمونې په منځ کې مختلف واحدونه.
دا چې د نمونه اخیستنې بحث ډير پراخ دی، نو په یوه مقاله کې هیڅکله نشي تشریح کیدای خو لازمه ده چې عمومي او لومړنیو مهمو موضوعاتو ته یې اشاره وشي. د احصائیوي فورمولونو پر اساس له مالوم او نامالوم نفوس څخه نمونه په مختلفو طریقو اخیستل کیږي، او هر یو یې بیل فورمول او طریقه لري چې لوستونکو به هرو مرو د احصائیې په لومړیو کتابونو کې لوستلي وي، که یې نه وي لوستلي نو هرو مرو دې ځان پرې پوه کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې نمونه څنګه انتخاب شي؟ دا ښه او مناسبه پوښتنه ده چې باید تل مو د سروې د ډيزاین پر مهال پر ذهن کې وګرځي. د څیړنې لارې یا کړنلارې ته په کتلو سره، نمونه په تصادفي او غیر تصادفي ډول انتخاب کیږي، چې په ساده ژبه تصادفي د سیستماتیک او کمي روش لپاره او غیر تصادفي د کیفي روش لپاره کارول کیږي، خو دا د زړو کتابونو خبره ده. اوس د تحقیق عالمان پر دې نظر دي چې د کیفي تحقیق لپاره هم نمونه باید په سمه توګه غوره شي ترڅو د څيړنې پایلې د تعمیم وړ اوسي، ځکه اوسمهال دا اسانه او ممکنه ده چې د کیفي روش اطلاعات دې پر ډاټا یا ریاضیکي اعدادو تبدیل او د کمي تحلیل پر میتودونو تحلیل کړای شي چې ډير وخت په مختلط ډوله تحقیق کې ورته کار تر سره کیږي.

د تصادفي نمونه ګیري او غیر تصادفي نمونه ګیري څو نمونې دلته ذکر کوم، چې تصادفي ته احصایئوي او غیر تصادفي ته غیر احصایئوي میتود هم ویل کیږي:

  1. تصادفي نمونه اخیستنه
  • ساده تصادفي نمونه اخیستنه
  • سیستماتیکه نمونه اخیستنه
  • ډله‌ایز یا کلستر نمونه اخیستنه
  • طبقه بندي شوې نمونه اخیستنه

  1. غیر تصادفي نمونه اخیستنه
  • هدفمنده نمونه اخیستنه
  • د واورې توپ یا سنوبال نمونه اخیستنه
  • برخه یا سهمیه ډوله نمونه اخیستنه

د نمونه اخیستنې په برخه کې نور ډولونه او طریقې هم شته خو دلته یې یوازې همدا ذکر کوم. خو لوستونکي کولی شي د څیړنو څو مهم کتابونه ولولي تر څو لا ډير مالومات تر لاسه کړي.

د نمونې د انتخاب په برخه کې لاندې پنځه مرحلې باید په نظر کې ونیول شي:

  1. د نفوس اندازه یا شمیر مالومول
  2. د احتمالي تخطي برید یا اندازه مالومول
  3. د اعتماد سطحه مالومول
  4. د تمې وړ اوښتون (اختلاق) یا ویریانس اټکلول
  5. د نمونه اخیستنې نهایي کول

اړینه یادونه: موږ چې کله د څیړنې یا احصایئې کتابونه لولو، لیکوالانو مختلفې پروسې ذکر کړې دي خو دا پورته نقطې یې هغه مهمې نقطې دي چې د نمونه اخیستنې د محاسبې پر مهال هرومرو په کار کیږي، او پوهیدل پرې خورا اړین دي.
پورته نقطو کې مو احتمالي تخطي نوم ذکر کړی دی، چې د سروې د کار پر مهال به تل د تخطي او اعتماد له نومونو سره مخامخ کیږی او همدومره اړینه موضوع هم ده. یو فورمول باید کلک په یاد وساتل شي:

  • د تخطي کمه اندازه ==< د نمونې لویه اندازه
  • د تخطي ستره اندازه ==< د نمونې کوچنۍ اندازه

دا په څه مانا؟ پر دې موضوع پوهیدل خورا اړین دي، ځکه د څیړنې موضوع، اهمیت، میتودولوژي او موجوده امکاناتو ته په کتو سره د تخطي د اندازې او د اعتماد د کچې په اړه تصمیم نیول کیږي. که چیرته وخت او مالي امکانات موجود وي، د څیړنې موضوع خورا مهمه یا اکاډيمیکه وي، باید د تخطي اندازه کمه انتخاب شي ترڅو د نمونې کچه زیاته تر لاسه شي، خو که موضوع برعکس وي نو بیا مو د تخطي اندازه زیاته غوره کړی.

