د ګلګمیش حماسه

بلقیس ذهین

1,288

د ګیلګمیش حماسه له نن څخه پينځه زره کاله پخوا د بین النهرین په سيمه کې لیکل شوې ده. بین النهرین د دوو سيندونو دجله او فرات تر منځ پرته سیمه ده  ځکه ورته بین النهرین هم وايي. اوسنی سیمې چې د دغو دوو سيندونو تر مينځ واقع دي د عراق سوريې او ترکيې سیمې دي. د بین النهرین سيمه د هغو تمدنونو له امله چې په دې سیمه کې تیر شوي شهرت لري په دې سیمه کې د سومر، اکد، بابل، اشور،کلداني تمدنونه تیر شوي ویل کیږي چې ډیری هیوادونه د د همدې تمدنونو څخه اغيزمن شوي وو.

په ۱۸۴۹ م کال کې د نينوا تاريخي ماڼۍ کشف شوه چې په هغه کې یې د اشور بانیپال د سلطنت شکوه او جلال وليد په همدې مانی کې یې یو کتابتون وموند چې د اشور بانیپال لپاره چمتو شوی وو په دغه کتابتون کې دېرش زره خټينې لوحې وموندل شوې چې لوړ هنري ارزښت يې درلود د نړی لومړی حماسه ګیلګمیش هم دلته وموندل شوه  وروسته چې لایار او هرمزد رسام سومري لوحی کشف کړې جرج سمیت دا لوحې ولوستې په دې لوحو کې   حماسه تر هغه ځايه وه چیرې چې انکیدو مړ کيږي او ګیلګمیش د مړګ د ډار نه په شمش نپيشتم پسې ځي. دلته حماسه قطع کیږي چې بايد نورې لوحې يې کشف شي او  د تلګراف ورځپاڼې جایزه هم ورته ږدي چې بیا نورې لوحې د سمېټ له خوا موندل کيږي اوجورج سمېټ یې د میخي لیکدود څخه  ژباړي نو د ګیلګمیش حماسه مشهوره شوه. وروستی پایله یې دولس لوحې شوې چې د اشورباني پال په کتابتون کې ساتل شوې او اوس د بریتانیا په موزیم کې ساتل کېږي. د مېخي ليکدود څخه جرج سمیت او تر ټولو پخوانۍ ژباړه يې آلماني ژبې ته جورج بوکهارت کړې فارسي ته داوود منشي زاده او احمد شاملو، پښتو ته ذبيح الله صاحب ارغند را ژباړلې.

دا حماسه د سومري او بابلي تمدنونو د ادبياتو څخه ګنل کیږي چې له میلاد څخه دری زره کاله مخکې لیکل شوې ده.

حماسه:

حماسې ته په غرب کې د ايپیک اصطلاح کاریږي. محب الله ترابي د استاد هيواد مل په حواله داسې لیکلي: ( حماسه د ادبياتو په موضوعي ژانرونو کې راځي، چې د يو کس،قوم یا ملت د افتخاراتو، ميړانې او جنګي کارنامو او سوبو داستاني بیان دی. حماسه د ح په زور د شجاعت او زړورتوب مانا لري او له ډېرو زړو ادبي انواعو څخه ګڼل کیږي، چې د یو ملت، قوم، قبیلې او یا شخص د مېړانې ، تورې کیسې او جنګي کارنامې په حکایتي او داستاني ډول بیانوي. هر ډول جنګي او حماسي اشعار حماسه نشي جوړولی، که څه هم حماسه له حماسي او جنګي اشعارو جوړيږي خو هر حماسي یا جنګي شعر یا وياړنه حماسه نه ده.).( ترابي، ۱۳۹۷، ۲۲۲م).

