ارزښتونه عام او تلپاتې دي

محب الله رسولي

423

ارزښتونه هغه منل شوی معیارونه دی چې د ټولنې د اکثریت غړو ترمنځ شریک او منل شوی وی، ارزښتونه زموږ په ژوند کې ذاتی دی، چې زموږ د شخصیت وړتیاوې او د باورونو ریښتینولی پیاوړې کوی. په ټولنه کې ځینې واقعیتونه شته چې د وخت او کلنۍ په بدلېدو سره نه بدلېږی، ځینې ارزښتونه په عام او تلپاتې ډول حک شوی او موږ ته دا راښیی چې څه وکړو او څه ونه کړو. د نسبی ارزښتونو په اړه اوس انگېرنه داده چې هرڅه سم دی. هغه څه چې زما له انده سم دی ښایی ستا په اند سم نه وی. که چېرې ارزښتونه له یو شخص بل شخص ته او یا له یوه وضعیته بل وضعیت ته بدلون مومی په حقیقت کې دغه ارزښتونه نه دی. په ساینس کې موږ تیوریو او قوانین ته گورو، په سوداگریزه نړۍ کې بیا موږ لارښودو اصولو ته گورو،نو ولې بیا موږ عامو او گډو ارزښتونو ته ونه گورو؟په هر مسلک او برخه کې موږ د کیفیت واضح معیارونه لرو، خو څرنگه پرې بریالی کېدای شو؟ همدارنگه که چېرې موږ گډ او عام ارزښتونه ونه لرو څرنگه هغه ترلاسه کولای شو؟ پوښتنه داده چې مونږ څنگه کولای شو دغه عام معیارونه او نښې وټاکو؟ په لاندې کیسه کې دغه موضوع روښانه شوې ده. سپین سرې ښځه چې د سودا دوه کڅوړې هم ورسره وې، د سړک پرغاړه بس گاډی ته په تمه وه. له دغې مېرمنې څو گامه وروسته پیاوړی ځوان ولاړ و. کله چې بس گاډی راغی ښځه ور پورته شوه، هلک هم د ښځې تر شا و. د موټر ټولې چوکۍ ډکې وې یوازې د گاډی په آخر سر کې یوه څوکۍ تشه وه، یاده سپین سرې هغې خوا ور روانه شوه، خو ځوان هلک ټوپ کړ مېرمن یې په اوږه ووهله، د ښځې کڅوړې یو خوا وغورځېدې او خپله هم په خلکو کې ولوېده. په بس کې ډېر خلک وو، د دوی په منځ کې یوه پوهه او روڼ اندې پېغله وه، هغه د ځوان هلک اخلاقو او چلند ته حیرانه وه. یو بل حقوقپوه و، هغه د یادې پېښې په لیدو سره په دې فکر کې ډوب و چې باید د دې ډول چلند پر وړاندې یو قانون شته وی. په دې مانا چې دغه سړی د قضیې قانونی اړخ په پام کې نیوه. په بس کې د جراحی ډاکټر هم حاضر و، هغه په دې فکر کې و چې ښایی د یادې ښځې د پښتۍ دری هډوکی مات شوی وی، یعنې هغه د خپل مسلک له اړخه پېښې ته کتل. یو ارواپوه هم په بس کې و. هغه د خپل مسلک او نظر له مخې پېښه ارزوله او په دې فکر کې و چې ښایی یاد ځوان روانی ستونزه لرله او په دې برخه کې به مرستې ته اړتیا لری. دا په دې مانا چې څلور واړو کسانو د یوې پېښې په اړه څلور ډوله ارزونې او نظرونه لرل. یوه یې له اخلاقی نظره پېښې ته کتل، بلې یې د طبابت له اړخه، بل له حقوقی اړخه او بالاخره بل له روانی اړخه پېښې ته کتل،خو هېڅ یوه هم دغه پوښتنه راپورته نه کړه چې آیا د هلک دغه کار سم و که ناسم؟ ولې موږ له ځانه دغه پوښتنه نه کوو؟ کله چې موږ دغه پوښتنه رابرسېره کړو په حقیقت کې موږ قضاوت کوو. ولې موږ له قضاوته ځان باسو؟ که چېرې زموږ د ارزښتونو کړۍ او سیستم روښانه وی قضاوت کوونکی پاتې کېدل څه ستونزه لری؟ د دې لپاره چې موږ د ارزښتونو لپاره عامې قاعدې رامنځته کړو باید په لاندې پوښتنو غور وکړو:
۱- آیا یاد هلک باید له هغې سپین سرې ښځې سره هغسې چلند کړی وای؟
۲- آیا یو بل څوک دې هم له نورو سره همداسې چلند وکړی؟که دواړو پوښتنو ته ستاسو ځواب نه وی تاسې د ارزښتونو لپاره عامې قاعدې پیدا کړې دی. همدغه اصول زموږ د ژوند په ټولو برخو کې صدق کوی.
