پوهاند استاد زیار زما د ادبي فرهنگي ژوند وژواک لارښود

س. سېلنی

675
پوهاند استاد زیار زما د ادبي فرهنگي ژوند وژواک لارښود
لمړنۍ او منځنۍ زدکړې مې تر نهمه د کابل په نادريه او بيا تر دولسمه دخوست په غرغښت لیسه کې هغه مهال پايته ورسولې چې ارواښاد پلار مې هلته د ٢٥ مې فرقې د ٥٢ غونډ بولندویۍ )قوماندانۍ( پازه پر غاړه درلوده * د ١٣٥٣کال په پسرلي کې د کانکور تر آزموینې روسته کابل پوهنتون ته د آزموېنې پاېلې لپاره راغلم. پر سبا يا بل سبا يې له مامازي او همېشني ملگري تلياد حبیب شاه سره چې هغه مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورم کال زدیاند وو پوهنتون ته ولاړم پوهنځي په درشل کې مې لمړی ځل له پوهاند استاد زیار سره یوه لنډه لیدنه او پېژندنه وشوه.
که څه هم زه يې د پښتو سيده شاگرد نه وم،خو له علمي ليکنو څېړنو او ادبي پنځونو، په تېره شعرونو سره لږو ډېربلد وم او لوستي مې ول. او کوم اسيستانت يې چې پښتو د څېرمه مضمون په توگه راتدرېسوله، لوستتوکييې د استاد له آرو لوستليکيو )درسي کتابونو( ټايپ )گستتنر( شوي لنډيزونه ول. کله به ما يا بل پښتو ژبي ځنې پوښتنه وکړه، موږ ته يې خو په ښونځي کې ژبه داسې راپېژندلې وه:
ژبه د پوهاوي او راپوهاوي وسيله ده چې له اسم، فعل او حرفه جوړه د ه او تاسې واياست:
ژبه د انسانانو ترمنځ د غږيزو نښو سېمبولو د ټولگې په توگه د وبله پوهاوي وسيله ده… ؟
هو، دا د نوې ژبپوهنې استاد ډاکتر زيار له ليد توگو څخه ده او زما دغه کتابگوټی يې هم د نوې پښويې يا دستور)گرامر( يو غورچاڼ دی.
څنگه چې زيار صاحب د استادۍ تر څنگ د پښتو خپرونو او اړوندې( وږمې) مهالنۍ چلونکی هم وو، نو هڅه مې کوله په وزگار ساعت نيم کې په دې او هغې پلمه دوتر ته ورشم او په ترڅ کې يې له خبرواتر و گټه واخلم.
په (۱۳۵۴) چې پوهاند استاد زیار هم پرې تاکید کړی دی ، د يونسکو له هوکړې سره سم د )پښتو څېړنو نړيوا ل مرکز( جوړېدا په موخه يې د کابل پوهنتون په لوی تالار کې د افغانستان د ژبو پلار )مورگنستيرن( په پښتو وينا پرانېسته وشوه اونورې غونډې يې د کتابتون په هغه کې تر سره کېدلې .
پر هماغه ورځ يا سبا يې چې استاد زيار د خپلې۵۰-۶۰ مخيزې لیکنې )پښتوگړدودونه( څه ناڅه دېرش مخه لنډيز غونډې ته واوراوه او له بيروته تازه راغلي ښاغلي اشرف غنی ورسره هممهاله انگرېزي ژبا ړه ،نو چې استاد مورگنستيرن د سېمينار د سراسري مشر په توگه د افغاني برخوالو د ليکنو په لړ کې د ډاکتر زيار دا د نوي ژبني ساينس له پلوه لوړه وارزوله، د دوديزو استادانو رخه راوپارېده او استاد زيار يې د خپلو شاگردانو شاگرد وباله او هغه يې هم په دفاع کې څرگنده کړه:
(( موږ لمړۍ پلا د افغانستان لپاره د ټوليزې ژبپوهنې او آريانپوهنې په برخه کې د نوي پښت دغسې يو استازی در وروزه ؛ هغه هم د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) د اړوندودېرشو ژبو او سوونو گړدودو په کښنه او ثبتونه د يوه ډېرکاري په توگه د ورکړي شپږ کلن بورس په ترڅ کې د افغاني ژبو په گډون د آرياني ژبو د څانگپوه )متخصص( په توگه؛تر دې چې) ۷( اروپايي او امريکايي پوهنتونو له خوا ورته د برن پوهنتون پر ادرس د کار وړانديزونه راغلل، خو موږ او ده پخپله غوره وبلله، د خپلې مورنۍ پښتو او نورو افغاني ژبو د نومهالې ښونې اوڅېړنې په پار خپل ابايي هېواد ته راستون شي اوهمدلته خپله نوې څانگپوهيزه ) مسلکي( وړتيا پرکار واچوي؛ خو زه او زما نور ملگري خورا خواشيني شو چې تاسې يې زغملای نه شئ!
