د نظري مانا پوهنې له پلوه د مانیزې حوزې څېړنه

شېبه ګهیځ

714

لنډيز

شلمه پېړۍ د نظري ژبپوهنې په ځانګړې توګه د مانیزې ساحې په برخه کې نه هېرېدونکې پېړۍګڼل کېږي. په دې پېړۍ کې ژبپوهنې په هره برخه کې وده وکړه او لاهم وده کوي. لکه څنګه چې مانا پوهنې هم د ژبپوهنې د یوې غوره څانګې په توګه په شلمې پېړۍ کې ظهور وکړ او ژبپوهانو هم پکې نه هېرېدونکي علمي کارونه وکړل. په دې علمي کارونو کې یو هم د مانیزې حوزې څېړل ول، چې له بده مرغه په پښتو کې پکې کار نه وو شوی.

         مانیزه حوزه د نظري مانا پوهنې هغه څانګه او د هغو کلمو ټولګه ده چې مانیزه ځانګړنه یې د واحدونو د یوځای کېدو لامل کېږي. همداراز د رغښتي مانا پوهنې له نظره د کلمو هغې ټولګې ته وایي، چې د ځایناستي او خواناستي محور له مخې سره یو ځای کېږي. پالمر وايي، لکه څنګه چې د شطرنج په میدان کې هره دانه ځانته مانیز ارزښت لري، نه ذاتي ارزښت همداسې دا مانیز ارزښت کلمې ته هم انتقالېږي؛ نو په دې اساس د کلمو مانیز ارزښت له نورو کلمو سره د هغوی د اړیکو له ټولګې څخه معلومېږي.

کارېدلي ويي: مانا پوهنه، نظري مانا پوهنه، مانیزه ساحه، رغښتواله، هممانیزونه

سریزه

په وروستیو کلونو کې مانیزه حوزه د نظري مانا پوهنې د یوې څانګې په توګه په بېلابېلو بڼو پرمختګ او د کارونې وړ ګرځېدلې ده. ددې نظریې اصلي موخه د یوې کلمې مانا درک کول او له نورو کلمو سره یې اړیکه څېړل دي.

د مانیزې حوزې په نظریې تر دې دمه بهرني او په ځانګړي ډول ایراني پوهانو کار کړی؛ بېلابېل تعریفونه، بدلونونه او په بېلابېلو برخو کې پرې کار شوی دی. اسلامي پوهانو له مانیزې حوزې څخه د قراني ایتونو او پ کې دننه د شته کلمو د حوزو معلومولو په موخه کارولې ده.

ددې مقالې د لیکلو موخه د مانیزې حوزې نظریې پېژاند، په پښتو کې یې کارونه اود دې بحث د لا ښه تشریح په موخه لومړۍ په تاریخ پیل بیا تعریف ، د پالمر او لاینز په نظرونو کې مانیزه حوزه تشریح او بیا په هممهاله (تشریحي) او څومهاله(تاریخي) ډول دغه مانیزه حوزه څېړل شوې ده.

په دې څېړنیزه لیکنه له بیلابیلو بهرني او داخلي ماخذونوڅخه استفاده شوې؛ تر ډېره هڅه دا شوې چې پښتو بدیلونه او بیلګې وړاندي شي. لکه څنګه چې انسان له خطاوو خالي نه ده؛ کېدا شي زما مقاله هم تېروتنې ولري، د تېروتنو د سموون په هیله!

مانیزې حوزې نظریه

مانیزه حوزه چې په فارسي کې ورته ساحه یا حوزه های معنایي او په انګریزي کې semantic field وایي. دغه نظریه په لومړي ځل د (۱۹۲۰ـ ۱۹۳۰ م) کلونو تر منځ سویسي او الماني پوهانو لکه یپسین، پورتسګ، او تریر د هودر او هومبلت د نظریې تر اغېز لاندې وپېژندله. دا نظره د ډېرو ژبپوهانو لکه اومن،ولمن، تریر او وایز ګربر د پام وړ وګرځېد. ددغې نظریې بنسټونه د تریر په بحثونو کې لېدلی شوو؛ خو هغه له ۱۹۳۸م کلونو څخه وروسته په دې برخې کې هېڅ ډول څېړنه نه ده کړې. د تریر لومړنۍ طرحه د ګربر څېړونو ته لاره خلاصه کړه؛ نو د اولمن په باور وایز ګربر د مانیزې حوزې د نظریې بنسټګر و او د دغې نظریې اړوند یې خپلې څېړنې بشپړې کړې. په وروستیو کلونو کې مانیزه حوزه د نظري مانا پوهنې د یوې څانګې په توګه په بېلابېلو بڼو پرمختګ او د کارونې وړ ګرځېدلې ده. ددې نظریې اصلي موخه د کلمو مانا درک کول او له نورو کلمو سره یې اړیکه څېړل دي (ایرانزاده، ۱۳۹۶: ۹۷).

