کورنۍ ژوند او مهمې سپارښتنې

643

هرڅوک غواړي چې خپل کورنی ژوند دې خوشاله او له نيکمرغيو ډک وي او هيڅ ډول مشکلات دې ونه لري، که څه هم بدبختانه زموږ په ټولنه کې کورني مشکلات او له ښځو سره ناوړه چلند زيات او حتی په ځينو سيمو کې خو خلک خپلې ښځې ته د يوې وينځې په حيث هم نه ګوري چې همدا او دې ته ورته نور ډېر مشکلات وي چې له امله يې په کورنيو کې جنجالونه او مشکلات رامنځته کيږي او بيا دغه دوستي په دښمنۍ اوړي او خوشاله ژوند په پريشانۍ او خفګان بدليږي، راځئ په لاندې څو لارښوونو ځان پوه او عمل وکړو ترڅو مو په ګډ ژوند کې ښه تغيرات او خوشالي رامنځته شي او د ښځې- خاوند او کورنۍ ترمنځ اړيکې ښې او دوستانه پاتې شي.

لومړی: «ښه» دغه کلمه مه هيروئ!

دغه پورته کوچنۍ کلمه په ډېرو زړونو ښه اغيز کوي، په ځانګړې توګه د خاوند په زړه باندې ښه اغيز لرلای شي.
«نه» کلمه چې د ښه متضاد کلمه ده هر وخت د جنګ، جګړې او مشکلاتو رامنځته کوونکې او د فساد زېږوونکې کلمه ده، نو هر کله چې د «ښه» کلمه په کوم کور کې زياته کاريږي؛ نو په هغه کور کې د امن او سولې چاپيريال قايم وي.

دوهم: د غوسې پرمهال خاموش اوسئ!

طبعي خبره ده چې انسان د ډيرو خواصو درلودونکی دی چې د هغې له جملې څخه يې يوه غوسه هم ده، لومړۍ خو ښځې ته بويه چې خپله غوسه کنټرول وساتي او له خپل خاوند سره په ښه لهجه او ارامۍ خبرې وکړي؛ خو که چېرته غوسه رامنځته شوه نو بيا بايد خاوند زغم وکړي، خاموشه واوسي، کله چې يې د ميرمن غوسه ختمه شوه بیا ورته توصيه وکړي او د ستونزې په حل ورسره خبره وکړي، نو جنجال به نه رامنځته کيږي.

دريم: خوږه ژبه او ښه الفاظ وکاروئ!

هره ښځه او خاوند له يو بل څخه د مينې، محبت او الفت د خبرو توقع لري او دواړه لوري غواړي چې له يو بل سره د مينې او محبت په فضاء کې ژوند وکړي، موږ وينو چې د مينې محبت او الفت ژبه په ډېرو سختو او کينه ګرو زړونو هم تاثير کوي او هغه د ځان په لوري راماتوي، خو دغه مينه او محبت هغه وخت په تاوتريخوالي او لانجو بدله شي چې يو له دواړو څخه د محبت او مينې پولې ونړوي او خوږه لهجه په ترخه بدله کړي، نو له نرمو او له مينې ډکو خبرو سره د کور فضاء سوله ييزه پاتې کيږي چې بايد په همدې ټينګار وشي.

څلورم: بښنه وغواړئ، بيا داسې مه کوئ!

هيڅ انسان له غلطۍ څخه بچ نه دی، له هر چا نه غلطي کيږي، خو له غلطۍ کولو نه وروسته بښنه وغواړئ، دا غلطي او زياتی که له خاوند څخه وشي او که له ښځې څخه بايد له يو بل څخه بښنه وغواړي او په راتلونکې کې دې له داسې څه کولو څخه ډډه وکړي چې د خفګان لامل کيږي، که چېرې ښځه او خاوند د دوستانو په څېر له يو بل نه بښنه وغواړي نو د کور چاپيريال به هميشه امن او خوښ وي.

پنځم: خپلې غوسې وزغمئ!

غوسه هر وخت په حماقت پیل کيږي او په پښېمانۍ او ندامت پای ته رسيږي، هر کله چې څوک غوسه وکړي، بيا ورباندې پښيمان وي، خو وروسته پښيماني بيا کومه ګټه نه رسوي او بيا غوسې ډېر مشکلات رامنځته کړي وي، نو ښه خبره داده چې خپله غوسه په پيل کې کنټرول شي ترڅو جنجال رامنځته نشي.

شپږم: په هر حالت د شکر ويستلو عادت خپل کړئ!

ناشکري انسان د الله (ج) د نافرمانۍ او عذاب لوري ته بيايي او د انسان سکون او اطمينان له منځه وړي، که د خوړلو له پاره هرڅه په کور کې ولرئ قناعت پرې وکړئ او د الله (ج) شکر پرې اداء کړئ، ځکه چې داسې فکر وکړئ، کوم خواړه چې تاسو ته الله (ج) درکړي دي ډېرو نورو خلکو ته يې نه دي ورکړي، ډير خلک يوازې وچه ډوډۍ هم پوره نه لري، د ناشکرۍ له امله موږ ګورو چې د ډيرو خلکو ښه ژوند او ښه شتمني او کاروبار له منځه تللی دی.

اووم: کله که خاوند په غوسه و ښځه بايد ځواب ورنکړي!

