مځکه پر موږ تنګیږي

شاعر: محمود دروېش ژباړه: زهیر

607

مځکه پر موږ تنګیږي
موږ وروستي پړاو ته ټيلوي
په دې لاره کي زموږ لاسونه او پښې تڼاکي کيږي
مځکه موږ ژوي
کاش موږ ورباندي را شنه سوي غنم وای
مړه کېدای سوای او بیا را ژوندي کېدای سوای
کاش مځکه زموږ مور وای
هم داسي به پرموږ مهربانه وای
کاش موږ پر یوه ډبره نقاش سوي انځورونه وای
چې زموږ خوبونو پکښي ژوند کولای
د هیندارو په څېر
موږ د دوی مخونه لیدلي دي
چي د ضمیر په وروستۍ دفاع کې
په موږ کي چي څوک وژغورل سي د هغو په لاسونو به ووژل سي
موږ د دوی د ماشومانو پر جشن اوښکي څڅوو
موږ د دوی مخونه لیدلي دي
چي زموږ ماشومان به
د وروستي سر پناه له کړکیو څخه دباندي وغورځوي
زموږ ستوری به هینداري را وځړوي
موږ د وروستي سرحدونو وروسته چیري ولاړسو؟
مرغان له وروستي اسمان وروسته چیري والوزي؟
بوټي د هوا له وروستۍ ساه وروسته چیري بیده سي؟
موږ به خپل نومونه په سور سیند لیکو
د هغه سندري لاسونه به غوڅ کړو
چې زموږ پر جسدونو پای ته رسي
موږ به دلته مړه کیږو
دلته په وروستي پړاو کي
دلته او دلته
زموږ د ویني به د زیتون وني راشنې سي

عکس: محمود دروېش او میرمن يې.

****************************★*****★******★★★

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.