پرمختګ

694

پرمختګ د یوه مهذب، اصلاح شوي یا مطلوب حالت پر لور حرکت ته ویل کېږي. د پرمختګ‌پالنې په برخه کې یې موخه دا ده چې په تکنالوژۍ، ساینس او ټولنیزه اداره کې پرمختګونه د انساني وضعیت د ښه‌والي لامل شوي. په بل مورد کې ښايي پرمختګ د انسان د مستقیم عمل لکه په ټولنه کې د ونډې یا فعالیت له لارې، یا هم د ټولنیز-فرهنګي تکامل د طبیعي برخې په توګه رامنځته شي.
د پرمختګ مفهوم د نولسمې پېړۍ د لومړیو وختونو په ټولنیزو تیوریو کې را څرګند شو، په ځانګړې توګه د ټولنیزې بشپړتیا تیوري چې اګوست کنت او هربرټ سپنسر وړاندې کړې ده، همدا راز د روڼ‌اندۍ د دورې د تاریخ په فلسفو کې هم دغه مفهوم شته و. د سیاسي ایډیولوژیو په بېلابېلو برخو کې د یوې موخې په توګه د ټولنیز پرمختګ ملاتړ شوی او دغه راز بېلابېلو تیوریو پر دې تمرکز کړی، چې دغه موخه څه ډول ترلاسه کېدای شي.

د پرمختګ کچه معلومول

د پرمختګ د اندازه کولو لپاره ځانګړي شاخصونه ښايي له اقتصادي اطلاعاتو، تخنیکي نوښتونو، په سیاسي یا حقوقي سیستم کې له بدلون او د فردي ژوند د فرصتونو د اړوندو پوښتنو تر کچې پورې وي، لکه ژوند ته هیله‌مندي او د ناروغۍ او ناتوانۍ ګواښ.
د ناخالص داخلي تولید وده د سیاست پر یوه مهمه مشخصه بدله شوې او د سیاستوالو د کړنو د ارزونې لپاره د یوې مهمې الګو په توګه په پام کې نیول کېږي. سره له دې، ناخالص داخلي تولید ځینې نیمګړتیاوې لري چې د هغو له امله د پرمختګ د اندازه کولو لپاره پر یوه ناوړه معیار بدلېږي، په ځانګړې توګه د پرمختللو هېوادونو لپاره؛ د نمونې په توګه: چاپېریالي زیان ته پام نه کېږي او نه هم د اقتصادي فعالیتونو پایښت په پام کې نیول کېږي. Wikiprogress [د ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي پرمختګ د اندازو په اړه د معلوماتو شریکولو پرلیکه پلټ‌فارم دی چې اوس نشته] د ټولنیز پرمختګ د ارزونې په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره جوړ شوی و. موخه یې د تیوریو، نوښتونو او پوهې تبادله وه. HumanProgress.org یوه بله پرلیکه سرچینه ده، چې د ټولنیز پرمختګ د معیارونو په اړه معلومات راټولوي.
زموږ نړۍ په اطلاعاتو کې (Our World in Data) په اکسفورډ پوهنتون کې یوه آنلاین علمي خپرنۍ ده، چې د لویو نړیوالو ستونزو، لکه: بېوزلۍ، ناروغۍ، لوږې، اقلیمي بدلون، جګړې، شته خطرونو او نابرابریو پر وړاندې د پرمختګ د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي. د «زموږ نړۍ په اطلاعاتو کې» ماموریت،« د نړۍ د لویو ستونزو پر وړاندې د پرمختګ لپاره څېړنه او معلومات» وړاندې کول دي.
د ټولنیز پرمختګ شاخص هغه وسیله ده چې، «د اړین ټولنیز پرمختګ نړیوالې ادارې» له‌خوا جوړ شوی، تر څو وښيي، کوم هېوادونه د خپلو خلکو ټولنیزو او چاپېریالي اړتیاوو ته د لاسرسي کچه اندازه کوي. په درېیو حوزو یا ابعادو کې ۵۲ شاخصونه شته دي: د انسان لومړنۍ اړتیاوې او د هوساینې او فرصتونو بنسټونه، چې د هېوادونو اړوند کړنې ښيي.