په دې کې نور ټول دوديز استادان د مولانا خادم په سرکښۍ له تالا ره ووتل او لوی استاد حبيبي د سياسي نزاکت، هغه هم د سردار داودخان د جمهوري پېر په لمړيو کې،او بيا، د هغه افغان دوست آريانپوهاند د پوخلاينې لپاره دومره وويل:
(( موږ تر دې ځايه راورسوله، نور ځوان پښت پوه شه او نومهالي نوښتونه يې!))
پر۱۳۵۷ل کا ل له غویي انقلابه شپږ مياشتې تېرې وې چې زه لکه گڼو هېوادوالو او زدياندانو څرخي باستيل )زندان( ته واستول شوم.
زما له بنده پوره څلور مياشتې تېرې شوې وې او کړنگ ژمی وو چې یوه شپه ناوخته د جېلخونې وسپنیزه پنجره راپرانېستل شوه، که گورم پوهاند استاد زیار له یو بل تن سره په خونه را ټېل وهل شو . همدا چې سترگې مې پرې ولگېدې، خورا خواشینی شوم، ورمنډه مې کړه او په هماغه، څه له پاسه سل کسيزه جېلخونه کې مې د خپلې بسترې ترڅنگ يو ځايگوټی هومره وربېل کړ. په دې توگه مو تر ژوندي وتلو پورې کاسه کونډۍ سره شريکه وه او په هغه ترڅ کې يې موږ د يوه دسترخوان ملگرو ته، هغه هم د سپايانو له ډاره د مړۍ خوړلو په ترڅ کې د رسنوالۍ، ليکوالۍ او بيا شعر و ادب په اړه ژولي ژولي لکچرونه راکول. خو کوم ځانگړی وياړ يې چې لا تر ننه پورې زما په برخه کړی ،هغه د( يوې-کره–ادبي پښتو) او بيا يې د شعر و ادب د پليوني په توگه مې ځنې ډېر څه زده کړي چې د ژورنالیزم د مهالپېر کې مې نه وو زده کړي، او د چا خبر ه لا تر اوسه يې په پاخه منگ کې وږي څاندی پاتې يم.
همدغه پليونۍ د دې جوگه کړی يم چې نن سبا يې د پارسي ژبيو او او د پوهې اوفرهنگ نورو درنو سټو په غوښتنه او هڅونه د استاد ادبي تاریخي پانگې ستر پوهنيز – څېړنيز اثر )پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې له ساکي مخينې سره ( تاريخ ژباړې ته اوږه ورکړم او په دې علمي وياړ کې ورسره ځان شريک کړای شم!
