د پوهاند محمد صابر خويشکي پښتو معاصرګرامر ته کتنه

فرزانه زیار

1,111

 سريزه

ادبي کره کتنه يا نقد هغه علم دی چې د يوه ادبي اثر ښیګڼې او بدګڼې را په ګوته کوي، اثر کومې ښيګڼې لري او کومې برخې یی د تامل وړ وې.

نو په دې سمستر کې هم زما کورنۍ دنده د پوهاند محمد صابر خويشکي معاصر ګرامر ته کتنه وه، سره له دې چې زما پوهه لا تراوسه ډېره کمه ده او ځان ددې وړ نه ګڼم چې د يوه ستر پوهاند پر اثر د کتنه وکړم؛مکر بیا مې څه پرې وليکل…

د پښتو ژبې په ګرامر ليکنه کې له دې میتودونو څخه کار اخستل شوی دی د عربي پوهانو د میتود پر اساس ګرامر ليکنه، چې دا هم موږ په خپلو پخوانیو ګرامرونو خصوصا د پوهاند صديق الله رښتين په آثارو کې وينو ، بل ميتور یی د غربي پوهانو د ميتود پر بنسټ ګرامر ليکنه ده چې په اروپا کې لومړنی قوم چې په ګرامر ليکنه یې پيل وکړيونانيان و، او د فلالوژۍ اصطلاح یې غوره کړه،ارسطو د پلاتون پر خلاف باور درلود چې ژبه يوه فطري پديده نه بلکې يوه ټولنيزه او اکتسابي پديده ده.

د ژبپوهنې د اساساتو پر بنا ګرامر ليکنه:

دا ميتود د شلمې پیړۍ له پیل څخه په غربي هیوادونو کې رواج وموند، ددغه ميتود پیروان عقيده لري چې ((هره ژبه د ځانګړي سختماني او دستوري نظام لرونکې ده))

نو هره ژبه باید د خپل جوړښت پر اساس وڅيړل شي او ګرامر ورته وليکل شي.

 د کتاب پيژندنه

په کوم کتاب چې زه نن کتنه کوم د پښتو معاصر ګرامر د پوهاند محمد صابرخویشکي کتاب دی، په (۱۳۹۵) کال کې جهان دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی او ټول (۳۴۰) مخه لري؛ په دې  کتاب کې پښتو فونولوژي، مورفولوژي او نحوه تشريح شوي دي.

لومړی يي د کتاب له نوم څخه راپیلوو، د کتاب نوم دی: پښتو معاصر ګرامر

دا چې ولې به يې ورته د معاصر ګرامر نوم غوره کړی وي زه هم نه پوهيږم، پوښتنه داده چې دا نور ګرامرونه چې تر دې ګرامر مخکې ليکل شوي وو معاصر نه وه!؟

په دې کتاب کې پښتو فونولوژي، مورفولوژي او غوڼډله پوهه(نحوه) په بشپړ ډول نه خو تر يوې کچې تشريح شوي دي .

دا کتاب چې په(۱۳۹۵) کال کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی ،د کتاب په لومړي سرکې د خپرندويې ټولنې یادښت چې مجیب الله نوري ليکلی،راغلی دی.

ورپسې دا کتاب محمد صابر خویشکي خپلې درنې مور او ماما ته اهدا کړی دی، ورپسې مخکینۍ خبرې چې پوهاند صاحب ددې کتاب پر اړه غږيدلی دی، ورپسې د مطالبو لړليک راغلی دی چې دا کتاب پر څورلسو څپرکو باندې ویشل شوی دی

ورپسې سريزه راغلې ده چې په سریزه کې د تاريخ په اوږدو کې د  ګرامر ليکنې پر ميتودونو باندې غږيدلی دی، چې د عربي پوهانو پر اساس ګرامر ليکنه، د غربي پوهانو د میتود پر اساس ګرامر ليکنه، او د ژبپوهنې د اساساتو پر بنا ګرامر ليکنه تشريح شوې ده.

په لومړي څپرکي کې د پښتو فونولوژۍ  پر اړه معلومات راغلي دي چې فونیم څه ته وايي د فونيم او ګرافيم، پښتو فونيم او د هغه ډولونه(واول،کانسونینټ،سيم واول او ډيفتانګ، واکه مرکب،کلسټر)

په دويم څپرکي کې د پښتو کلمو په پای کې د فونیمونو مورفالوژیک ارزښت؛لکه:د کلمې په پای کې د خپلواکو غږونو مورفالوژیک ارزښت،د بیوالو غږونو مورفالوژیک ارزښت، د پښتو ياګانو او واوونو په برخه کې ګرافيمیکي

ستونزې او د هر څپرکي په آخر کې د موضوعاتو لڼډيز او پوښتنې راغلي دي.