د حماسی لنډیز

ګلګمیش د اوروک د ښارافسانه یي فرمانروا د شمش یا نپشتيم له نسله دی. چې د طوفان څخه پاتې شوی او ابدي ژوند یې ترلاسه کړ.ګيلګمیش لوړ قد، لوی هیکل او غټې پنډی لري. وايي چې د هغه وجود دوې حصې خدای دی او یوه حصه یې انسان دی او خارق العاده زور لري هغه هڅه کوله هر څه وپیژني ټول رازونه یې وسپړل په اوږدو لارو لاړه هر ډول زیار او مصیبت يې وليد او بيا یې په لوښو هر هغه څه چې کړي وو ويې لیکل.

هغه چې د اوروک ښار لوی پادشاه دی خلک دده د ظلمونو څخه تر پوزې راغلي. پلرونو عشتر ته شکایت وکړ چې زامن یې درنو کارونو ته مجبوروي او شپه او ورځ پرې کار کوي.میړونو شکايت درلود چې ښځو ته يې نه پريږدي او هېڅ یوه پيغله مور ته نه پریږدي. عشتر د ارورو د ګلګمیش د خدای له مور څخه غوښتنه کوي چې يو بل زوی د ګلګمیش هم زوری پيدا کړي تر څو هغه په جګړه کې بوخت کړي او د کلي ميړونه په ارامه ساه واخلي.

ارورو د خاورې يوه برخه په خولې په لاړو لمدوي او له هغه څخه د انکیدو صورت جوړوي چې د زمري په څېر زورور او د مرغه په څېر تيز دی.  انکیدو د انسانانو سره ناسته ولاړه نه لري او د څارويو سره څري. یو ښکاري چې له انکیدو څخه تر پوزې راځي هر ډول دام ورته ږدي خو نه بريالی کیږي. نو ځي ګلګمیش ته وايي او ترې غواړي چې یوه کاهنه ښځه ورته امانت ورکړي تر څو انکیدو پرې اخته شي.ګیلګمیش ښکاري ته وايي لاړ شه کاهنه ښځه درسره بوځه کله چې څاروي څريدل نو د ښکلې ښځې له مخ څخه پرده لرې کړه. ښکاري او کاهنه ځي او د انکیدو سره مخ کيږي

نو ښکاري ورته وايي خپل بندونه خلاص کړه او انکیدو د شهوت په اور کې واچوه.

انکیدو اووه شپې او اووه ورځې د ښکلې ښځې سره تیروي او دا هیروي چې دی څوک دی. کله چې را ویښ شي پام یې شو چې نور څاروي او ملګري يې تللي د ډيره غمه بې حاله شو دې وخت کې کاهنې دی ملامت کړ او ورته يې وويل ته چې د خدایانو ځانګړنې لرې نو ولې د حیواناتو سره ژوند کوې راځه چې اوروک ته دې بوځم هلته ګلګمیش اوسي د هغه قدرت د ټولو قدرتونو څخه لوړ دی.

انکیدو چې د کاهنې په ستاینه تیروتی وو اوروک ته روان شو وايي ما هغه ځای ته بوځه چيرته چې ګلګمیش اوسي تر څو د هغه سره وجنګیږم او خپل قدرت ورته وښایم. خو ګلګمیش په لومړیو کې په زور وروسته په مهربانی پرې برلاسی شو هغوی د یو بل وفاداره ملګري شول.هغوی د اوروک لپاره ډير څه وکړل او د لویو کارونو وروسته بريالي راوګرځیدل.وروسته‌ د ګلګمیش مینه د عشتر په زړه کې لمبه کوي او ورته وايي اې ګلګمیشه راشه زما میړه شه تا به د لاجوردو او طلاوو منځ کې وساتم،  ډېری وعدې ورکوي ګیلګمیشه  تاپسې به شاهان ګوته په غاښ وي او تاته به ډؤل ډول ډالی راوړي ګیلګمیش دا وړاندیز نه مني او ورته وایي ته به ماسره هم هغه چارې وکړې لکه د نورو معشوقانو سره دې چې وکړل دې طعنې د عشتر په زړه کې اور بل کړ او د انو څخه غواړي چې یو وحشي غوایی پيدا کړي او ګیلګمیش پرې مړ کړي. انو ورته وايي کله چې ګیلګمیش ستا د خيانتونه او رسوایی در په یاد کړې نو ته ځکه هغه ملامتوې؟ عشتر هغه ګواښي او وايي که چېرې زما غوښتنه ونه منې نو په ټوله نړۍ کې به د عشق او شهوت غريزه د منځه یوسم تر څو هرڅه نیست او نابود شي انو تسلیمیږي او يو وحشي او درنده غویی پيدا کوي.انکیدو او ګیلګمیش هغه ژوی وژني او کله چې عشتر ګیلګمیش ته بد الفاظ وایي نو انکیدو د غوايي لاس هغې ته ګوزار کوي عشتر انکیدو په ناعلاجه مرض اخته کوي او مري.