خو زه بياهم دا منښته کوم چې راته گرانه ده. د استاد د دغه بېساري تاريخي شاهکار په اړه پر هېوادني او جهاني کچ د وړاندې شويو ارزونو سم سهي جاج واخلم او په خپله دغه لنډه تنگه ليکنه کې يې هو بهو را ونغاړم؛ کره کتنې خو بې له هغې هم د کتاب د ژباړې په ترڅ کې وړاندې کېږي، دلته يې هرگوره، سم له لاسه د يوې نيمې کاليزې د اړوندو ليکنو او پيغامونو پر لنډ يزونو بسنه کوم، په دې لاندې ډول:
د اويايمې کاليزې په هرکلي کې يې د لسانس او ماسترۍ شاگرد او بيا اسيستانت استاد پوهنيار آصف بهاند دليکنې لنډيز:
(( زيار څو اړخيز شخصيت لري، چې هر اړخ يې د جلا ليکنې اوڅېړنې وړدی. زيار د زړو او نويو آريايي او په تېره آرياني ژبو او په دغه چوکاټ کې د هر اړخيزې پښتو ژبپوهنې يوازنی څانگپوه دی، او په دې لارکې يې چې هر ګام اېښی ، سم او پوخ يې اېښی دی. زيار که شعر هم ليکي، پر هغو آرونو (اصولو) يې برابر ليکي، لکه څنگه يې چې په خپل بدلمېچ )پښتوشعر څنگه جوړېږي؟( کې وړاندې کړي او په دې لړ کې يې شعر لمړی د قافيې له زنځيرونو آزاد کړ او بيا يې پسې د وزن له اتکړيو هم.
استاد بهاند خپلې شننې پسې داسې غځوي :
(( زياريو ډېر کاری، نوښتگر پوهيال، فرهنگيال، انديال، ليکوال، رسنوال، ادبي اوټولنيز نقاد، ،ژبپوه، ادبپوه، شاعر او شعرپوه، توکمپوه، تاريخپوه، ژباړونکی، داستان ليکونکی، فېسبوک او وېبسايت چلونکی…لنډه دا چې په دغه درستومنډو ترنډو کې د ستړيا په نامه څه نه پېژني، او بيا پر ټولو سربېره د يوه رښتني ښواند (ستاد) په توگه لکه د سبا سترگه ځلېدلی دی)).
_ _- _
پېنځه کاله وړاندې د ننگرهار همېش بهار د منځۍ په شاهي بڼ کې د اتيايم زېږ پسرلي د رسمي نمانځنې د وينا وو او پيغام ونو پر دې لا ندې غورچاڼ بس راوړم:
د خيبرپښتونخوا پښتو اکادمۍ د مشر او منلي پوهيا ل و فرهنگيال نصرالله جان وزير پيغام:
بخښنه غواړم چې د ډېر وس او کوښښ با وجود زموږ بره خوا ته د درتگ اجازت نامې په وخت ترسره نه شوه، خو دغه يو څو کرښې استاد زيار صاحب او د پروگرام ټولو برخه والو ته درلېږم. هيله ده چې دا گډې وډې کرښې به مو د پښتنې مينې د شرکت د احساس په توگه ومنل شي.
زه د پښتو اکېدمۍ او هم له خپله جانبه د افغانستان جمهوري دولت او د ننگرهار ولايت مقام، د ډېر قدرمن استاد زيار صاحب، د ننگرهار د قومونو او ولسونو د نماينده شاعرانو، اد يبانو او هغو ټولو اشخاصو ته چې دا غونډه يې ترتيب کړې او موږ ته يې د برخه اخېستو وينا کړې ده، د زړه له تله مننه کوم او د کوزې پښتونخوا د شاعرانو اواديبانو نېکې هيلې تاسو ته درلېږدوم… څومره چې محترم زيارصاحب په بره خو ا کې ځوان طبقه ليکوالو ته ورخوږ دی، په کوزه خوا کې هم دغسې د ځوانانو د زړه ټکور دی؛ پرته له هغو چې پښتو يې اردو کړې ده او د زيار صاحب ليک ته برهمني ليک وايي، ما په شخصي توگه د محترم استاد دغه اختيار کړې مفکوره ډېره خوښه ده چې المانيان د دې لپاره ژوند کوي چې کار وکړي، بايد موږ کار وکړو، ځکه چې مو ږ ته لا ډېر کار پاتې دی .
ستاسې ټولو څخه يو جهان مننه چې د محترم زيار د دې غونډې په مراسمو کې مو موږ ياد کړو او هم مو زموږ احساساتو ته موقع ورکړه!