 

پېژاند

مانیزه حوزه د نظري مانا پوهنې تر ټولو غوره څانګه ده، مانیزه حوزه د هغو کلمو ټولګې ته وایي، چې مانیزه ځانګړنه یې د واحدونو د یوځای کېدو لامل کېږي.

د رغښتي مانا پوهنې له نظره: مانیزه حوزه د کلمې هغې ټولګې ته وایي، چې د ځایناستي او خواناستي محور له مخې سره یو ځای کېږي.

د بیلګې په ډول: (انسان، ښځینه) دوه داسې کلمې دي، چې یوه معنایي حوزه رامنځته کوي ددغو کلمو معنایي حوزه دا ده(مور، لور، ښځه، ناوې، ترور، عمه… .) دا ټولې د یوې معنایي حوزې واحدونه دي؛ خو (انسان، نارینه) ددغې حوزې واحدونه نه دي؛ ځکه دا بیله حوزه ده. لکه: (پلار، ورور، تره، کاکا، نیکه… .) که دلته لږ تم شو؛ نو ګورو چې نارینه او ښځینه دواړه د انسان د مانیزې حوزې واحدونه دي. چې نارینه ځانته بیله حوزه او ښځینه د بیلې حوزې واحدونه لرونکي دي؛ ځکه موږ وویل چې مانیزه ځانګړنه یې د واحدونو د یو ځای کېدو لامل کیږي. دلته ګورو لور، مور، نږور او داسې نور ځکه ښځینه حوزې پورې اړوندیږي؛ چې که مانا ته وګرځو ټولې د ښځینه جنس له ډلې دي موږ دغې حوزې کې له مخالف جنسه کوم واحد نه شو راوستی؛ کومې ځانګړنې چې یوه ښځه لري نر یې نه لري (صفوي، ۱۳۸۸: ۳).

که یو مفهوم یو یا څو نور مفاهیمه پخپل ځان کې راګډ کړي یا هم یوه کلمه د نورو کلمو ماناوې په ځان کې راونغاړي ورته مانیزه حوزه یا مانیز ګډون وایي. د بیلګې په ډول که حشرات یوه مانیزه حوزه وګڼو؛ نو(مېږی، غومبسه او مچ) د دغې مانیزې حوزې واحدونه یا ګډونوال دي (ارغند،۱۳۹۶: ۹۰).

د یوې مانیزې حوزې واحدونه یو مفهومي نظام رامنځته کوي، چې متقابلې اړیکې لري. دغه واحدونه د ورته ځانګړنو په لرلو سره هم حوزه نومول کېږي.

د بیلګې په ډول: که ګل یوه مانیزه حوزه وګڼو؛ نو (غاټول، نرګس، مرسل، سنبل… .)ددغې مانیزې حوزې هغه واحدونه دي چې ورته مفهومونه لري هر یو د ګل مفهوم موږ ته رسوي، همدا اړیکه لرل یې ددې لامل شوې چې یوه مانیزه حوزه رامنځته کړي(صفوي، ۱۳۸۸: ۴).

د فــرانــک پالمر له نظره مانیزه حوزه

فرانک پالمر د سوسور د نظریې تر اغېز لاندې د وییزې(کلموي)مانیزې حوزې نظریه وړاندې کوي. دی وایي لکه څنګه چې د شطرنج په میدان کې هره دانه ځانته مانیز ارزښت لري، نه ذاتي ارزښت همداسې دا مانیز ارزښت کلمې ته هم انتقالېږي؛ نو په دې اساس د کلمو مانیز ارزښت له نورو کلمو سره د هغوی د اړیکو له ټولګې څخه معلومېږي. د کلمو تر منځ ددغې اړیکې ټولګې ته مانیزه اړیکه وایي(وزیرینا، ۱۳۹۷: ۸۰).

 مانیزې اړیکې دا دي:

۱: هممانیز(مترادف)

کله چې څو کلمې په ماناوو کې سره ورته وي او د یو بل پر ځای وکارول شي هممانیزې کلمې یې بولوو. له هممانیزې اړیکې څخه قاموس لېکونکي په قاموس لیکنې کې استفاده کوي. لکه: دنیا، عالم، نړۍ جهان… . یا هم لکه جګ، هسک، اوچت…. یا هم تېږه، کاڼې، ډبره.

