د ژوند رنګ

درخانۍ

643

د ژوند رنګ ډېر ورته تاریک وو هر څه ډېر خسته ورته معلومیده هغې فکر کوی چي نور به هیڅکله ونه خاندي او هیڅکه به بیا ژوند ونکړي هغې ساه اخیستل خو دننه مړه وه هغې فکر کوی بس دنیا همدومره وه ولاړه ختمه سوه نور هغې د ځان لپاره نه د نورو لپاره ژوند کوی خو نه وه خبره چي تقدیر به د هغې ژوند پر بل مخ اړوي او هغې ته به دومره خوشالي ورکوي چي هیڅکله یې فکر نه وو کړی…

په لومړي ځل مي هغه په ټولګۍ کي ولیده ډېره ارامه او خاموشه وه هیڅ یې د چا سره خبري نکولې او ډېره جدی به وه تل به درد ورغلی وو داسي به معلومیده لکه ژوند چي یې پر اوږو بار یې لکه ستړې چي وي نور ددې نړۍ څخه…

دهغې په دې حالت پوهیدم چي د ژونده خپه ده یوه ورځ چي آسمان ټول وریځ نیولی وو او میده میده باران اوریده ا نجوني د ټولګۍ څخه دباندي ګرځیدلې او دباراني هوا څخه یې خوند اخیستی ځني به په خپلو منځو کي په خبرو بوختې وی څوک به کانتین ته ولاړې وې او چا به کتاب په لاس کي وو یو ګوښه ځای به دباران د څاڅکو څخه پټې وې او مطالعه به یې کول خو هغه نجلۍ په یو کونج کي ګوښه ولاړه وه او خپه نظر یې ټولو ته حیران حیران کتل د هغې ننداره مي د ټولګۍ څخه کول زړه مي وغوښتل چي خبري ورسره وکړم خوا ته یې ورغلم:

زه- سلام
هغه- علیکم
زه- ښه یې؟
هغه- مننه
زه- جوابونه خو داسي لنډ راکوې لکه نه چي غواړې خبري راسره وکړې.
هغه- نه بخښنه غواړم زه همداسي یم .
زه- خپه یې؟
هغه- نه .
زه- نو بیا ولي یوازي ولاړه یې او داسي ټولو ته ګورې لکه ستا حق چي یې خوړلی یې؟
ههههه هغې ځیر ځیر راوکتل نه پوهېږم څه به یې په زړه کي ور ګرځیدلي یې او بیرته یې مخ واړوه
زه- بخښنه غواړم ټوکه مي وکړه غوښتل مي وخاندې.
هغه- له خندا مي کرکه کېږي .
زه- ولي؟
هغه- نه پوهېږم.
زه- مرسته درسره کولای سم ؟
هغه- نه مننه کوم ،زه ښه یم.

زه- سمه ده راځه چي ځو ټولګۍ ته ټول ټولګۍ ته ولاړو استاد هم راغلی نن استاد په یو بل ډول درس راکړ هره یوه یې ولاړول او د هغوی د ژوند تجربې یې په درس کي شریکولې کله چي وار د هغې را ورسیدی استاد ورته وویل ولاړسه خو هغه نسوای ولاړیدای استاد څو وار ورته وویل د ټولو نجونو سترګي د هغې خواته ور واوښتې استاد ورته وویل بیرېږي؟

هغې بیا هم هیڅ ونه ویل اخیر استاد ورته وویل ولي داسي یې لکه ددې ټولني خلکو چي ډیره ازار کړې یې لکه د دوی څخه چي بېرېږی؟

ددې خبري په اوریدو هغه په ژاړ سوه،ددې حالت په لیدو یې نوره هم باوري سوم چي هغه ډېره غمجنه ده وروسته تر رخصتې مي هغې ته ږغ کړ او ورته ومي ویل راځه چي ولاړسو قهوه خانې ته او یو څه وخورو! هغه- نه مننه کوم نه ځم.

زه – هیله کوم خوشاله کیږم .

هغه- سمه ده دواړي ولاړو قهوه خانې ته کله چي ننوتلو ټوله قهوه خانه یې تر نظر تېره کړه ټول میزونه انجونو نیولي وه خو په یو کونج کي یو میز خالي وو دواړي ورغلو هلته کښېنستو…

زه- څه خورې؟

هغه-هیڅ .

زه- هیله کوم چي راغلې یې یوڅه خو وخوره

هغه- چای سمي دي.

زه- قهوه څنګه ده عصاب به دي ارام کی هغه- سمه ده.