په درېيم څپرکي کې د مورفو فونولوژیکي اووښتنو په اړه معلومات راغلي دي؛لکه:همرنګي (پرمختګې همرنګي، پرشاتګې همرنګي،ګاوڼډه همرنګي، ناګاوڼډه همرنګي)ناهمرنګي، زنځيري واحدونه،نازنځيري واحدونه(خج، آهنګ،بیلتون او پيوستون،څپه یا هجا، واولي بدلون،لويدن یا حذف یا ادغام(( په پښتو کې د کانسونینټونو  د حذف په وسيله،د واول د دخول په واسطه،سينکوپ، اوړون، زياتيدن یا افزایش)) راغلي وو.

په څلورم څپرکي کې د پښتو—اوستا او ځينو نورور لرغونو ژبوغږيز اوړون لڼډه پرتلنه راغلې چې خپلواک، بیواک او غبرګغږونه یی سره پرتله کړي.

په پينځم څپرکي کې دپښتو مورفولوژۍ په اړه معلومات راغلي دي؛لکه: الومورف څنګه پيژندلی شو، مورفيم او څپه، مورفيم او کلمه،په آخر کې هم د موضوعاتو لڼډیز او پوښتنې راغلي دي.

په شپږم څپرکي کې د مورفيم ډولونه تشريح شوي دي چې مورفيم په څو برخو ويشل شوی دی .

په دې کتاب کې یې مورفيم په دوو برخو ویشلی دی

ناخپلواک یا مقيد  مورفيمونه:(۱-سربلونه او اوستربلونه،د غږونو يا اصوات نښې،۲-ادات:ارتباطي ادات، تشبیهي ادات،د عطف ادات،د اضافت ادات)

په اووم څپرکي کې د تړلو مورفیمونو صرفي ارزښت

نا اووښتي نومونه

تاړي يا وندونه(د نفي او نهي مختاړي، د مطلقيت مختاړي، کلمه جوړوونکي مختاړي)

روستاړي(صرفي روستاړي په اوسمهال کې له ټولو فعلونو سره،مفعولي روستاړي، کلمه جوړوونکي روستاړي)

دویمه برخه: خپلواک يا نامقيد مورفيمونه:

نوميزې ډلې: څيز نوم

د نوم ډولونه(ذات اسم، د مانا اسم،خاص اسم، عام اسم،جنس اسم، جمع اسم،صوت اسم)

د نوم ګرداني اړخونه( نوم د جنس، عدد او حالت له مخې ګردانيږي)

د نوم حالتونه د مطابقت له پلوه(فاعلي حالت، مفعولي حالت،اضافی حالت، ندایي حالت) دي.

د نوم حالتونه د اداتو په ملتیا(با واسطه مفعولي حالت،د په سربل په ملتیا،د سربل او اوستربل په ملتيا،ظرفي، مکاني او زماني حالت)

په نهم څپرکي کې جمله تشريح شوې ده

د جملې تشکیلوونکي عناصر(مسند او مسند الیه)

مسند، د فعل تعريف…

د فعل ګرداني اړخونه(شخص، عدد، جنس)

د فعل وجهه، د فعل صیغه؛ راغلي دي.

۱ـ  د مانا له پلوه(لازمي، متعدي، متعدي حکمي)

بله موضوع يي د فعل اصل يا ریښه ده

د پښتو فعلونو ډلبندي د هغو د اصل پر اساس(۱-هغه ډله افعال چې په ناتيره او تیره زمانه کې فعل يوازې يوه ريښه لري ۲ـپه ناتیره زمانه کې خپله بڼه اړوي)

د فعل جوړونې ساختماني ډولونه(ساده يا يوستوی فعل،بیلښتي يا اشتقاقي فعل،ترکيبي يا تړښتي فعلونه)

د فعل زمانه

یوولسم څپرکی: د جملې بشپړوونکي عناصر(۱-ستاینوم، ستاینوم او د هغه ډولونه،عادي صفت، مقایسوي صفت؛ د  صفت او موصوف ګرداني مطابقت ۲ـ عدد،د عدد او معدود ګرداني سمون،۳ـ نومځری(ضمیر) شخصي ضمير او دندې یې،پلوي يا قيدي ضميرونه،غښتلي شخصي ضميرونه،کمزوري شخصي ضميرونه،ملکي ضمیرونه، اشاروي ضميرونه،مبهم ضميرونه،استفهامي ضميرونه،اشتراکي ضمير،اداتي ضميرونه)

