په دښته کې روان یمه ایمان راسره ځي
څاروان یمه په لاره مې کاروان راسره ځي
اوږده لاره وهمه ګړندي ګامونه اخلم
د علم په لذت کې مې افغان راسره ځي
د ژوند خوږو ترخو سره عادت یمه هیواده
له لوږی بې پروایمه اسمان راسره ځي
په عذر او زاریو د ملا صاحب په مخکې
د پوهی دروازی ته مې افغان راسره ځي
حاکمه زوره وره ستا په مخکی چپ ولاړ
د دی هیواد لپاره لوند ګریوان راسره ځي
دا څه یوه معما دې جوړه کړې په وطن
د ټولو دا ځواب چې ملایان راسره ځي
بخته څه خبر یې چې به کله راویښیږي
ژوند ته مې له څیرمی مقتدیان راسره ځی
کوم خواته روان دۍ فاروقی دغه کاروان ؟
ښکلې ژوندانه ته مې ارمان راسره ځي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.