د فرانک پالمر له نظره یوه همانیزه کلمه دوې ماناوې لري چې یو ته یې په جوړښت کې دننه مانا وایي او بل هم عاطفي مانا. جوړښتي مانا یې هماغه هسته یا اصلي مانا یې ده؛ خو عاطفي مانا یې تر جوړښتي مانا ژر اغېزه کوي. لکه: په قد کې اوږد او لوړ دواړه دنګ مانا ورکوي که چا ته وویل شي لوړ قد لرونکی یې دا یې مثبته مانا ده کیدا شي خوشحاله شي؛ خو که وویل شي اوږد یا هم اوږده دا یې د هغه منفي مانا ده چې کیدا شي ستونزه رامنځته کړي.

۲: مانیز تضاد(تضاد معنایي)

کله چې دوې کلمې د مانا له پلوه یو بل سره متضادې وي، یعنې دا چې ماناوې یې د یو بل ضد وي مانیز تضاد یې بولي. لکه: شپه او ورځ، رڼا و تیاره، تور و سپین او داسې نور.

۳: څو مانیز(چند معنایي)

کله چې یوه کلمه څو ماناوې ولري هغه ته څو مانیز وایي. لکه:  “تور” یوه مانا یې رنګ او بله مانا یې “تهمت” ده. څانګه: شاخ، دیپارتمنت. تریخ: توند، بد اخلاق او غوسه ناک

په مختلفو ژبني چېنلونو کې د یوې کلمې استعمال مختلفوې معناوې خپلوي. لکه څانګه چې کله د شاخ او کله هم د دیپارتمنت مانا ورکوي.

۴: هوموفون(چند اوایي)

کله چې د دوو یا څو کلمې تلفظي بڼې یوشان وي، خو ماناوې یې توپیر ولري هوموفون ورته وایي. لکه: “لور” دا څو ماناوې لري؛یوه معنا یې (طرف) ده او بله یې هم (داس) چې د غنمو رېبلو له‌پاره کارول کېږي.

 

د لاینز له نظره د مانیزې حوزې څېړنه

لاینز په دې باور دی، چې د یوې مانیزې حوزې څېړنه په هممهاله او څومهاله ډول کېدای شي، او راغلي بدلونونه یې د تاریخ په اوږدو کې روښانه کېږي.

د مانیزې حوزې څومهالي((Diachronic څېړنه

د یوې مانیزې حوزې په څومهالي)در زماني)څېړنه کې  دوو پایلو ته رسېږو؛ یو هغه چې په مانیزه حوزه کې بدلون راځي او بل هغه چې پکې بدلون نه راځي.

۱: په مانیزه حوزه کې د بدلون نه رامنځته کېدل

ددې امکان شته چې د تاریخ په اوږدو کې د یوې مانیزې حوزې په ټولګې کې، چې کوم کلمې شته، هېڅ کوم بدلون رامنځته نه شي. د بیلګې په ډول: که سمندرونه یوه مانیزه حوزه وګڼو؛ نو( اطلس،ارام او هند) سمندرونو نومونو کې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی. اوس هم دا کلمې یا نومونه پرته له کوم مانیز او یا جولیز بدلونه په خپل آر ډول یادیږي (صفوي، ۱۳۸۸: ۴).

۲: په مانیزه حوزه کې بدلونونه

هغه څه چې په دغو بدلونونو کې مهم  دي، دا دي چې په یوې مانیزې حوزې کې د وخت په تېرېدو سره یو لړ بدلونونه رامنځته کیږي او دغه بدلونونه په دوه ډوله دي.

۱: وییز(کلمه) بدلونونه               ۲: مفهومي بدلونونه

۱: وییز(کلموي) بدلونونه: دا بدلونونه په درې ډوله ویشل کېږي.

الف: ځای ناستي: په دغه ډول بدلون کې یوه کلمه د بلې کلمې ځای نیسي، پرته له دې چې مفهوم کې یې بدلون راشي. لکه: پېلبو چې اوس یې پر ځای برېښنا کارول کېږي.

ب: زیاتېدل: په دغه بدلون کې یوې معنایي حوزې ته نوې کلمه زیاتېږي؛ داسې چې مخکې تر دې په هغه حوزه کې داسې کلمه نه وه، چې هغه مفهوم ورسوي. لکه: (بې سیم، تلګراف او تيلفون) مخابراتي حوزه ده؛ فکس او موبایل هغه کلمې دي چې مخابراتي حوزې کې نوي واحدونه دي.

