انجلینا جولي د مهاجرت نړېوالې ادارې د استازولۍ دنده پرېښوده

624
2 ساعتونه مخکې

انجلینا جولي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې وروسته له څه باندې دوو لسیزو خپلې لارې سره جلا کړې. خو د امريکا هالیوود سینما دغې اکټرې چې افغانستان ته ېې هم سفر کړی ويلي دي چې وروسته له دې به هم له مهاجرو څخه ملاتړ کوي.

انجليا جولي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي چې هغه په یاده اداره کې د بشردوستانه او بشري حقونو په برخو کې د ځانګړې استازې په توګه خپل رول پای ته رسوي.

دغې امریکايۍ فلمي ستورې د څه باندې دوو لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې د بشردوستانه او بشري حقونو اړوند موضوع ګانو کې د پراخ ګډون له پاره د ځانګړې استازې په توګه رول ادا کړی دی. جولي په دغې موده کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو بحراني سیمو ته سفرونه کړې چې په هغو کې ېې د مهاجرو له کمپونو کتنې کړي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، انجلینا جولي ويلي دي چې هغه به وروسته له دې هم له مهاجرو څخه ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې د هغې له قوله ويل شوي دي: «زه به په راتلونکو کلونو کې د مهاجرو او نورو بې ځایه شوو، ملاتړ ته په هر هغه څه چې زما په توان کې دي، ادامه ورکوم.» هغې زیاته کړې ده چې فکر کوي اوس مهاجرو او ځايي سازمانونو سره په مستقيم تعامل سره د يو «متفاوت کار کولو» وخت راغلی دی.

انجلينا جولي په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت په اداره کې کار پيل کړ او په ۲۰۱۲م کال کې د دغه سازمان د ځانګړې استازې په توګه وګمارل شوه.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسار، فليپو ګراندي، د میرمن جولي له فعالیتونو ستاينه کړې ده: «زه له یو ان ايچ سي آر سره تر يوې اوږدې او کامیابې دورې وروسته د هغې له ژمنې او ملاتړ څخه ستاینه کوم.»

ګراندې زیاته کړې ده: «زه پوهیږم چې د مهاجرت موضوع به د هغې په زړه کې نژدې پاته وي او ډاډه یم چې هغه به په بشردوستانه فعالیتونو کې خپله علاقمندي او توجه نوره هم پراخه کړي.»

انجلینا جولي د ۲۰۰۵م کال په نومبر کې د حبیب الله کړۍ کمپ څخه د کتنې پر مهال
انجلینا جولي د ۲۰۰۵م کال په نومبر کې د حبیب الله کړۍ کمپ څخه د کتنې پر مهالانځور: J. Redden/UNHCR/Getty Images

انجلینا جولي په یوه نظري مقاله کې چې تیره میاشت په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې وه، خپل ناهيليتوب ښکاره کړی وو چې د نړۍ په بحراني سیمو کې د جنسي تاوتريخوالو د پای ته رسولو په برخه کې لږ پرمختک شوی دی.

هغې په دغې مقاله کې ليکلي دي: «موږ د دغو وحشتونو په اړه غونډې او بحثونه کوو او توافق کوو چې نور داسې پېښې هيڅ کله تکرار نشي….خو کله چې د ژمنو د عملي کولو له پاره له سختو انتخابونو سره مخ کيږو، موږ بيا بیا له ورته ستونزو سره مخ کيږو.» هغې په دغې لیکنه کې په مشخصه توګه د ملګرو متلونو د امنيت شورا پر غړو د «خپل ويټو له ځواک څخه د ناوړه استفادې» غږ کړی دی.

انجلینا جولي وړاندې په ۲۰۱۷م کال په ژنيف کې د خپلې يوې وينا پر مهال ملګري ملتونه د یو «ناقص» سازمان په توګه توصیف کړی وو، خو تر څنګ ېې له نړيوالې ټولنې دفاع هم کوله، ويل ېې چې ملاتړ ته اړتیا لري.

انجلینا جولي شاوخوا لس کاله مخکې پر يو درې ورځني سفر کابل ته هم تللې وه او هلته ېې د افغان کډوالو له کمپونو څخه کتنه کړې وه.

د امریکا دغې نوموتې فلمي اداکارې همدارنګه د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډه هم ټینکار کاوه.

انجلينا جولي په ۲۰۱۹م کال کې په یوه مقاله کې چې ټایم مجله کې خپره شوې وه لیکلي وو چې له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې باید د ښځینه مرکچیانو شمیر د «پام وړ» وي. هغې زیاته کړې وه: «افغان ښځې باید د دې جوګه وي چې د خپل ځان په هکله خبرې وکړي» او د ښځو له حضور پرته به پایدارې سولې ته د رسيدلو امکانات له خنډونو سره مخ شي.

دویچه ویله

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.