ولاړم د دواړو لپاره مي قهوه را واخیستل هغې شاوخوا کتل ټولوا نجونو ته یې داسي کتل لکه ددې حق چي یې خوړلی یې یوار یوار به یې تلویزون ته کتل د قهوې پر ګیلاس یې شاوخوا ګوته را کښول او هرچاته به یې داسي کتل لکه په ژوند چي یې څوک نه یې لیدلی ما یوار دې او بیا هغو ته کتل او یوار به مي د هغې لاس ته کتل چي د قهوې په ګیلاس یې ځان اخته کړی وو د دې هرڅه څخه دومره پوه سوم چي ډېر څه د ویلو لپاره لري په زړه کي یې طوفان پټ کړی دی په همدې فکرو کي وم چي هغې وویل دوی ته څنګه خندا ورځي؟

په ځیر مي ورته وکتل څه؟

هغه- دوی ته څنګه خندا ورځي؟

زه- ولي تاته نه درځي!

هغه-نه خندا مي هېره سوې ده ټولو ته ګورم او دا فکر کوم دوی څنګه خاندي څنګه ژوند کوي ایا کوم غم نلري دا دنیا داسي کیدلای سی چي څوک دي بې غمه پرېږدي ایا دا ټولنه او خلګ څوک ژوند کولو او خندا ته پرېږدي؟
دهغې دا خبرو ته حیرانه وم او هغې ته مي ځیر ځیر کتل خو هغې سترګې د قهوې په ګیلاس کي ښخي کړي وې ومي پوښتل ولي دورمره غمجنه یې؟

هغه- نه پوهېږم له ټولو مي کرکه کیږي پر هیچا مي باور نه کېږي .

زه- چا ازار کړې یې؟
هغه- دلته نو داسي څوک سته چي څوک ازار نکړي؟
زه- پوهېږم خو دومره درد؟
هغه- هو زړه مي درد کوي نفس مي تنګ دی غواړم ډېر څه ووایم خو نسم ویلای.
زه- ماته ویلای سی!
هغه- نه غواړم ترخې خاطرې یادي کړم نه غواړم دهغه هرڅه په اړه فکر وکړم .
زه- سمه ده دومره تشویش مه کوه ژوند ډېر رنګونه لري که ستا ژوند اوس تاریکه دی یوه ورځ به د رنګونو څخه مالامال یې!
هغه- کاش د هغې ورځې وروسته ما او هغه ملګري سو کله کله به یې د زړه درد راسره شریکوی خو هیڅکله یې په هغه راز نسوم پوه چي دا یې دومره غمجنه کړې وه نه هغې وویل او نه هم ما وپوښتل یوه ورځ وروسته تر ټولګۍ یې وویل قهوه خانې ته ځو؟

ومي ویل هو قهوه خانې ته راغلو بیا هم پر هغه میز کښېنستو مخکي له دې چي یو څه راوړم لاس مي یې ونیوی او وې ویل هیڅ نه خورم کښېنه هغې ته مي وکتل او کښېنستم په دستکول یې لاس ننیستی او یو کارټ یې راکړی کارټ مي خلاص کړی په ویلو مي شروع وکړه دهغې د واده کارټ وو کارټ مي بند کړی او ورته ومي خندل دا خوښه خبره ده!
هغه- خو زه بېرېږم .
زه- ولي؟

هغه- زه به د هغه سره ژوند څنګه کوم زه به هغه سره مینه څنګه کوم دا زما د وس خبره نه ده.
زه- ورته ومي کتل لاس مي پر لاس ور کښېښوی وګوره دا خبري مه کوه ته دا هرڅه کولای سې یوازي خپل فرض پر ځای کوه او مه پرېږده وجدان او ځان ته ملامته واوسې!
هغې ژړل او په ژاړ یې وویل ایا زه به پدې نوي ژوند کي خوشاله واوسم کامیابه به سم؟

زه – هو ولي نسې اوسیدلای کوښښ وکړه تر ډېره وخته مو خبري وکړې او په هم دا خبرو کي سره ولاړو شپې او ورځي تېري سوې واده یې تېر سو هر وخت به یې پوښتني ته تلم د واده اولو شپو کي یې د خاوند سره مینه نه درلودله هر څه ځوروله خو د وخت په تېریدو هغې د خاوند سره مینه وکړه او ژوند یې دومره خوشاله سو چي اوس یې د غم په نوم کوم څه پېژندل هم نه او وایي دا د ژوند رنګونه چیري پټ وو؟

د هغه چاسره چي اوسېدل ورته سخت وو نن بې له هغه ژوند نسي کولای بې له هغه ساه نسي اخیستلای دا هر څه یې د خاوند ملیتا او د هغه مینه بلل او ویل به یې زه یوار بیا مئینه سوم او دا مي ټول د ژوند دملګري مینه ده هغه وایي وخت تر ټولو ښه مرهم دی خو د هغې په راز تر ننه نسوم پوه او نه مي کوښښ وکړی چي پوه شم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.