که د فیشن توکي یوه مانیزه حوزه وګڼو؛ نو ریمل د دغې مانیزې حوزې نوی واحد دی چې پکې زیات شوی. رانجه او نور ټول د ریمل مفهوم موږ ته نه شو رسولی ځکه دغه کلمه د فیشني توکیو مانیزې حوزې کې زیات شوی (صفوي، ۱۳۸۳: ۶).

ج: کمېدل: په دغه بدلون کې یو واحد له مانیزې حوزې څخه کمېږي. لکه: فیته چې پخوا ښځینه د خپل پایڅو کې کینول. پخوا د پوښاک مانیزې حوزې کې یو واحد و؛ خو اوس له دغې مانیزې حوزې څخه ویستل شوې ده.

۲: مفهومي بدلونونه

په څومهالي څېړنه کې د دې امکانات موږ ته برابرېږي چې د تاریخي مانا پوهنې له زوایې دې موږ د مانیزې حوزې د واحدونو مفهومي بدلونونه د تاریخ په اوږدو کې وڅېړو او دا بدلونونه دې تر جلا عنوانو لاندې تشریح کړو. مفهومي بدلونونه لاندې ډولونه لري:

۱: د مانا پراخېدل:

د مانا پراخېدل ته چې په فارسي کې (توسیع معنایي)وایي ، دا د مانا هغه بدلون ته وایي چې د وخت په تېرېدو سره د کلمې محدوده مانا پراخه شي. یا په بله وینا یوه کلمه خپله معنایي حوزه پراخه کړې وي.  لکه: (روپۍ) چې پخوا د یو ځانګړي پولي واحد نوم و، د وخت په تېرېدو سره د انګریزي ژبې د پیسې په مانا وکارول شوه. اوس چې زموږ د پیسو واحد افغانۍ ده بیا هم روپۍ کلمه کاروو، چې دا پخپله د مانا یو ډول پراخوالی دی.

(هوکړه)چې پخوا د واده د توافق مانا لرله؛ خو اوس وخت د منظوري او تصویب په مانا کارول کېږي.

(توپ)د توپ کلمه پخوا د جنګي توکو په مانیزه حوزه کې و، خو وروسته یې مانا پراخه شوه ځکه د غرمې په مهال دولس بجې به توپ ډزې کېدلې؛ ځکه وروسته وروسته د کابل په شاه و خوا کې د دولس بجې په مانا او اوس وختونو کې د ورزشي لوبو توپ ته هم ویل کېږي. دا یې د مانا په پراخېدو دلالت کوي (ارغند، ۱۳۹۶: ۱۲۴).

۲: د مانا محدوېدل:

د مانا محدودېدل چې په فارسي کې(تخصیص معنایي) ورته وایي، یوې کلمې پخوا پراخه مانا لرله؛ خو وروسته یې مانا محدوده شوې ده. لکه: همسر کلمه پخواني فرهنګونه د برابر، عدیل او نظیر مانا کړې ده؛ خو اوس یې دا ماناوې محدودې شوي دي او یوازې خاوند او مېرمنې ته کارول کېږي.

هلک چې پخوا یې وړوکی او کوچنی ته ویل اوس یې مانا محدوده شوې ده.

جګړن پخوا یې هر جنګیالی ته وایه؛ خو اوس یې مانا محدوده شوې ده او یوازې نظامي رتبې حوزې کې یو واحد دی (ارغند، ۱۳۹۶: ۱۱۸).

۳: د مانا مثبتېدل:

د مانا مثبتېدل چې په فارسي کې یې(ترفیع معنايي) بولي، په مفهومي لحاظ د یوې کلمې منفي مانا په مثبته مانا اوړي. لکه: هوښیار پخوا چالاک او چوتار انسان ته کارېده؛ خو اوس دا منفي مانا په مثبه مانا بدله شوې او هغه چا ته ویل کېږي هوش او ځېرک وي.

۴: د مانا منفي کېدل:

 په فارسي کې (تنرل معنایي) بولي. په مفهومي لحاظ د یوې کلمې مثبته مانا په منفي مانا واوړي.لکه: لېبرال چې پخوا یې مانا مثبته وه ازادي غوښتونکي په مانا کارول کېده؛ خو اوس یې مانا منفي شوې ده او هر هغه چا ته ویل کېږي، چې غرب سره تړلی وي.

