۵/متغیر یا متحول

عزت‌الله ادیب

491

په څيړنیز ژوند کې د متغیر یا متحول پیژندل حیاتي او مهم وي ځکه په دنیا کې د خلکو، ادارو یا ټولنو فکرونه او باورونه د دې متغیرونو پر مټ تحلیل او شنل کیږي، او همدا ځانګړتیاوې، چلند او باورونه په پراخه کچه متغیر او په دوامداره توګه بدلېدونکي دي. که چیرته ښه په دقت فکر وکړو، په طبعیي نړۍ کې، د غیر ژوندیو (غیر حیه) شیانو چلند یا صفتونه داسې دي چې موږ یې د بدلون فکر څه چې ان تمه یې هم نشو کولای، ځکه هغه طبعي او منل شوی جوړښت دی. د مثال په توګه، د اوبو د جوش نقطه، د جاذبې قوه یا د رڼا سرعت او…. دا هر څه وخت پر وخت تغیر نه کوي او نه بدلیږي، خو ټولنیزه نړۍ بیله دنیا ده او له طبعیي نړۍ سره ډير توپیر لري. څیړونکي د متغیرونو په کارولو او د دوی تر منځ د اړیکو موندلو، شنلو او تحلیل پر مټ په ټولنیز ژوند کې د توپیرونو د وضاحت لپاره کار کوي، خو دا کار هغه مهال ډير په زړه پورې شي چې د یوې سیمې د خلکو په ټولنیز ژوند، فکرونو او باورونو کې تغیرات څرګند او تشریح شي.

اوس یوه پوښتنه داده چې متغیر ولې مهم دي؟ په ساینسي علومو کې د هر څه اندازه کول یو مهم اصل دی، حتی هغه شیان چې په سترګو نه لیدل کیږي. په ټولنیزو څیړنو کې د همدې اندازې لپاره له متغیر څخه ګټه اخیستل کیږي او په پراخه توګه کارول کیږي. که تاسو غواړی په افغانستان کې د اوسنۍ حاکمې ډلې په اړه د ټولو افغانانو، لوستو نالوستو، بیلابیلو قومونو، مختلفو مذهبونو، نارینه یا ښځینه، قوم او قبیلې، مشرانو یا کشرانو او داسې د هر چا نظریات معلوم کړی، نو د همدې لپاره د همدې مختلفو متغیرونو پر مټ څیړنه تر سره کول مهم دي. په څيړنه کې عمومآ افراد نه بلکې ټولنه یا د خلکو یو مشخص سیټ یا ګروپ په نظر کې نیول کیږي، چې د هغوی د افکارو او باورونو یا تجربو، او په دې برخه کې د تنوع، په اړه څيړنه ترسره کیږي، او یا یې افکار او باورونه سره پرتله کیږي.

خو د ټولنیز ژوند په ګردش کې د تنوع اندازه کول ولې، او څومره ستونزمن دی؟ که د خلکو ورځني ژوند ته فکر وکړو نو ښکاره ده چې خلک له ټولنیز اړخه متحرک دي، چې دا تغیر په وخت او ځای دواړو کې واقع کیږي.  د مثال په ډول، زه د خپل ژوند په اوږدو کې په پردي هیواد کې د مهاجرت له بې وزله دیار څخه بیا په خپل هیواد کې د یو لوستي ځوان په حیث له پراخه پیچلیو لوړو ژورو څخه تیر شوم او په دې دوره کې مې صلاحیتونه او مسولیتونه له یو وخت څخه بل وخت ته ډير بدل وو.

همدا ډول، د وخت په تیریدو سره انسانان، ادارې او هیوادونه له تغیر سره مخ کیږي او له مختلفو لوړو ژورو څخه تیریږي. که تاسې د ځینو مهمو تجارتي کمپنیو تاریخ مطالعه کړی نو یوازې څو کاله به یې دوام کړی وي، خو بیا پکې لوی تغیر رامنځته شوی دی.

