کریمه فیض زاده رسولي زموږ دیاده نه ده وتلې

ننګیالی بڅرکی

581

« کریمه فیض زاده رسولي زموږ دیاده نه ده وتلې »
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د کندهار وتلې شاعره پوهه او مدنی فعاله خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي.په یوه منوره او ښوونیزه کورنۍ کي په کال ۱۳۳۵هـ ش کال کی زیږیدلې ده پلار يې حاجي عبدالشکور خان د کندهار د نامتو پوهانو او منورینوڅخه وو،چی خپل ټول اولادونه ئې هیواد پاله او تعلیم یافته وروزل.لکه :
پروین ملال فیض زاده، انجنیر عبدالرسول فیض زاده،محمداکرم فیض زاده،خوۍهمدغسي د کورنۍ د ښې تربیې په سلسه کي خدای بخښلې کریمه یوه هیواد پاله باجرئته شاعره وه چي د کندهارۍد طلوع افغان په ورځپاڼه کي د مخکښوښځو په قطار کي وځلید له.خدای بخښلې کریمي فیض زاده رسولي په نثر او نظم کي هغه پاخه اثار او لیکني را منځته کړې چي په کندهارکي د ښځوشاعرانو په لومړي قطارکي حسابل کیږي۔۔۔
په رسمی توګه خدای بخښلی کریمې د طلوع افغان سره په ادبي صفحه کي په ۱۳۵۰هـ ش کال کي خپله همکاري را پيل کړه،ترهغه را وروسته ئې دهیوادپه۔۔۔۔ بیلو،بیلومجلو او اخبارونو یا نشراتوکي مضمونونه او شعرونه خپاره سوي دي۔۔۔
د خدای بخښلي کریمې د ژوند ملګری خدای بخښلی علي احمد رسولي چي خپله هم شاعر،لیکوال او د بیالوژۍ په برخه کي یوعلمی کدروو.دکابل دپیداګوژۍ په پوهنتون کي استادۍاوۍد همدغه پوهنتون د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله،د دې درنې کورنۍ سره ما د ژوند په اوږدو کي شناخت او داسي اړیکي درلودلې لکه د یوې کورنۍ غړي چې یو د بله سره لري.ترهغه وخت چی په کابل کي د جنګ سالارانو مجاهدینوخپل منځي جنګونه لانه وه موږ یو د بله سره همیشه تګ او راتګ او کورنۍ شناخت دۍورورولۍ ترحده درلودی۔۔۔
د خدای بخښلی کریمې او خدای بخښلي علي احمد رسولي تر منځ مینه او محبت تر هغه اندازې ډیر وو. چي څه وخت خدای بخښلې کریمه د یوه دوامداره ناروغۍ له کبله د مسافرۍ په ستړي حالت کی په کال ۱۳۹۷هـ ش کي د یوې نا اعلاجه ناروغۍ په وسیله د می د میاشتي پر دیرشمه نیټه د جمعی په ورځ وفات سوه.نوسمدلاسه د خدای بخښلي د وفات سره سم یو لږ موده وروسته علي احمد رسولي هم سمدلاسه عجل ته لبیک ووایه او دخپلي میرمني سره په ابدي خوب ویده سو.
د دوی دي خدای مل سي روح دې ښادوي.

خدای بخښلی کریمی فیض زاده رسولي د شعرونویوه ډیره په زړه پوري مجموعه موږ ته را پرایښې ده چي دخپل وخت عیني شرایط ناخوالی اودسمون چاري ئې په شعرکي دمیني سره یوځای لیکلی دي.داهغه څه دی چي زموږافغانان دجنګونوسره یوځای مینه،دوستي محبت هم لري.خوددې دشعرمحتوا په دې سره دارزښت وړده چي:هغه دمیني اومحبت دلاری افغانان دخپل هيواد،خلکو،قومونو،کورنيو او انسانی ژوند ته دمیني پرګلشن سره راټولوي.

