د انجنير هارټن پر پُل

سردار ولي

464

د کابل د زاړه ښار په پای کي يو ډبرين پُل دئ چي خلګ ئې په غلطۍ [پُل ارتل] يادوي.
نوموړی پُل د يوه جرمني انجنير(walter harten) لخوا د دارالامان ماڼۍ له جوړولو وروسته په ۱۹۲۸ع کال جوړ سو چي تر اوسه لا د کار اخيستلو وړ دی.
ددې پُل پر ځای پخوا يو بل پل وو چي کابليانو به ئې کيسې کورونو کي کولي، افسانوي روايت دئ چي د لومړي ځل لپاره ۱۶۵۰ع کي د هند ګورکان امپراتور شهاب الدین شاه جهان د کابل سيند د ارامولو د پآره د تختو پُل جوړ کړ او د کابل مست سيند مهار سو. [پخوا ددې پل نوم د ګورګاه پل وو]
کله چي شاه امان الله د کابل ښار په اړخ کي د دارالامان ماڼۍ رغوله نو آلماني انجینر والټر هارټن د تختو پر ځای اوسپنيز پُل پخپل کوښښ جوړ او د شاه امان الله په امر دغه پُل د دارالامان ماڼۍ د مشر انجینر په نوم ونومول سو او د پله د دیوال تر څنګ د ډبري پر تخته د انجنیر هارټن نوم ولیکل سو[ماته جالبه دا وه چي د هارټن نوم ئې په اردو [والٹر هارٹن] ليکلی وو، عکس البوم کي..]
د عزیزالدین پوپلزي په وینا، د پُل د ډبرو ډبري د کابل ښار جنوب د هندکي چهلستون له غره څخه، له هماغه کان څخه چي د ژرندي ډبري پکښي جوړېدې؛ راوړل کېدلې… د دې پُل په دواړو خواوو کي څلور څلي/منارونه، څلور څراغونه او د شاه امان الله خولۍ چي د غنمو د وږو تاج یې لاره، د تکړه افغان مجسمه سازانو له خوا نقشه سوې…
ويل کېږي چي ددې پُل بل خواريکښ محمود خان بارکزي وو چي د افغان دولت استازي وو.
په ۱۹۹۲ع کال پر دې تاريخي پول د هندي فلم [خدا ګواه] شوټینګ بهیر هم وسو چي عکس ئې کامنټ کي وينو…
_____
افغانستان، کابل؛ پل هارتن
اولین پل بالای دریای کابل که از خشت سنګی اعمار ګردید . ۱۰۰ سال قبل شاه امان الله هدایت داد تا دوطرف دریای کابل در قسمت کوره ګاه ( نقاره بزرګ)پل اعمار ګردد . قبلا در سالهای ۱۳۰۱ و ۱۳۰۲ هـ ش بنا به درخواست شاه کبیر امان الله به تعداد ۳۲ نفر مهندس و متخصصین تعمیرات المانی وارد کابل شده بودند و در ساختمان قصر های دارالامان سهم به سزایی داشتند ضمنا ساختمان خشت سنګی برای تعمیرات پل ها و کتاره های دریای از همین وقت شروع شد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.