د مثال په ډول، په دنیا کې د مبایل مشهورې کمپنۍ نوکیا حالت وګوری چې حتی بازار کې یې نوم ورک شوی دی، یا اپل ته نظر وکړئ چې اوس د نړۍ پر بازار بادشاهي کوي. همدا ډول که د نړۍ نقشې ته ځير شئ، نو وبه ګوری چې سل کاله پخوا ځینې هیوادونه نه وو موجود او ځینې یې تازه رامنځته شوي دي. زموږ او تاسو په ګاونډ کې پروت پاکستان ته وګورئ چې یوازې څو کاله وشول چې رامنځته شوی دی.

نو پر دې اساس، که هر ډول یا د هرې برخې مثالونو ته متوجه شو نو د وخت په تیریدو سره د خاصو ځانګړتیاوو زیږنده وي، چې ددې تنوع څیړل، تحلیل او د وخت او مکان پر اساس یې تاثیرات څیړل ستونزمن خو مهم او اړین کار دی.

دا چې متغیر ولې مهم وي نو اصل جواب یې له پورته متن څخه ښه مالومیږي، هغه داسې چې ټولنې، ادارې او خلک ډير غیر‌متجانس دي او د وخت په تیریدو سره یې په حالت او ځانګړتیاوو کې بدلون راځي، نو د دوی د ځانګړتیاوو د پیژندلو، مالومولو او تر منځ یې د اړیکو د پلټلو لپاره متغیرونو ته ضرورت لرو.

په ټولنیزو امورو کې، ډيری متغیرونه لکه نژاد، قوم، جنسیت یا نابرابري په مستقیم ډول او ذاتآ نه لیدل کیږي، خو موږ بیا هم کولای شو چې د خلکو ادارو یا ټولنو په ځانګړتیاوو، چلند یا افکارو یې تاثیر (اغیز)، د تاثیر (اغیز) څرنګوالی او اندازه یې مالومه کړو. د مثال په ډول، تاسې نه شی کولی قد، وزن، عاید، قوم، خوشالي، مذهب، برابري یا مساوات یا کومه بله په زړه پورې ځانګړنه وګوری، خو کولی شو یو شخص د قد یا وزن او مذهبي عقیدې پر اساس وڅیړو او په همدې ډول د ټولنې ځانګړتیاوې هم مالومولی، او د وخت په تیریدو یې تغیرات تشریح کولای شو. نو په دې اساس، ویلی شو چې د یو متغیر د اندازه کولو او لیدلو لپاره موارد څیړل کیږي

کله چې د څیړنو یا ټولنیز ساینس ځینې پرمختللي مواد لولو، نو هلته یوازې د متغیر، موردونو یا مشاهدو نوم نه کارول کیږي، خو که په دقیقه توګه ولوستل شي نو په څرګند ډول مالومیږي چې متغیر شته، او یا کیدای شي په بل نوم وي، خو شتون یې لازمي دی. د متغیرونو په اړه مطالعه او فکر کول له انسان سره د ټولنیزو پدیدو د ښه شناخت په برخه کې مرسته کوي، او په همدې توګه انسان کولای شي پرمختللو څیړنو ته لار ومومي. خو که تاسو کمي سروې ترسره کوی نو مهمه ده چې متغیرونه مو باید مالوم (څرګند) او تعریف شوي وي.

که د کمي او کیفي کړنلارو له اړخه ورته وګورو، نو کمي څیړنې په واضح ډول د متغیرونو په اړه بحث کوي، تشریح کوي یې او د هغو مشاهداتو پر اساس چې د څیړنې له ټولو مقادیرو څخه پر لاس راځي، تعریف کیږي. یانې د یو متغیر په اړه د څیړنې لاندې ګروپ څخه چې کوم مالومات پر لاس راځي د همدې متغیر تعریف او څرګندونه کوي. خو کیفي او تاریخي څیړنې ډيری وخت لږې روښانه وي او ممکن چې د متغیرونو لپاره د مفهوم، موضوع، خاصیت، کیفیت او یا ورته نومونه وکاروي، او یا کیدای شي د بحث لاندې موضوع لپاره داسې نوم وکاروي چې د لوستونکي لپاره یې پیژندل یو څه ستونزمن وي،  خو متغیر به هرو مرو هلته موجود وي.