د دې لپاره چې موږ خپل ژوند ارزښتمن کړو باید د سمو او ناسمو کړنو ترمنځ توپیر وکړو. دا هغه پوهه نه ده چې زموږ له پیدایښت سره دې یوځای زموږ په وجود کې شته وی. دا هغه څه دی چې موږ یې د وخت په تېرېدو او مخ ته تللو سره زده کوو. د کورنۍ، ښوونځی او ټولنې په څېر بنسټونه په دې برخه کې له موږ سره مرسته کوی. یاد بنسټونه مرسته کوی څو یو ماشوم ښه او غوره مشر- شی، یو ښه خاوند او یا یوه ښه مېرمن شی او یو ښه او غوره پلار یا مور شی. پیاوړی او اوچت ارزښتونه پیاوړې کورنۍ رامنځته کوی چې همدغه کورنۍ بیا د ټولنې شتمنی گڼل کېږی.هغه څوک چې پر ارزښتونو معامله کوی نه یوازې دا چې د ځان پر وړاندې د نورو درناوی له لاسه ورکوی، بلکې تر هغه مهمه دا چې خپله د ځان پر وړاندې خپل درناوی له لاسه ورکوی. هېڅ کومه بله جسمی یا دماغی ځانگړتیا نه شی کولای چې د رښتینولۍ نه شتون جبران کړی. تر ټولو غوره ارزښت چې یو انسان په بل کې پرې حساب کوی هغه رښتینولی ده. د یوې چارې د ترسره کولو لپاره له ځانه پوښتنه وکړئ چې که ټوله نړۍ تاسو ته گوری بیا به هم خپل کار ته دوام ورکړئ؟ دغې پوښتنې ته ځواب ارزښتونو پر وړاندې ستاسو ژمنتیا په گوته کوی.که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچیز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وی زده کړې بې ګټې دی. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت پر وړاندې معامله وکړئ نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ،بلکې ځان مو بې باوره کړ. د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفی کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې. لکه مهتما ګاندی چې وایی: لاندې اووه وژونکی ګناهونه دی؛ له کار پرته شتمنی، له وجدان پرته خوښی، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګری، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست. یوازې ښه لاره د ارزښتونو د ساتلو لپاره دا ده، چې له ځان سره ووایئ که مور او پلار زه په دې کار لیدلی وای ایا پر ما به ویاړېدلی وای؛ که به یې له خجالته سر ټیټ کړی و؟ له دې لارې موږ کولای شو خپل ارزښتونه په ډېره اسانۍ مخشص کړو. د نړۍ مشهور پوه هلن کېرلر وایی: د نړۍ تر ټولو ښکلی او بار ارزښته توکی، په سترګو د لیدو او لمس کولو وړ نه دی. هغوی یوازې په زړه حس کېدلی شی. له لاسه وتلی ارزښت بیا په هېڅ ډول نه شی ترلاسه کېدای.انیشټین وایی: هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه چې د ارزښتونو بېلګه شې.
د لاندې شپږو جملو عملی کول مو په ژوند او ټولنه کې ارزښتمن او ویاړلی معرفی کوی.
لومړی: د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په رښتینې بڼه غوره کوی!
دوهم: کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړی به درته ارزښت درکړی.
دریم: د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ ،چې نورو ته غوره شئ!
څلورم: کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ.
پینځم: خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او د خپلو موخو پر وړاندې خپل ځانونه پیاوړی وشمېرئ، نو هرمرو به بریالی کېږئ!
شپږم: ځانته مو ارزښت ورکړئ، موخې مو څرګندې کړئ او ټوله وړتیا مو په کار واچوئ، نو ضرور به یې پایله مثبته او غوره ترلاسه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.