علمي پرمختګ

علمي پرمختګ یوه داسې نظریه ده چې ګواکي علمي ټولنه د پرمختګ په حال کې ده او دغه چاره د علمي پوهې د ډېرېدو لامل کېږي. د نولسمې پېړۍ کیمیاپوهان د شلمې پېړۍ د کیمیاپوهانو په پرتله پر کیمیا کم پوهېدل او د شلمې پېړۍ کیمیاپوهان د یووېشتمې پېړۍ د کمیا‌پوهانو په پرتله لږ پوهېدل. راتلونکي ته په کتو، دا منطقي ده چې اوسني کیمیاپوهان هم تمه لري، چې د راتلونکو پېړیو کیمیاپوهان به تر دوی ډېر پوهېږي.
دغې پروسې له نا علمي څانګو، لکه: انساني ژبو یا تاریخ سره توپیر لري: کولای شو ووایو: هغه کسان چې په متروکو ژبو خبرې کوي یا یې د تاریخ په یوه دوره کې ژوند کاوه، پر بېلابېلو هغو شیانو پوهېدل، چې تر دوی وروسته پوهانو مطالعه کړل، خو دا نه شو ویلی چې: هغوی د معاصرو پوهانو په پرتله، د خپل ژوند په اړه کم پوهېدل. ځينې معتبرې پوهې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي او نورې پوهې ترلاسه کېږي او په پایله کې غیر علمي څانګې، د خپلو موضوعي برخو په پېژندلو کې علمي پرمختګ نه کوي.
له اتلسمې پېړۍ نه د شلمې پېړۍ تر وروستیو پورې، د علم تاریخ، په ځانګړې توګه فزیکي او بیولوژيکي علمونه، تر ډېره د پوهې د ډېرېدو په توګه وړاندې کېدل، چې په هغو کې رښتینو تیوریو د ناسمو باورونو ځای‌ ونیو. ځینې اوسني تاریخي تعبیرونه، لکه: د توماس کوهن تعبیر، تر ډېره هڅه کوي چې د علم تاریخ د سیالو علمي او نظري ټولګو او تر ډېره د مفهومي، فکري، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي تمایلاتو یوه ټولګه وښيي. که څه هم دغه تعبیرونه، له مخالفتونو سره مخامخ شوي دي، ځکه د علم تاریخ هم د یوه ناهمغږي نظام په توګه هغه بېلګې بیانوي، چې د اندازې وړ نه دي، دا د علمي پرمختګ لامل نه کېږي، بلکې یوازې د پرمختګ د تصور په توګه پاتې کېږي.

ټولنیز پرمختګ

د ټولنیز پرمختګ اړخونه، لکه څرنګه چې د کونډورسېټ له‌خوا بیان شوي، د غلامۍ نیولو د دود له منځه تلل، د سواد لوړېدل، د جنسیتي نابرابرۍ کمېدل، په سختو زندانونو کې اصلاحات او د بېوزلۍ کمېدل په‌کې شامل دي. د یوې ټولنې ټولنیز پرمختګ د هغو فکټورونو پر بنسټ اندازه کېدای شي، لکه د لومړنیو انساني اړتیاوو پوره کول، د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې له خلکو سره مرسته او د خلکو د بریالیتوب لپاره د فرصتونو برابرول.
ټولنیز پرمختګ تر ډېره د ناخالص داخلي تولید په لوړېدو وده کوي، که څه هم نور لاملونه رول په کې لري. د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ تر منځ تعادل د لا ډېر اقتصادي پرمختګ خنډ کېږي او ښايي د سیاسي بې‌‌ثباتۍ لامل شي. چېرې چې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ تر منځ تعادل نه وي موجود، سیاسي بې‌ثباتي او ناکرارۍ رامنځته کېږي. د ټولنیز پرمختګ شاته پاتې کېدل ،همدا راز په دغو هېوادونو او نورو هغو هېوادونو کې د اقتصادي ودې خنډ ګرځي ،چې د انساني اړتیاوو په پوره کولو، د ټولنیزې پانګې په رامنځته کولو او د خپلو خلکو لپاره د فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راځي.

د ښځو حالت

دا چې څه ډول په دودیزه ټولنه کې د ښځو حالت ښه کړل شي، دا د مؤرخینو اصلي موضوع وه چې د روڼ‌اندۍ په دوره کې پیل شوه او تر ننه دوام لري. بریتانوي تیوریسنان «ویلیام رابرټسن» او «اډمونډ برک» له خپلو ګڼو هم‌عصرو سره یوځای د فضیلیت په اړه د مسیحیت او جمهور‌ي غوښتونکو مفکورو ته ژمن پاتې شول، په داسې حال کې چې د نوې روڼ‌اندۍ په یوه علمي چوکاټ کې یې کار وکړ. سیاسي اجنډا، ښکلا، ذوق او اخلاق د معاصرو ټولنو الزامات او اړتیاوې په لوړه کچه له پېچلتیاوو او تفکیک سره تړي. د رابرټسون او برک په کار کې دوه موضوعات؛ په «وحشي» او «متمدنو» ټولنو کې د ښځو ماهیت او «ښکلا په خپګان کې» ښيي، چې د ښځو د شخصیت په اړه څومره پخواني باورونه شته، په ځانګړې توګه د هغوی ظرفیت او حق ته په پام سره د خلکو په مخ کې څرګندېدل، سم شوي او د پرمختګ په نظریه کې یې ځای نیولی او په دغه ډول د معاصر اروپايي تمدن په مرکزیت بدل شوی دی.
کلاسیکو متخصصینو په لرغونې نړۍ کې د ښځو حالت څېړلی او دې پایلې ته رسېدلي چې د روم په امپراتورۍ کې د دوی غوره ټولنیزې ادارې، داخلي سولې او د قانون واکمنۍ ښځو ته دا اجازه ورکوله چې د لرغوني یونان چې ښځې پکې ښکاره بې اهمیته وې، په پرتله ښه ځای ولري. په پخواني چین کې د ښځو دغه حالت دا موضوع مطرح کړې چې ایا د پرمختګ نظریه د دود پالنې بشپړ رد ته اړتیا لري، هغه باور چې ډېری چینايي اصلاح غوښتونکو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې درلود.
مؤرخین لیو مارکس او بروس مازلېش پوښتنه کوي: «ایا په حقیقت کې موږ باید د پرمختګ نظریه د تېر په ډول پرېږدو؟» په ځواب کې وايي چې: له شک پرته په هغو فرهنګونو کې چې د پرمختګ د روڼ‌اندۍ نظریه یې منلې ده، د ښځو حالت په پام وړ توګه ښه شوی دی.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.