د کوم ډول متغیر پر مټ کمیت او کټګوري اندازه کیږي؟

ددې پوښتنې څخه داسې مالومیږي چې متغیر یوازې په یو ډول نه، بلکې په څو ډوله دي، خو دلته یې په دوه ډلو ویشو:

  • پرله‌پسې یا پیوسته متغیر: پیوسته متغیر هغه شی یا مورد تشریح کوي چې په دوامداره توګه داسې تغیر کوي چې یوازې د ارقامو پر مټ تشریح او ښوودل کیږي، لکه د یو شخص عاید، چې موږ یې یوازې کمیت ښوودلی یا مالومولی شو، خو ددې مقادیرو لړۍ کیدای شي لایتناهي وي.
  • مطلق یا طبقه‌ايز متغیر: هغه متغیر دي چې د ځانګړو کټګوریو یا صفتونو لیست لري چې کیدای شي په ډلو یا کټګوریو وویشل او مختلف نومونه ورکړل شي، چې دا ډول متغیر په کیفي څیړنو کې ډير وي چې موږ یې یوازې کټګوري تشریح کولی شو. د مثال په ډول، په افغانستان کې د تیر جمهوري نظام د نسکوریدو د لاملونو څیړل. په دې ډول کیفي څیړنو کې له مختلفو خلکو سره مرکې ترسره کیږي، د مرکو ټرانسکریپټ ترتیب او د تحلیل پر مهال د موضوعاتو کټګوري جوړیږي چې کوډ یې بولو او همدا کټګوري تشریح کیږي.

د کیفي اطلاعاتو تحلیل د کوډونو پر مټ ترسره کیږي چې هر کوډ فرعي کوډونه لري، او همدا کوډ د اطلاعاتو یوه کټګوري بللی شو. که د کیفي اطلاعاتو د تحلیل سره بلدتیا ولری، نو د این‌وي‌وو (NVIVO)یا اتلس ټي‌اي (ATLAS.ti) سافټ ویرونو کارول به مو کار خورا په زړه پورې او اسانه کړي.  د این‌وي‌وو (NVIVO) سافټ ویر د کوډونو یوه نمونه لاندې عکس کې لیدلی شی:

د متغیرونو تر منځ د اړیکو ازمییل یا پلټل:

په ټولنیزو څيړنو کې د متغیرونو تر منځ اړیکې، توپیرونه او اغیزې پلټل مهم اصل دی، چې د احتمال د جدولونو پر مټ کتل کیږي. د دوو متغیرونو د څیړلو او تحلیل لپاره له همدې جدولونو څخه کار اخیستل کیږي چې د تحلیل کار ډير اسانه کوي، او د کمپیوټر پر یو کمانډ (کلیک) دا عملیه ترسره کیدای شي. د پیوسته متغیرونو تر منځ د اړیکو د ازمایښت لپاره له سکاټرپلاټس (Scatter Plots)څخه کار اخیستل کیږي چې د دواړو متغیرونو فریکوینسي یو ځای ښوودل کیږي. همدا ډول، په کیفي تحلیل کې د متغیرونو تر منځ اړیکه پلټل مهم اصل دی او یوازې د متغیر د مواصفاتو تشریح د کیفي تحلیل اصلي مقصد نه تر لاسه کوي.