د قيد پيژندنه(اصلي قیدونه:د زمان قيدونه، د مکان قيدونه،د څرګندونې قيدونه،د اندازې قيدونه، د احتمال او شک قيدونه،ساده قيد، مشتق قيدونه،مرکب قيد)

دويم ګردانيدونکي قيدونه

ټاکندويان

صفتونه

د ترکيب او عبارت تر منځ توپير

په دولسم څپرکي کې د جملې ډولونه(استفهامي،خبري، امري،ندايي)

د جولې یا شکل له مخې د جملې ډولونه(يوستوې يا ساده جمله،مرکبه،مختلطه جملې)

په دیارلسم څپرکي کې استتار يا مستتر مورفیمونه راغلي دي.

او په څورلسم څپرکي کې په جمله کې د ځينو عناصرو دوه ګونې ځانګړنې (د ځينو نومځرو دوه ګونې ځانګړنې،د ځينو ستاینومونو دوه ګونې ځانګړنې،په آخر کې هم د موضوعاتو لڼډیز او پوښتنې،پایله او اخځلیکونه راغلي دي.

د کتاب مثبتې برخې:   

۱-دا کتاب (پښتو معاصر ګرامر)  په ډېره روانه، ساده او عام فهمه ژبه باندې ليکل شوی دی داسې چې پر لوستلو یې هيڅ ډول ډيکشينرۍ ته اړتيا نه پيښيږي.

۲- له جز څخه پيل شوی او پر کل پای ته رسیدلی دی؛لکه: له غږپوهنې فونولوژۍ پیل،ورپسې مورفولوژي تشريح شوې ده بیا نحوه پکې تشريح شوې ده؛ که څه هم دا هره برخه په مکمل ډول نه ده تشريخ شوې خو بیا هم تر يوې کچې کوښښ شوی دی چې لوستونکي ته يو څه په لاس کې ورکړي.

۳-د کلمو په پای کې د هر توري  د فونولوژیک ارزښت بیانول؛لکه:کومې کلمې چې پر (a) الف پای  ته رسیدلي وي،د نارينه جنس لپاره د ګان روستاړي او د ښځینه جنس لپاره د ګانې او وې روستاړي د جمعې لپاره اخلي.

بابا                     باباګان

انا                       اناګانې…

۴- د (ف) غږ چې تل موږ سره دا فکر وو چې دا د عربي ژبې غږ دی او له عربي نه پښتو ژبې ته راغلی دی، نو پوهاند صاجب ويلي دي چې د (ف) غږ سوچه آریاني غږ دی چې په ډېرو آریاني ژبو کې راغلی دی؛لکه:

پښتو                            آریاني

آفرين  afarin              afarina

فرمان farman              farmana

کف kaf                           kafa

۵: بله ښيګڼه یې د مسایلو منطقي تړون دی، یوه موضوع چې پای ته رسیدلې بله یې پیل کړې ده، له بلې خوا یی هره برخه په څپرکو باندې ويشلې ده.

۶-د هر څپرکي په آخر کې يې د همغه څپرکي مطابق پوښتنې ورکړي دي چې لوستونکی دې ته اړ کوي څو کتاب سم او دقيق ولولي او په آخر کې د پوښتنو په ځوابولو سره یې ټول درس بیا تکرار شي.

۶-د هر څپرکي په پیل کې د څو پوښتنو راوړل چې دا زده کوونکو هڅاند عادت کوي او ژوره مطالعه کوي.

۷-ټاکندویان چې پوهاند زیار ورته مخټاکي وايی، په دې کتاب کې پر ډېر ښه ډول تشريح شوي دي، له صفت سره یې پر ښکاره ډول توپير شوی دی؛وايي چې ټاکندوی او صفت دواړه نوم ستايي یا یې تشريح کوي، خو د ستایلو او تشريح ډول یې توپير لري، په دې معنا چې صفتونه د يو نوم کيفي څرنګوالی بیانوي؛خو د دغو کلمو ډله د نوم نورې عامې جنبې لکه:څرګندوالی،ناڅرګندوالی، کميت، شمیر،مفرديت،جمع والی…بیانوي.

۸- او تر ټولو وروستی او خوندور بحث يې،په جمله کې د ځينو عناصرو دوه ګونې ځانګړنه ده.

الف: د ځينو نومځرو دوه ګونې ځانګړنه:

پلوي يا سمتي نومځري چې کله مختاړي او کله هم د نومځري په ډول استعماليږي؛لکه:

کتاب یې راوسپاره.

