نديم: که آبادي او تمدن مو هدف وی نو جګړې ته څه ضرورت وو

557
محمد کریم صالح – دویچه ویله

10 ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر په يوه تازه وېنا کې ويلي که چېرته د «خلکو آبادي او تمدن د اسلامي امارت اصلي مقصد وی»، نو دوی به له ابتدا امریکا سره جګړه نه کوله. ملا ندا محمد ندیم وايي دوی له پاره تر ټولو مهم د اسلام دين دی.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير، ندا محمد  ندیم، په یوه تازه وینا کې چې وېډيو ېې پر ټويټر خپره کړې، ويلي دي چې دوی په افغانستان کې د دې له پاره جګړه کړې تر څو د اسلام دين احکام په کې نافذ کړي. ندیم وايي که چېرته د دوی اصلي هدف آبادي او تمدن وی بیا «به مو په ابتدا کې اسامه [امریکا ته] په لاس ورکړی وی، ښځې به مو آزاده کړې وی لکه اوس چې دوی غوښتنه کوي.» ندیم زیاتوي، که داسې وی نو بیا «لکهاو شهیدانو ته ضرورت څه وو.»

د طالبانو حکومت چې تر دې مخکې ېې منځنيو ښوونځيو او لیسو ته د نجونو پر تلو ممنوعیت لګولی، روانه اوونۍ ېې اعلان وکړ چې ښځينه محصلان هم نشي کولی تر «امر ثاني» پوري پوهنتونو ته ولاړې شي. د طالبانو دغه تصمیم د هیواد دننه او په نړېواله سطحه سخت غبرګونه راوپارولي دي.

غربي هیوادونو، ملګرو ملتونو، يو شمیر اسلامي هیوادونو او د بشر حقونو سازمانونو د طالبانو دغه تصمیم په کلکه غندلی او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د فوري بېرته خلاصولو غوښتونکي شوي دي.

د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنيو چاور وزیرانو هم د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې دغه ممنوعیت لغوه کړي که نه عواقب به له ځانه سره ولري.

خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر په خپلو تازه خبرو کې چې اشاره ېې نړیوالو ته ده وايي، که پر موږ«بندیز لګوي، اټوم بم راباندې استعمالوي، که جنګ ته بیا راځي او هر څه آمادګي لري…»، خو موږ د خپل دين احکام نافذوو.

ندیم تر دغه اعلان وروسته د افغانستان له ملي تلویزیون سره چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د څلور دلیلونو پر اساس د ښځينه وو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو تصمیم ونیول شو. پر وینا ېې ښځينه محصلینو په پوهنتونونو کې شرعي حجاب نه رعایت کاوه، له نارینه محرم پرته په درسي ټولګیو کې حاضرېدې، ذکورو محصيلانو سره په یوه ټولګي کې کېناستې او دغه راز نجونې له يوه ولایته بل ولایت ته سفرونه کول. هغه زیاته کړه چې دوی ډير وخت انتظار وکړ خو پوهنتونونو ېې پر کړو سپارښتنو عمل ونه کړ.

هغه په خپلو تازه خبرو کې وايي چې دوی له پاره د اسلام دین مهم دی: « که د چا په زړه کې دغه اشتباهات راګرځي چې اسلامي امارت ولې د ښځو مکاتب نه خلاصوي، د مختلط تعلیم اجازه نه ورکوي او په حجاب ېې دومره پابندې لګوي… نو بیا تاسو ولې د ملت مصالحو ته نه ګورئ؟» د طالبانو د لوړو زدکړو وزير په یو بل ټويټ کې ويلي دي چې هغه د خصوصي تحصيلي بنسټونو له یو شمیر مسئولینو سره ليدلي او ورسره ېې د هغوی د »ستونزو د حل او چارو ښه والي په اړه خبرې کړي دي.»

د پنجشنبې په ورځ په لسونو ښځو په پوهنتونونو کې د ښځو د ممنوعیت سره په اعتراض کې د کابل ښار واټونو ته راووتلې. تېره ورځ په هرات ولایت کې هم ښځو اعتراضونه وکړل خو د طالبانو له خوا ورباندې اوبه وپاشل شوې. د طالبانو د وروستي تصمیم په غبرګون کې د پوهنتونو یو شمیر استادانو د استعفاوو اعلان هم کړی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت په مشخصه توګه نه دي ويلي چې د نجونو پر مخ به د پوهنتونونو دروزاې کله بېرته خلاصوي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.