مستقل او تابع متغیر کوم دي؟

په ټولنیز ژوند یا څیړنیز کار کې د متغیرونو تر منځ د اړیکې په اړه پوهیدل لازمي دي، خو موږ تل غواړو پوه شو چې آیا دا اړیکه د علت او معلول له نظره ده، او که نه ده. ډيری وخت د علت په اړه، د تجربو له ترسره کولو بغیر، د قوي شواهدو موندل ستونزمن څه چې ان ناشوني وي. د دا ډول علمي تجربو پر مهال د یو متغیر مقادیر سالم ساتل کیږي او په بل کې تغیرات راوړل کیږي تر څو پوه شو چې یو متغیر پر بل هغه څه ډول اغیزه کوي، او دا کار د مستقل او تابع متغیر پر مټ ترسره کیږي.

په طبعي علومو کې دا ډول تجربې ډيرې ترسره کیږي، خو خصوصآ په کلینیکي ازمایښتونو کې چیرته چې، د مثال په ډول، مریضان په دوو ډلو ویشل کیږي، او بیا پایلې په مقایسوي شکل کتل کیږي تر څو د تداوۍ تاثیرات وکتل شي.

بل واضح مثال یې دا کیدای شي چې، د کرونا واکسین چې کله پر انسانانو ټسټ کیږي، نو ددې واکسین د تاثیراتو لپاره د کلینیکي ازمایښتونو تجربه عملي کیږي.

د مستقل او تابع متغیرونو تر منځ، تابع متغیر د اهمیت وړ دی او څیړونکی غواړي چې همدا متغیر تشریح کړي. خو مستقل متغیر هغه متغیر دی چې موږ یې د تابع متغیرونو سره د اړیکو د موندلو لپاره کاروو، چې ممکن ځینې یا ټول تغیرات ترې مالوم شي.

څیړنیزې کړنلارې کیفي یا کمي وي، یانې پر دې دوو ډلو تقسیم کیږي. کیفي څيړنې معمولا اکتشافي وي چې په هغه کې له ډيرو متغیرونو څخه ګټه اخیستل کیږي، خو یوازې کم تعداد موارد په ژوره توګه څیړي. مګر بل لور ته کمي کړنلارې یا څيړنې د کمو متغیرونو پر مټ ډير موارد څيړي. نو دا چې کوم ډول کړنلاره انتخاب کړی، یو شی چې باید په نظر کې ونیول شي همدا موضوع ده چې متغیر مو زیات موارد مو کم او یا که موارد مو زیات متغیر مو کم اوسي.

هغه څيړونکي چې تازه یې څیړنو ته مخه کړې او یا محصلین دي، هغوی دې پر دې نه خفه کیږي چې ولې یې په دې موضوع سر نه خلاصیږي، بلکه د وخت په تیریدو، د زیاتې مطالعې او عملي کار سره به یې په دې مسایلو ورو، ورو سم سر خلاص شي. د هر ډول څيړنې د ډيزاین په مرحله کې باید د متغیرونو په اړه فکر وشي، تر څو مالومه شي چې کوم اړوند متغیرات باید ولرې، د هغوی په اړه به مالومات له کوم ځای څخه را ټولوی، او کوم نوي مالومات باید تر لاسه شي. ددې لپاره لومړی باید پراخه مطالعه وشي، البته د دوهم لاس مواد، او دا مالومه شي چې نورو څیړونکو کوم متغیرونه څيړلي، څنګه یې تعریف کړي دي، او د مختلفو څيړونکو د کار او د متغیرونو د تعریف توپیر په څه کې دی.

لاندې دوه پوښتنې د لوستونکو لپاره لیکم، چې په اړه یې اضافي مالومات پیدا او ځان پرې پوه کړي. دا کار ددې لپاره کوم تر څو د دې مقالې او د اضافي مطالعې ترمنځ اړیکه رامنځته شي:

  • نور کوم او څو ډوله متغیر پیژنی/موجود دي؟ نومونه او تعریفونه یې له ځان سره یادښت کړی!
  • کوم متغیر مستقل او کوم تابع بلل کیږي؟ ولې؟ او کوم ډير اهمیت لري؟

راځئ دې لړۍ ته ادامه ورکړو او د څیړنو د خورا پر زړه پورې مسلک په اړه خپله مطالعه پراخه کړو!!!

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.