خبریال پخوا یې هغه کس ته وايه چې د یو خبره بل ته وړي او د بل، بل ته؛ د خبریال منفي مانا اوس مثبته شوې او د ريپورټر په مانا کارول کېږي.

 

د مانیزې حوزې هممهاله(تشریحي) څېړنه

وایز ګربر او تریر په تاریخي ډول د مانیزې حوزې څېړنه کړې ده؛ خو د دوی تر څنګ پورتسیګ مانیزه حوزه له بلې زوایې یعنې په تشریحي ډول وڅېړله. هغه د خپلې څېړنې په پایلې کې وویل، چې د کلمو ترمنځ بنسټیزه مانیزه اړیکه شته او دغه اړیکه د کلمو د یو ځای کېدو لامل کېږي. هغه دغې زوایې ته د مانیزې حوزې یوځای کېدو نظریه وویل.

هغه لاره چې پورتسیګ د خپلې څېړنې لپاره غوره کړې ده د ګربر له څېړنو سره ډېر زیاد بدلون لري. هغه څه چې پورتسیګ موږ ته په لاس راکوي د ګربر د تاریخي مانیزې حوزې څېړنې سره یو شان نه دی؛ نو ځکه دی هغه څه ته چې پام کوي په تشریحي ډول دی. لکه: ډوډۍ، اوړه   او یا هم مڼه ونه(صفوي،۱۳۸۳: ۸).

وایز ګربر ویل چې د کلمو مانیز ګډون یوه مانیزه حوزه رامنځته کوي؛ خو پورتسګ وایي چې بنسټیزه مانیزه اړیکه د ګډون لامل کېږي دلته ګورو مڼه له ونې سره بنسټيزه اړیکه لري ځکه پرته له ونې خو مڼه نه وي. یا هم ډوډۍ له اوړه سره له اوړه پرته ډوډۍ نه شي پخېدای؛ حتا اوړه چې نه وي د ډوډۍ په نوم کوم څه به بیخي و هم نه. ګربر وایي چې مڼه د میوو مانیزه حوزه کې یوه کلمه ده او ونه د یوې بلې مانیزې حوزې لکه د باغ د مانیزې حوزې.

پایله

هغه څه چې په دغې مقالې کې پرې بحث شوی د وایز ګربر او تریر له نظره په تاریخي ډول د مانیزې حوزې څېړنه، پالمر له نظره مانیزه اړیکه او د پورتسیګ له نظره په تشریحي ډول د مانیزې حوزې څېړنه، تعریفونه او د مانیزې حوزې تاریخ دی.

مانیزه حوزه د مانا پوهنې پوهان بیلابیل ډول تشریح او توضیح کړي؛ خو موخه د ټولو پر یوه تعریف راټولېږي، چې یوه مانیزه حوزه له هغو واحدونو جوړيږي چې سره مانیزه اړیکه ولري. په تاریخي ډول یې بیلابیل بدلونونه هم په ګوته شوي او د مانیزې حوزې موخه هم څرګنده شوې ده.

لکه څنګه چې په جزیاتو کې یوه ژبه له بلې ژبې سره توپیر لري او د یوې ژبې ټول خصوصیات پر بلې ژبې نه شي تطبیقیدای، همدا رنګه د یوې ژبې مانیزه حوزه له بلې ژبې سره توپیر لري؛ نو دا ویلی شو چې د یوې مانیزې واحدونه د علم په بنسټ نه بلکې د قومي او فرهنګي بارونو پر بنسټ ټاکل کېږي؛ ځکه دا حوزې په بیلابیلو ژبو کې بیلابیلې بڼې لري.

ماخذونه

۱: ارغند، ذبیح الله صاحب.(۱۳۹۶ل). مانا پوهنه. کابل: پکتوس خپروندویه ټولنه.

۲: ایرانزاده، نعمت الله.(۱۳۹۷ل). تحلیل حوزه های معنایي. تهران: دانشګاه طباطبایي.

۳: صفوي، کورش.(۱۳۸۳ل). نګاهی به نظریه های حوزه معنایي واژګان فارسي.شیراز: مجله علوم اجتماعي و انساني دانشګاه شیراز.

۴: مقدم، محمد دبیر.(۱۳۹۰ل).زبان شناسي نظري پیدایش و تکوین دستور زایشي(ویرایست دوم). تهران: سازمان چاپ و انتشارات اوقاف.

۵: وزیرینا، سیما.(۱۳۹۷ل). زبان شناخت. تهران: نشریه قطره خیابان انقلاب ابتدای وصال شیرازي.

6: pul Kay.(1977).semantic fields and lexical structure. Berkeley: University of California

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.