په درناو ي ډاکټر نصر الله جان وزير
په دغه لړ کې منلی ليکوال، څېړنوال او کيسه ليکوال اکبر کرگر ليکي:
د استاد زيار د (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې( تاريخي اثر د ارزونې يوه وېړه ليکنه )د اتيايمې کاليزې اړونده تولگه ۳۷-۴ )
داسې رالنډوو :
[…نارويژي گيورگ مورگنستيرن چې پر ۱۹۷۵ کال يې د پښتو په نړيوال سيمينار کې د ليدنې وياړ ر ا په برخه شوی وو ،د استاد زيار پر اخځ تر فرانسي دارمستېتر او الماني گايگر راروسته درېيم آريانپوهاند دی چې پښتو يې د نږه آرياني او بيا شمال ختيزې ارياني ژبې په توگه زده کړې او پر ۱۹۲۷ کال يې پکې تر دوکتور را روسته شپېته کاله د نورو افغاني ژبو تر څنگ ليکنې او څېړنې کړي دي . نو دوکتور زيار يې د شاگرد او بيا لمړي پښتون په توگه وکړای شول، دغه نظريه په خپلو علمي او عملي هاندو هڅو پرخوځښت راولي. په بله وينا، که يو خوايې د پښتو او د پښتنو په تړاو د اوهامو (کږنوانگېرنو) جا ل شلولی او که د فکري خرافاتو دجال او فرعون يې تس نس کړی، نوبلخوايې وکړای شول، د دې باتور ولس د اکر وکر (هويت او پېژندنې) په پار يو ستر گام اوچت کاندې.
تر پرونه پورې تش په نامه تاريخپوهانو پښتانه يا يهود او بني اسراېيل بللي چې عربو ته يې ورنېژدې کړي ،موخه مانا يې دا چې عرب د درغلي( کاذبې) مذهبي لېوالتيا له مخې عرب يو منزه او سپېڅلی قوم وښيي. او تورک و مغو ل يې هم په دې موخه بللي چې پاتوړي (وارثان) يې خوشاله يا را پوخلا کاندې يا يې د پښتنو په څېر چاته سر نه دی ټيټ کړی (… هماغه اثر۴۰ -۴۱) .
د کتاب نهم څپرکي کې د پښتونولۍ کودکس )د قوانينو ټولگه( يې په خورا اکادېميکه توگه شنلې؛ داسې چې د فلسفې او ارواپوهنې د څېړنو لپاره په زړه پورې ده.
اوس راځم بلې خبرې ته:
دا د پښتو ژبې او زيار تړاو دی، تاسې د سراج الاخبار يو پښتو متن ر ا واخلئ او بيا د وسمهالو وېبسايتونو )ووبپاڼو( يو پرگراف، وگورئ چې څومره توپير لري. داسمه ده چې پښتو مرکې (مرکې د پښتو) او بيا پښتو ټولنې هم ډېر کار کړی دی خو کوم څانگپوهيز سېستماتيک فرهنگي انقلاب يې د يو هېنډور او ياغي شخصيت د نيم پېړييز کار و زيار پايله او بريا ده .
زيار د خپل دغه سرغړاندې لوښهې کرکتر له مخې د وخت په واکمنۍ کې د څوکۍ او مقام پر ځای زندان ته واچول شو. ده چې لسيزې وړاندې د سويس، المان او انگلېند پر کچ لوړترين اکادېميک لاسوند ترلاسه کړی وو، او تر زندان له مخه هم څو مياشتې دپښتو ټولنې تر څنگ د دويم علمي مرکز ) د پښتو څېړنو نړيوال مرکز( مشري ورسپارل شوې وه، له اکادميسني نوملړه غورځول شوی وو!
خو ما او نورو دوستانو يې دا بې برخي په دې دک و دليل يو ښه فال و باله، ځکه چا ته چې ورکړ شوې وې، يو يې هم وړتيا نه درلوده؛ استاد پوهاند رحيم الهام يې بيا چې دهغه ستاينوم يوازنی مستحق وو، کانديد اکادېمېسن و نوماوه!
