خرابات کوڅه وتړل شوه

پتانه ژوند

599

« په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه
{ګلۍ وریږي}مه ځه دلته شپه وکه پاتي شه باران دی#

دا هغه سندره ده چې د افغانستان راډیو ستیشن نه بیلا بیلو هنرمندانو په خپل غږ په تقرار ډول وویله
دا سندره له کلونو راهیسته د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کوڅو کلیو او درو کې انعکاس کیده

د دې سندري غوښتنه ډېره عجیبه  او کلونه وړاندي له توپانو ویره وه
شاید , د دې سندري ویوونکو  هنرمندانو دا  حس کړې وه چې توپان راتلونکی دی او خپله وېره او پیغام  یې اظهار کړی وو.

خواشینونکې ده چې طالبانو په خپل راتګ سره د افغانستان  د هنر او موسیکې  غاړي ته رسۍ واچوله ، سندره یې خاموشه  او د سندري د پیشګویي توپان حاکم شو طالبانو موسیکې حرامه وګڼله او سندره یې کافره کړه.

د کابل په ګډون  له شوره او د سندرو په غږ ښایسته ښار خاموشه شو او موسیکي سکوت وکړ ,کلپونه ,ستیجونه ,سینماوي او ستوډیوي په یوې ګردجني چوپتیا وپوښل  شوې, او دروازې یې کلوف شوې.

هنر خاموشي نه لري بلکې په افغانستان سره محدود او افغانان محروم شول

افغانستان د نړۍ هغه هیواد ده چې خپله او فرهنکې اسیله موسیکي لري چې کلونه کلونه یې ژوندۍ ساتلې او ځیني الې یې پخپله ساز کړې دي ,
دا باید ووایو چې په دې ورستیو کلو کې د موسیکې لپاره ډیر کارو وشو بې شمیره ښځینه او نارینه هنرمندانو د موسیکۍ ډګر ته را ودانګل, په پخوانیو سندرو یې کار وکړ او نوښت اوره پعالیتونه یې مخته یووړل,  د موسیکۍ  په ډکر کې یې نه ستړې کیدونکې هڅي او تکلفونه وګالل.

افغانستان میلینونه د هنر مینوال او زرګونه هنرمندان لري ,چې امو, هلمند او کابل سیند به یې د خپلو مستو څپو په شور او شڼا سره نومونه اخیستل او د سندرو بدرګه به یې کوله

د یادوني وړ ده چې  هنر او موسیکې په افغانسان کې خپله ډېره پخوانۍ مخینه لري او له همدې توسنه کابل خرابات کوڅه د هنر او موسیکې کوڅه یاده شوې .

خرابات په کابل کې هغه کوڅه ده چې ګڼ شمیر اوسیدونکي یې هنرمندان دي ,د موسیکې الې کښي جوړیږي او کلونه کلونه هنرمندانو د همدي هنر له لاری یوه ګوله ډوډۍ خپلو ماشومانو ته پیدا کوله

طالبانو خرابات کوڅه وتړله او هنرمندان یې بې شرنویشته پریښودل او د خولې ډوډۍ یې له لاسه ځیني په زور  واخیسته او د هنرمند اولاد  فقیر او  اواره  شول

دا به  د هنرمندانو او هنر  د مینوالو لپاره د نه زغملو وړ وي چې خرابات وتړل شو.

ډیره  دردونکې ده چې هنرمندان د هنر د تړلو سره له ګڼ شمیر ستونزو  مشکلاتو سره لاس او ګریوان خپل راتلونکې ته ډیر اندیښمن دي.

هنرمندانو د جګړې زید شعارونه په موسیکي ورکول,مګر وس  بې توانه د ژمې شپې او ورځي په بې وسۍ سره په خپلو سړو بې تودوخي او بې ډوډۍ کورونو کې سبا کوي.
هلمند، امو او کابل سیند  ناهیلی او خاموش تیریږي.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.