رښتوني رهبران د خلکو په خدمت باور لري

لیکنه: مقتصد ستړی

193
رښتوني رهبران هغه دي چې د خلکو په خدمت باور ولري، نه دا چې د خلکو له باور څخه په استفادې د ځان په ګټه سیاست وکړي.
علامه شبلي نعماني په داسې حال کې چې د سیاست او حکومت تر منځ روښانه کرښه په ګوته کوي، د حکومت او ولس تر منځ بې اتفاقي هم خطرناکه بولي او دا هغه رنځ ګڼي چې د خلکو هوساینه له منځه وړلی شي.
 حضرت عمر رضی الله عنه د پیسو په حساب او راکړه ورکړه کې دومره محتاط و، چې له دولتي شمعې څخه به یې یوازي په رسمي کارونو کې کار اخیست، که څه هم هغه به د حکومت چارې په ښه توګه سرته رسولې خو بیا به هم له خدایه دومره وېرېده چې ویل به یې کاش چې زه مې مور نه وی زېږولی.
 د حضرت عمر بن عبدالعزیز په اړه ویل کېږي چې یوه ورځ یې کوم سفیر ملاقات ته راغلی و، نو دی لږ ناوخته شو، کله چې د ځنډ لامل وپوښتل شو،  څرګنده شوه چې د هغه همدا یو کمیس وو، چې مینځلی یې و او دی یې وچېدلو ته په تمه و.
 په دولتونو کې د ثبات اصلي عامل هغه اقدامات دي چې د خلکو د سوکالۍ په کټګورۍ کې راځي، له همدې امله د افلاطون په وینا یو حاکم باید یو فیلسوف وي چې په سختو وختونو کې د هر ډول حالاتو په اړه ژور فکر وکړي او غوره حل لاره یې ومومي.
امام غزالي رض به مسووليت د هغه چا پر سر ور اچاوه چې هوښيار به و، ترڅو د اخلاقي او اقتصادي برنامو په اړه بې تفاوته پاتې نشي.
دا مهال حکومت په داسې یو جال کې راګیر دی چې له یوې خوا یې د وتلو او د ستونزو حل ناشونی ښکاري، له بلې خوا نه شي کولای چې له ولس سره کړې ژمنې ترسره ورسوي.
زما په اند حکمران که هرڅوک وي خو چې خلک د وخت او ژوند څخه تنګ نه ووسي، اوس چې دا ولس په پرله پسې ډول له کړاوونو سره مخ دی، حتا حالت یې دې حد ته رسېدلی دی، چې د پوهنې او روغتیا په څېر اسانتیاوې یې هم له منځه تلونکي دي، معنا دا چې د هغو کسانو کارکردګي مایوسه کوونکې ده چې خلکو ته اساسي اړتیاوې برابروي.
که څه هم زموږ چارواکي خپل شخصي عیش او عشرت او غیر پرمختیایي لګښتونه نشي کمولای، مګر بیا هم سیاسي بصیرت او د فکر ځواک ته اړتیا لري، څومره چې موږ په حقایقو باندې سترګې پټې ساتو، دا غمیزه به دوام پیدا کوي،  همدا واقعيتونه دي چې نن ورځ په سلو کې پینځوس تنه په سختو قاچاقي لارو کډوالۍ ته مخه کوي او همدومره شمېر یې په هیواد کې دننه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ دي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړل زموږ د دولتونو  موخه نه وه او نه یې کوم داسې اقتصادي ثبات ته لومړیتوب ورکړ چې د لوږې او فقر له امله د مړو شمېر راکم کړي، ځکه چې اقتصادي واقعیتونه زموږ د نیکو هیلو تابع نه دي بلکې عملي کار ته اړتیا لري او دا باید په واضح توګه وویل شي چې افغان انسان د خپلې بدبختۍ اصلي عامل دی.
په پای کې باید ووایم چې له دې بدمرغیو څخه د راوتلو لار یواځي او یواځي ملي مترقي سیاست دی او افغان ځوانان چې د وخت رښتوني استازي دي، د ملي مترقي سیاست په خپلولو سره به وکولای شي چې د هیواد او خلکو غوره راتلونکی پخپله وټاکي.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.