چې دې جمله کې (را) مختاړی شو.

له احمد سره راغی.

دلته(را) نومځری شو.

ب: استفهامي نومځري کله د مبهمو نومځرو په توګه هم استعماليږي؛لکه:

څوک ځي،څوک راځي.

مبهم نومځري.

څوک درس لولي؟

استفهامي نومځری

ج: (بل، نور) ناټیک نومځري کله د کړولونو په ډول هم استعماليږي؛لکه:

د قید په توګه:

فیصل خپلې ستونزې پخپله حلوي.

د: اشاروي نومځري کله د ټاکوونکو دنده هم ترسره کوي؛لکه:

د ټاکونکي په توګه:

هغه هلک خاندي.

د نومځري په توګه:

هغه خاندي.

*صفت کله د کړول په بڼه استعماليږي؛لکه:

فیصل ښه هلک  دی.                د صفت په توګه

زه هغه ښه پيژنم.                    د کړول په توګه

د کتاب هغه برخې چې زما پر اند د تامل وړ دي:

۱-په کتاب کې ځينې ټایپي تیروتنې؛لکه:

کتاب                                            سم ډول

د واولدخول                                    د واول دخول

۲-په کتاب کې ځينې املایی تیروتنې؛لکه:

کتاب                                           کره بڼه

د موضوعاتو لنډيز                          د موضوعاتو لڼډيز

دریم                                            درېيم

پنځم                                            پېنځم

مانائي                                         مانايی

اوس مهال                                    اوسمهال

مفعولی                                        مفعولي

نیم واک                                        نیمواک

نلري                                            نه لري

۳-کله چې په قوس کې ليکل شوی شی خپله د يا مانا لري نو بیا د يا ليکل څه معنا!

لکه:خپلواک يا (نامقيد) مورفيمونه

۴ـ د ځينو هغو کلمو لپاره چې پخپله په پښتو کې مروجې کلمې لرو نو ولې بابد د عربي او پارسي ژبې کلمې  وليکل شي؛لکه:

کتاب                             پښتو ويي

صفت                            ستاینوم

ضمیر                            نومځری

جمله                             غوڼډله

عدد                             ګڼه

جنس                            نوږی

فعل                                کړ

اسم                               نوم

قيد                                 کړول…

۵-بل قاعده داسې ده چې کله د يوه کتاب له پیل څخه کومه کلمه وکاروله نو باید تر آخره پورې له همغې کلمې څخه کار واخیستل شي، خو دلته کله ضمير کله نومځری، کله صفت کله ستاینوم… راغلي دي.

۶- استاد حقپال به ویل: چې (چې) اړیکويیکی دی چې کله راشي نو مخکې ترې کامه نه استعماليږي خو دلته په ګڼو ځايونو کې له چې مخکې کامه راغلې؛لکه: دا هغه پوښتنې دي، چې د نوې ژبپوهنې په برخه کې دسړي مخې ته ورځي.

۷-او په کومو ځایونو کې چې باید سیمکولن استعمال شي، هلته نقطه راغلې

.۸-د ځينو خارجي پوهانومونه د چا پر انګلیسي او د چا پر دري ليکل شوي دي چې که دواړه یا پر دري يا انګلیسي ليکل شوي وای نو ښه به و؛لکه:

     او     هربرت پنزل                   Leonard bloom field

۹-کلیشه یي مثالونه؛ما چې څومره د ګرامر کتابونه لوستي، په ټول کې د واول،سيم واول، ډیفټانګ، کلسټر… لپاره فقط همدا یو ډول مثالونه راوړل شوي دي نو زه وايم که یی پيژندنه نه شي بدليدلای، یا نوي موضوعات نه وي نو نور مثالونه خو لیکل کیدای شي.

۱۰-کله چې(ث ح ذ ص ض ط  ع  ق ) موږ نه تلفظ کوو نو بیا مو ولې ورته ګرافیمونه غوره کړي دي چې هغه ګرافيمونه هم پردې کتاب کې راغلي.

فونیټیکي الفبا خو د يوې ژبې د غږونو انځورونه وي نو موږ خو دا غږونه په خپله ژبه کې نه لرو.

۱۱- د نیمواکو غږونو پر اړه یې بشپړ قضاوت نه دی کړی د کتاب یوې برخې کې یې ویلي چې؛ (و ی )دوکتور عبدالکيم هلالي دا دوه فونيمه کانسونسنټ ګڼلي او ليکلي یې دي چې دا دوه فونیمه د هجا هسته نه شي جوړولی.