د مثال په ډول: د یوې ادارې د ټولو کارکونکو په اړه سروې تر سره کوی، که د تخطي اندازه مو ۱، ۲، ۵، یا ۱۰ فیصده وي نو د نمونې اندازه مو داسې ښوودل کیږي.

نفوس = ۱۰،۰۰۰  د اعتماد اندازه ۹۵٪

د نمونې اندازه د تخطي اندازه
۹۰۶ نفره ۱٪
۷۰۷ نفره ۲٪
۲۷۸ نفره ۵٪
۸۸ نفره ۱۰٪

پورته مثال ته په کتو سره، راځی فرض کړو چې دعوت میډیا غواړي په کاري چاپیریال کې د سیګرټ څکول منع اعلان کړي، خو پر دې نه پوهیږې چې څومره کارکونکي یې سیګرټ څکوي نو لازمه ده چې د هغو کارکونکو شمیر تخمین یا مالوم کړي کوم چې سیګرټ څکوي. څیړونکي ته دنده سپارل کیږي چې د نوموړیو کارکونکو شمیر مالوم کړي خو مهم سوال دا دی چې تخمین باید څومره دقیق وي او د تخطي څومره اندازه یې د منلو وړ ده، ۱٪، ۲٪ او که ۵ فیصده. راځی فرض کړو چې د تخطي اندازه ۵٪ او د اعتماد کچه ۹۵٪ ونیول شوه، که د سروې پایلې مو وښيي چې ۴۷٪ کارکونکي سیګرټ څکوي نو دا په دې مانا چې د دعوت میډیا اداره باید ۹۵٪ پر دې باوري وي چې د سیګرټ څکونکيو فیصدي د ۴۲٪ او ۵۲٪ په منځ کې ده. خو که د تخطي اندازه یې ۲٪ انتخاب شي، نو نوموړی تناسب به د ۴۵٪ او ۴۹٪ تر منځ وي. په یاد ولری چې که څیړونکی یا د دعوت میډیا اداره غواړي چې د کارمندانو سروې د جنسیت پر اساس تر سره کړي نو لازمه ده چې د نازینه او ښځینه لپاره د اعتماد او تخطي کچه جدا انتخاب او ډيزاین شي. خو که څیړونکی پر داسې پروژه کار کوي چې د سروې ویش یې د جنسیت پر اساس مساوي تقسیم کیږي نو بیا ضرورت نشته چې د هر جنس لپاره بیل د اعتماد کچه او د تخطي اندازه غوره شي. د مثال په ډول، په افغانستان کې د رسنیو د ازادي په اړه د خلکو نظریات را ټولول. په دې حالت کې سروې د ولایتونو تر منځ د نفوس پر تناسب او د جنسیت تر منځ مساوي ۵۰/۵۰ تقسیم کیږي.

په افغانستان کې د نارینه او ښځینه نفوس تقریبآ ۵۲/۴۸ دی، خو ممکنه ده چې د سروې ویریانس مساوي وټاکل شي.

د سروې هدف او اهمیت ته په کتلو سره، که چیرته نفوس غیر متجانس وي نو لازمه ده چې هر جنس یو ګروپ شي او بیا د هر ګروپ له منځ څخه نمونه غوره شي. لکه پورته چې مو د متجانس او غیر متجانس نفوس په مثال کې ولوستل، سروې او پوښتنلیک په تیره مقاله کې کې د سروې د ډيزاین او میتودولوژي په برخه کې پر دې ټینګار شوی دی چې د ډيزاین مرحله تر ټولو اړینه مرحله ده چې باید د هرې برخې په اړه ښه چرت وهنه وشي او میتود و میتودولوژي په خورا دقت سره ولیکل شي او نهایي شي، ځکه یوه کوچنی اشتباه مو کار له ستونزو سره مخ کولی او د اعتماد سطحه یې را ټیتولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.