د خدای بخښلی کریمې شعري نازک خیالي ،استعارې، کنارې اوشعري جوړښت ویونکي ته ښکلی احساس اوخوند ورکوي.د شعرونوسبک ئې پرعروضي اوکلاسیک سبک جوړ او د ځانګړی خوندلرونکی شعرونه دي۔۔۔۔ خو د ځینو شعرونو بنسټ ئې پر آزاد سبک او شعری جوړښت باندي دی. چي هغه هم د کیفیت له مخي ډیر د محتوا څخه ډک او الهام بخښونکي شعرونه لري ۔۔۔۔
د کریمي شاعري د یوه پاخه شاعر ځانګړني په ځان کی لري، او هره تشبیه ئې پرځای او د خونده ډکه ده۔۔۔۔۔د خدای بخښلي کریمې شعرونه پر ریالیستیک سبک برابردي او د ټولنی عینی شرایط ئې په داسي حال کی په شعري ژبه انځورکړی دي چي هم ئې نا خوالي انتقاد کړی دي او هم ئې د حل وړ لاري چاري په شعرکي بیان کړي دي۔۔۔
خو د شعرونوپه ټولګه کې رومانتیک او دۍخوند شعرونه هم د خپلي ځانګړي معنا سره شته .خدای بخښلې کریمه او خدای بخښلی علي احمد رسولی تر ۱۹۹۱م کال پوری د دریم مکرویان په شاه وخوا کي زموږ سره نژدې کورنیولی وو۔۔۔۔ زموږ ترمنځ د پنجشنبې د ما ښامونو ناسته ولاړه کیده او موږبه د دوی کور ته ورتلو یا به دوی زموږ کورۍته را تلله.ما د هغې په ژوند کي د هغې شعرونه خپله د خدای بخښلي کریمې او رسولي صاحب څخه اوریدلي وه.چی د ځانګړی خوند اوستایني وړوه۔۔۔
زموږ کهول اودخدای بخښلي رسولي صاحب کهول په فکري لحاظ سره یوشانته وه.اوډیر مو سات هم سره تیروو.

خو! د بده مرغه چي به هیواد کی د مجاهدینو تر منځ جنګونو د هیواد بلبلان ټوله د خپل بڼ څخه وشړل چی په دغه ترځ کی خدای بخښلی رسولي هم زما په شان فرار ته مجبورکړل سو.او د مهاجرت ستونزمند شرایط د کریمې نازک شاعرانه زړه تحمل نه کړای سو. او ډیر لږ وخت ئې د مرګ او ژوند تر منځ سخت جسمي او روحي دردونه تیرکړل ترڅوپه کال ۱۹۹۷ کي حق ته وسپارل سوه.
د خدای بخښلي کریمې په دغه ناروغه حالت زه نه وم خبراویوه ورځ په کراچي کي ،ددوی کورته ورغلم. خوبرسیره پردې چي ددې صحیح حالات ښه نه وه. خو دیوې افغانی با مسؤلتی پښتنې خورپه توګه ئې زه دغرمي پرډوډۍ په ټینګارسره پاته کړم. او دغه وخت خدای بخښلي کریمې هم ډیرسخت دردونه درلودله . چي زه پردغه را تګ دځانه سره پښې مانه سوم. اوددې پرناروغۍ باندي سخت خواشنی هم سوم. اوتراوسه می هم دغه دردناکه خاطره دیاده نه ده وتلي.تر څو چی بیا زه وه اروپاه ته مهاجرسوم. اودخدای بخښلي رسولی صاحب لیک را ته راغلی اودمایوسۍ په فضآ کې دخدای بخښلی کریمي دمړیني خواشینونکی خبرراکړ.ددې خبرپه اوریدو سره مایوه زړه وره خور دلاسه ورکړه.

خدای دی دغه معصومه هیوادپاله خورکریمه وبخښي. د دې پرمړیني نه یوازي د هغه دوستان او د کورنۍ غړي د غم پر ټغر کښیناسته بلکی پښتانه او افغانان لیکوالان ئې هم په ویر کي ورسره شریک سوه.
د عرفان د کتاب خپرونی مؤسیسې په ۱۹۹۵م کال د خدای بخښلي شعری ټولکه (زخمي شونډي) کتاب خپورکړ.چي د طاهرافریدي له خوا سریزه پرولیکل سوه اوهمدغسي د ښاغلي محمد یوسف ویران لخوا یادونه پر سوې ده او د ښاغلي محمد معصوم هوتک لخوا په زر نګار جریده کې د عقرب د میاشتي په ۱۰مه ګڼه کی یادونه سوې ده۔۔۔۔ او همدغسي د دې په یاد د کراچي د منورینولخوايې سیمنارونه او تجلیل سوی دی۔۔۔

او همدغسي د مسافر په میاشتنۍ جریده کې هم د دې د مړینی خبرخپورسوی دی. دا اوس زموږ په منځ کی شاعره کریمه نسته خو یادونه به ئې زموږ سره ټول عمر را سره وي.