که کومه ښځه غواړي چې د کور ماحول يې ښه وي او جنجال يې په کور کې نه وي؛ نو هغې ته په کار دي چې د خاوند د غوسې په حالت کې دې له خپل خاوند سره ځواب نه وايي او خاموشي دې اختيار کړي، چې کله بيا د خاوند غوسه سړه شوه نو ښځه دې ورته خپله غلطي او تيروتنه ورپه ګوته کړي، همدا راز که چيرته ناڅاپه خاوند خپله ښځه د غوسې په حالت کې وليدله نو هغه هم بايد له زغم څخه کار واخلي چې په دې کې د پوهانو په وينا حکمت دی، خو که سړي هم په دې حالت کې غبرګون وښود نو جنجال رامنځته کيږي.

اتم: د يو بل د خپلوانو رازونه مه افشاء کوئ!

ښځه او خاوند بايد د يو بل د خپلو نژدې خپلوانو او کورنۍ رازونه افشاء نه کړي، ځکه چې دا طبعي خبره ده چې د خپلو خپلوانو په بدۍ بيانولو انسان خفه کيږي، چې له دې سره هم کورني مشکلات رامنځته کيږي او د يو بل د خفګان سبب ګرځي، نو په کور کې بايد د دا ډول ستونزو مخه خپله ښځه او خاوند ونيسي.

نهم: ديو بل قدر او عزت وکړئ!

قدر او عزت هغه څه دي چې له امله يې نفرت په محبت بدليږي او دښمنان هم د انسان دوستان کيږي، له عزت او احترم سره مينه او محبت پيدا کيږي، ښځې او خاوند ته هم په کار دي چې د يو بل احترام او قدر وکړي، نو بيا به پخپلو سترګو وګورئ چې دوی کور کې څنګه خوشاله او سوکاله ژوند لري.

لسم: په خپل کور کې ديني چاپيريال جوړ کړئ!

په کوم کور چې ښځه، خاوند او بچيان د دين احکامات په سمه توګه عملي کوي، هغوی به هميشه خوشاله او سوکاله ژوند لري او هيڅکله به يې په کور کې جنجال او مشکلات نه رامنځته کيږي، ځکه چې اسلام خپلو پيروانو ته د د مشرانو د عزت او په کشرانو د شفقت او د ژوند د چارو په ښه توګه د ترسره کولو او د څه له امله چې جنجال، مشکل او انديښنې رامنځته کيږي، اسلام د هغو کړنو د نه ترسره کولو امر کوي.

يوولسم: د زغم هنر زده کړئ!

زغم او حوصله هغه څه دي چې انسان ته ډير قدر، ارزښت او شخصيت وربښي او له يو ادنی انسان څخه لوی انسان جوړوي، ښځې او خاوند ته هم په کار دي چې که غواړي خپل ګډ ژوند په ښه طريقه او خوشاله تير کړي نو دواړه بايد د زغم او حوصلې هنر زده کړي او يو بل وزغمي، نو په کور کې به اختلافات او مشکلات نه رامنځته کيږي.

دولسم: که خفګان رامنځته شو ژر يې له منځه يوسئ!

په ورځني ژوند کې حتماً دا ممکنه ده چې يوه ورځ د ښځې او خاوند ترمنځ خفګان او پريشاني رامنځته شي، تېزه او سخته خبره رامنځته کيږي؛ خو ښه خبره داده چې دغه خفګان او پريشاني بايد زرترزره ختم کړل شي، تر زیات وخت پورې پاتې نشي چې له دې سره د ښځې او خاوند له يو بل څخه زړه بديږي او بيا اوږد خفګان رامنځته کيږي.

ديارلسم: يو بل احساس کړئ!

ښځه او خاوند د ګډ ژوند مهمه جوړه ده او د ژوند ملګري دي، د دوی ترمنځ د محبت او اړيکو تقاضا داده چې په يو بل رحم وکړي يو بل احساس کړي، احساس او د يو بل فکر کول د دوستۍ او رشتو د ټينګښت سبب ګرځي، له يو بل څخه بې احساسه او بې پروا کېدل ستونزې رامنځته کوي او د يو بل احساس دغه دوستي او رشته پياوړې کوي، د احساس د نه شتون له امله ناممکنه ده چې د دواړو ترمنځ محبت رامنځته شي.

څوارلسم: نامحرمو او پرديو سره اړيکې پريږدئ!

د خپلوۍ او رشتو د ماتېدو اساسي لامل دادی چې د ژوند دغه ګډه جوړه ددې پر ځای چې خپلو کې سره وپالي، له نورو سره اړيکې ساتي، ځينې سړي له واده وروسته هم د نورو ښځو په فکر کې وي او يا ورسره اړيکې لري، همدا راز له خپلې ښځې سره يې مينه او رغبت کميږي او هغه هم له نورو سره د اړيکو او ملګرتيا د پاللو هڅه کوي، نو هر کله چې خاوند او ښځه له يو بل سره وفا نه کوي نو ناممکنه ده چې هغوی دې بيا له يو بل سره ښه کورنۍ او د وفا ژوند ولري.

په پای کې دعا کوو چې الله (ج) دې د ټولو مسلمانانو کورنۍ رشتې، سوله ييزې، پاکې او له خوښيو ډکې واوسي، که چېرته په پورتنيو خبرو عمل وشي، شونې ده چې ډېر کورني جنجالونه او مشکلات به حل شي. کوچنی ارواپوه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.