بل ځای کې بیا وایی چې (نیمواک آوازونه هغو آوازونو ته ویل کيږي چې د خپلواک او بیواک آوازونو تر منځ منځګړيتوب کوي.

۱۲-قاعده داسې دی چې ټول نومونه چې پر زور پای ته رسیدلي وي په اوږده یا جمع کيږي، خو دلته استاد لهجه پر نظر کې نيولې ده چې ګرامر د لهجې پر اساس نه ليکل کيږي او وايي چې (خوله، وياله، چاړه) په زورکي ختم کلمې هم په اوږده یا جمع کیږي، سره له دې چې دا کلمې په زورکي نه بلکې په زور پای ته رسیدلي دي دا چې ځينې یې پر زورکي تلفظ کوي دا لهجوي موضوع دی.

۱۴-په کتاب کې د زور او زورکي ترمنځ توپير نه ښکاري سره له دې چې پريکړه داسې شوې وه چې د زورکي په سر به همزه ورکول کيږي.

۱۵- په پنځوسمه پاڼه کې مثال راغلی چې : دیوال مات شو.

که ووايو چې دیوال ړنګ شو نو ښه به وي ځکه ديوال خو نه ماتیږي.

۱۶- د همرنګۍ او ناهمرنګۍ … مثالونه هم د همغو نورو کتابونو زاړه مثالونه راغلي دي.

۱۷-د کتاب ځينې برخې داسې ګونګې دي چې څوک نه شي کولای په اسانۍ یې پر مانا باندې پوه شي،لکه: په (۵۴) پاڼه کې د مورفوفونولوژیکي اووښتنو په مفهوم باندې څوک په سم ډول نه شي پوهيدلی.

۱۸-فعل یی د مانا له پلوه پر دوو برخو ویشلی:لازمي فعل، متعدي فعل؛ خو بیا یې د درس په منځ د متعدي حکمي يادونه کړې ده ، نو آیا متعدي حکمي د فعلونو په ډلې کې نه راځي!؟

۱۹-ساده او ترکيبي فعلونه یې پر سم ډول تشريخ مکړي دي خو ترکيبي فعلونه یې بیا د ریښې د ډلبندۍ پر اساس راوي او پر سم ډول یی نه دي تشريح کړي؛لکه:

لغوي عنصر    +       کيدل

لغوي عنصر     +      شول

لغوي عنصر      +      کول

۲۰-بل دا چې کتاب په ډېره لوړه کچه چاپ شوی دي له ډېرو اصلو ورقو نه استفاده شوې او ډېره ښه پوښ لرو نو ددې پر اساس ډېر قيمته دی چې هر څوک یی ممکن د اخیستلو توان ونه لري.

 پایله

پر کوم کتاب چې راته د کتنې لپاره کورنۍ دنده راکړل شوې وه د پوهاند محمد صابر خویشکي معاصر ګرامر و.

کتاب مې له سر نه تر آخره پورې په دقت ولوسته،د پښتو ګرامر پر اړه پر ډېر څه وپوهيدم، ډېر نوي شيان؛لکه: مخټاکي، مستتر مورفيمونه… مې هم ولوستل چې مخکې له دې نه مې کله نه وو لوستلي، او نه مې پر کوم ځای کې سترګې پرې لګيدلې وې.

کتاب په ډېره ساده روانه او عام فهمه ژبه ليکل شوي و چې هر چاته د پوهيدو وړ وه.

خو ځينې برخې یی د تامل وړ هم وې؛لکه:

-فعل یی د مانا له پلوه پر دوو برخو ویشلی:لازمي فعل، متعدي فعل؛ خو بیا یې د درس په منځ د متعدي حکمي يادونه کړې ده ، نو آیا متعدي حکمي د فعلونو په ډلې کې نه راځي!؟

۱۹-ساده او ترکيبي فعلونه یې پر سم ډول تشريخ مکړي دي خو ترکيبي فعلونه یې بیا د ریښې د ډلبندۍ پر اساس راوي او پر سم ډول یی نه دي تشريح کړي؛لکه:

لغوي عنصر    +       کيدل

لغوي عنصر     +      شول

لغوي عنصر      +      کول

۲۰-بل دا چې کتاب په ډېره لوړه کچه چاپ شوی دي له ډېرو اصلو ورقو نه استفاده شوې او ډېره ښه پوښ لرو نو ددې پر اساس ډېر قيمته دی چې هر څوک یی ممکن د اخیستلو توان ونه لري.

په آخر کې هم وړانديز کوم دا کتاب د پښتو ګرامر په اړوند بهترين کتاب دی ویې لولئ او ګرامر ترې زده کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.