دلته موږ د خدای بخښلي کریمې په یاد دهغه د ټولګي څخه یو څو ملغلری د بیلګی په توګه را اخلو څو د هغې یاد مو تازه ساتلی وي.
خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي وایی :

د سترګو فتنې
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا د سترګــوپه کا سو کي چي فتنه وړې
د زړه سر مــي بیا په کومه بهانه وړې

چي د غبرګو سترګو تور دي نیمه خوا کړه
څه حاجت دی چي پر شونډو نن خوږه وړې

خپل ایمان دي په محراب کي وو پلورلی
چــي نفس مــی د پــرد و په اشاره وړې

هغه شان دي تر چوخې لاندی برباد کړه
په لستوڼــي کـــي چي پټه پیمــانه وړې

زما له اوښکو هم ویریږې ښه پوهیږې
ګریوانه ته چي مي ګورې کناره وړې

سر پر سترګو مي د دار مرګی قبول دی
دا رسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې

زمـــا وینو هم بل قسم رنګ اخیستی
دا چــاړه که دي په وینو تکه سره وړې

۳۰ – ۱ – ۱۳۷۱هـ ش کوټه

همدغسي دسپین یا ازادشعر یوه بیلګه ئې په دغه ډول ده.

دخاوري دښمن ته!
ته به څه وائې وطن ته
چي زه څه یم ؟
داچي نن ئې ورانوي
او لټوې ئې
په کوم مخ ؟ او کومو ستر ګو؟؟
به وګورې؟
داړه ماره!
ګناه کاره
چي پلورې ئې
۳ـ ۳ – ۱۳۷۳
کراچي
یوه هم څلوریځه :

مرګ
چي دمرګ په لومه نه تلای ډیربه ښه وای
مــرګ نیستي ده ،نا بــودی ده ، جدایي ده

چـــي داتــوری پنجې کښیکاږې پر غا ړو
خــــوږ ژوندون لـــره ،برباه بربا دی ده

پښتنه مینه
۔۔۔۔۔۔۔۔
اوښکه پر ګریوان چي را ایله سوله
ښه سوه چي توده سوه لادرنه سوه
ښکلې سوه رنګینه سوه امیله سوه
هیــلــه سوه په مــیــنه پښتنه سوله

زخمي شونډي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
زړه ته مي نژدې ، نژدې اوسیږي اوس
مـــخ ته مي لا ډیر، ډیر منزلـــــونه سته

مــیــنــه پـــر زړه هسي لـــویــنــۍ راسي
خولې باندي تراوسه لا مهرونه سته

کومه لاره سمه چي پرې ورسمه؟
دې لاره کې هسي ګړنګونه سته

مــــا ویل : آزادبې له کـــړیو سم !
غاړه کي زندۍ لا ځینځیرونه سته

سترګي مې ویني چي نژدې را ځي
زموږ منزل ته لا ډیر فرسنګونه سته

زه به ئې په کومو شونډو ښکل کړمه
زما پر شونډواوس لاهم زخمونه سته
۱۸ ـ ۹ ـ ۱۳۷۱
(کوټه)

بــد مســتـــي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
چي دبل په میومست ئې او مستی کړې
څه به غم د خپل و طن د بد بختي کړې

څه به واخلې دوطن ددرد او رنــځــه!
چي په سرو وینو ئې لوبي په سستي کړې

سکروټه
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ایره نه وم سره سکروټه وم دننه
زه په بوټو اوخــځــلوددیګدان کې

یوه ورځ په لوبو،لوبو کي چا پؤ کړم
اوس لګیږم او بلیږم په خپل ځان کي

خدای بخښلي کریمې فیض زاده رسولي په خپل لنډوخت کي دهیوادپالني هغه ږغ په خپل قلم اوشاعرانه اندازکي پورته کی چی دغه ږغ به همیشه ژوندی وي.اودښمن ته ئې هغه ګذارپه خپلوادبي لیکنوکی ورکړی دی. چي ترتوري تیزاوترتوپک کړندی دی.
دخدای بخښلي کریمې دي روح ښادوي او یاددې تل پاته وي.

**************************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.