ښاغلی کرگر خپله ارزونه پر دې دېرش کلنه خوږه خاطره پايته رسوي:
د تودې گوند مشهور شاعر (سياوش کسرايي) يوه خبره تل زماپه ذهن کې گرځي.
يوه شپه هغه په کابل کې زما مېلمه وو چې استاد زيار هم له کومې خوا راپېښ شو او ترهغې روسته چې دواړه مې يو بل ته وروپېژندل، نور مې پرې ښو ل، دوه پر دوه سره بنډار وکړي.
روسته ډاکتر زيار خپل کورته ولاړ. بل هر وخت به چې کسرايي کورته راغی، د زيار پوښتنه اېږنه به يې راڅنې وکړه او راته به يې په بېلاببلو عبارتو وي ل،لکه :
(( شما شخصيت غنيمت روزگار يعنی زيار را باخود داريد))!
او کرگر يې د پښتو او پښتنو تاريخ ارزونه په دې پر زړه پورې بیان پاي ته رسوي:
[ زه وايم زيار صاحبه!
تا که پښتو او پښتنو ته نور هېڅ نه وای کړی، او همدا مو ليکلی وای، خپل رسالت مو پوره کړی دی.
ژبه دې تل د دوديزو تش په نامه) پوهانو( پر وړاندې همداسې تېره اوسه، او اندو واند دې همداسې سرغړانده، بې لياز و پاسه، او لکه همېشه غوندې د چا د پوړۍ او څوکۍ خيال و نه ساتې !
موږ ټول يو وار دونيا ته راځو:
((دوباره دې راتله نشته پر دونيا )) ،
خو د انسان رسالت ( ژمنتيا) په دې کې ده چې خپله انساني هڅه او ژمنه د ژوند تر پايه جاري وساتي .
د ( يوې- کره پښتو ليکلارې) او د ( پښتون د اصل و نسب ) د رښتيني علمي سپيناوي وياړ يوازې همدا ستا دی،
دا وياړ دې مبارک شه!
مينه او مننه
او زه دا دی ،د ټولو په پای کې له استاد سره د دوکتور خسرو سنگ روا ل د يوې ارتې بيرتې مرکې دا لاندې پايليزه ورسرباري کوم :
[ د هېښتيا او خواشينۍ خبره خو د ا ده، په داسې حال کې چې اروپايي او امريکايي ختيځپوهان او ان خپل پارسي ژبي سرلاري ليکوال، لکه دوکتور اکرم عثمان، دوکتورببرک ارغند، سيد رفعت حسيني ،سيد حميداله روغ، دوکتور ناظمي، استاد واصف باختري ،بېرنگ کوهدامني، نوم وتي ليکوال، ژباړن او کره کتونکی رهپو طرزي…
استاد زيار د افغانستان د يوازني او بې بديله ژبپوهاند او آريانپوهاند په توگه ستايي،سره له دې چې پارسي ليکنې څېړنې، گړدود څېړنې او بيا يې شعرو نثر د پښتو هغو په زکات کې هم نه راځي…
خو پښتانه ورسره تربگني کوي او وايي، پښتو خو يوازې د زيار ژبه نه ده چې پکې گوتې وهي، او دی يې همد ومره ورغبرگوي:
چې زما اړونده پوهنڅانگه يو ساينس دی که په ساينس کې ځانته د لاسوهنې اجازه ورکوې او له ساينتېست سره يې تربگني پالي، نو ولې له يو پښتون طبي ډاکتر سره دا تربگني او سيالي نه کوې چې په ځان کې دې گوتې وهي او هېڅ ورته ويلای نه شي!!؟[
زه په ټول ارادت استاد پوهاند زيار ته د درناوي سر ټیټوم او د لا ډېرو اړينو څېړنو اوپنځونو په پار ورته له بشپړې روغتیا او ارامتيا سره اوږد ژوند و ژواک غواړم !
په ټوله مينه او مننه.
س. سېلنی له هالېنډه
اوتريخت ١٣ دېسېمبر۲۲

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.