امریکا ته ايستل شوي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

785
۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د امریکا کانګریس د هغو لسهاو زرو افغانانو د اقامت قانون په پاس کېدو کې پاته راغلی چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا ته ایستل شوي دي. دوی ته دوه کلنې موقتي اقامې ورکړل شوي چې موده ېې په راروان اګست کې پای ته رسيږی.

د امریکا د اوسني کانګریس د دواړو خونو يو شمیر غړي هیله مند ول چې د حکومتې بوديجې په لایحه کې د دغو افغانانو د دایمې اقامت موضوع به حل شي، خو هڅې ېې ناکامې شوې او موضوع نوی کال ته پاتې شوه چې هغه وخت به په مجلس کې ډير واک د جمهوري غوښتونکو په لاس کې وي. په دې حساب د اوس له پاره په امریکا کې د دغو افغانانو راتلونکې، چې د ۲۰۲۳م کال په اګست کې ېې د موقتي اقامو وخت پوره کيږي، ناڅرګند دی.

امریکا ته د ایستل شوي یو افغان نظر

د متحده ایالاتو حکومت، دغه افغانان د هغوی د خدمت په خاطر د «آپریش الایز ویلکم» عملیاتو د یوې برخې په توګه په موقتې توګه ومنل. د دوی له ډلې يو هم ۳۰ کلن محمد بهزاد حکاک دی چې د موقتي اقامې پر اساس، نشي کولای د امریکا د ویرجنیا کې کار وکړي او یا ځای پر ځای شي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې د بشر حقونو د مدافع په توګه کار کړی دی چې پر وینا ېې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره زیانونه لېدلي: «موږ په افغانستان کې هر څه له لاسه ورکړل او اوس دلته د خپلې راتلونکې په هکله هم نه پوهیږو.»

د افغانانو د ملاتړکونکو ناکامې هڅې

د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو د غړو ېوې ډلې چې د پخوانيو تجربه کاره پوځيانو بنسټونه او پوځي چارواکو ېې ملاتړ کوي، د ۲۰۲۲م کال په جریان کې پر کانګرس فشار راوړ تر څو د تخلیه شوو افغانانو د اقامې اړوند قانون (Afghan Adjusment Act) تصويب کړي، کوم چې د موقتي اقامو تر پوره کېدو وروسته د افغانانو له احتمالې سرګردانه کېدو څخه ورباندې مخنيوي کېده، خو ونه شو.

د طرحې ملاتړکونکو فکر کاوه چې د نومبر میاشتې تر ټاکنو وروسته به کانګریس کې دغه موضوع حل شي، ځکه چې د دواړو ګوندونو له ملاتړ څخه برخمنه وه، خو دوی وويل چې ټولې هڅې ېې د یوه کس له خوا له ناکامې سره مخ شوې.

دغه کس د سنا په قضايي کمېټه کې د امریکا د آيووا له ایالت څخه لوړپوړی جمهوري غوښتونکی سناتور، چاک ګراسلي دی کوم چې د مهاجرت له قضیو څارنه کوي.

د مخالفت دلیل

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی پوځي، شاون وان دایور، د افغان ایوک په نوم د یو ائتلاف مشر دی کوم چې د افغانانو د بیامېشتېدا ملاتړ کوي. هغه وويل: «موږ هيڅ کله له ېو قانون څخه دا ډول ملاتړ نه وو ليدلی. دا زما له پاره واقعا ډیره دردونکې ده چې له آيووا څخه یو شخص کولی شي دا بند کړ.»

دغه سناتور د میاشتو له پاره استدلال کړی چې په دغه طرحه کې يوازې هغه کسان نه دی شامل کوم چې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا همکاران ول بلکې داسې کسان هم پکې شته چې سابقې ېې په سمه توګه اروزل شوي نه دي.

ګراسلي اسوشتید پریس ته وويل: «تر ټولو مخکې، باید هغه خلک چې زموږ هیواد سره ېې مرسته کړې له هغو ژمنې په بشپړه توګه برخمن شي چې موږ ورسره کړې ده.»

هغه زیاته کړه چې د «رایه اچونې په پروسه کې ځېنې اختلافات موجود دي او دا یوه ستونزه ده چې تر اوسه ورباندې کار نه دی شوی.»

د ملاتړ کوونکو د هڅو ادامه

خو هغه خلک چې غواړي دغه قانون پاس شي د سناتور ګراسي نظر ردوي. د امریکا څه باندې ۳۰ تنو متقاعد پوځي افسرانو، چې په هغو کې د لوی درستيزانو کميټې درې پخواني غړي هم شامل دي، کانګریس ته یو لیک استولی دی تر څو دغه قانون منظور کړي. د امریکا غږ ويب پاڼې د رپوټ له مخې، »سپېنې ماڼۍ هم د منظوریدو غوښتنه کړې.«

که دغه قانون تصويب شي په هغه صورت کې په شرایطو برابر افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدو شرایط برابر او دوی به وشي کړی د امريکا تابعت ترلاسه کولو له پاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري. عین کار په تېر کې د کیوبا، ویتنام او عراق په څير مهاجرو هم کړی دی. د قانون پاس کېدل کېدای شي له خطر سره مخ هغو افغانانو د خوندیتوب له پاره هم کومک وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.