خوشحال ماشوم

مدینه احمدي

400

کوچني ماشوم په چابدلي مخ لاس تیر کړ.
په خپلو وچو پرې شوو شونډو یې ژبه تیره کړه,نمجني لویي بڼوري سترګي یې وځلیدې،  پر سړک یې مخامخ منډه واخسته
شیبه وروسته د ایسکریم  کراچی ته ودریدو په خپل پرې شوي جیب کې یې لاس دننه کړ, او چابدلی تور لاس یې تش راویست د موټر څخه په قد لوړ دریشي کړی سړی راکته شوو لوکس موټر څخه  دوو ماشومانو سرونه رایستلي وه کوچني ماشوم ورته په حیراني وکتل
په خپلې پري شوې خیرني لمنه یې ژر  لاس وواهو بیرته یې موټر ته وکتل یوه یې په پلار غږ کړ , ابا ککوي  ایسکریم راته واخله
دریشي کړي سړي وخندل څو ایسکریم یې واخستل ماشوم زیاته کړه کاکا پی(روپی)  راکه ایسکریم اخلم سړی زیاته کړه نشته هلکه مه مې پازابوه.

موټر حرکت وکړ
ماشوم بیرته د ایسکریم  پلورنکي په لوري وکتل خواره خوله یې ورته ونیوله ماشوم ژر بیا لاسونه جیب ته دننه کړل سترګي یې وځلیدې دوه ګون یې راویست سړي ته یې ونیوې  تر ډیرو یې کوچني چابدلي لاسونه سړی ته نیولي وه
سړی غوسه شوو د ماشوم د لاس څخه یې دوه ګون واچوو
ماشوم سترګي له اوښکو ډکي شوې، شیبه وروسته یې په کراچۍ باندي د ایسکریم لګول شوي تصویر ته وکتل سترګي یې وځلیدې ژبه یې پرې تیره کړه او په خوشحالي روان شوو .

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.