ګیلګمیش د خپل ملګري مړي ته چې تر هرچا ورته ګران وو ژاړي او زاری کوي او د مرګ څخه په ویره او د مرګ په اسرارو او اندیښنو کې غرقيږي چې ددې شوم برخليک څخه آیا د تېښتې لار شته؟ یوازې یو کس دی چې د مرګ څخه  خلاص شوی هغه شمش نپيشتم دی او هغه د تل پاتې ژوند په راز پوهيږي او د هغه د پيدا کولو لپاره ټوله نړی تر پښو تیروي بالاخره د ډيرو کړاونو وروسته ګیلګمیش د شمش نپيشتم سره مخ کیږي او د تل پاتې ژوند ګياه ترې اخلي په لار کې دا ګياه کله چې دی ويده دا ګياه یو لوی مار ترې خوري.  او د مړو نړی ته سفر کوي.د مړو په نړی کې د انکیدو سره مخ کيږي.د انکیدو د ليدلو لپاره ډیرې دعاګانې کوي بيا انکیدو ورته راځي او له هغه څخه د مړو د نړۍ پوښتنه کوي.انکیدو وایی که چېرې زه تاته د هغې نړی کیسې وکړم نو د ډاره به بې هوښه شې.خو اصرار کوي او وايي راته ووايه انکیدو د دوزخ غمجنه کيسه کوي او همداسې ورکېږي ګیلګمیش په خپله ماڼی کې ناهيلی پروت وي چې د مرګ څپه پرې راځي. او دا حماسه پای ته رسيږي.

د حماسې ځانګړنې

په حماسه کې جنګ جګړه زړورتوب میړانه وي. د ګیلګمیش په حماسه کې هم ګیلګمیش جګړې کوي او په دې جګړو کې اتلولي او میړانه ښيي لکه د هوم بابا سره په جګړه کې بريالی کیږي یا هم د انکیدو سره په جګړه کې برلاسی کيږي او هغه غويی چې د عشتر الهې له خوا ورته راليږل شوی ګیلګمیش او انکیدو ورسره جګړه کوي او وژني یې.

د حماسو جنګونه د لوړو موخو لپاره وي د ګیلګمیش حماسه کې هم هوم بابا ځکه وژل کيږي چې انسانان يې له شر څخه خلاص شي.

په حماسو کې ځینې حیوانات ډېر ستر نقش لري او نشو کولای چې هغه د عادي حیواناتو په څېر وګورو. دې حماسه کې هم هوم بابا د ځنګل ساتونکی دی او د نورو حيواناتو څخه ساتنه کوي چې هيڅوک هم نږدې نشي ورتلای او وحشتناک غږ او خارق العاده زور او قوت لري.

په حماسو کې چل فريب او غولونې نه هم استفاده کیږي.د ګیلګمیش په حماسه کې انکیدود ښکاري د چل او دام له امله د يوې ښکلې کاهنې ښځې په واسطه د خپلې نړۍ څخه راګرځول کيږي او د ارووک ښار ته راوستل کېږي.

په حماسو کې اتل یا پهلوان داسې څوک وي چې ډیر لوی او ډارونکي ځناور حیوانات يا بلاوې وژني په یوه ځان له ډیرو جنګیالیو سره مقابله کوي د ګیلګمیش په حماسه کې د اتل هغه غوایی وژني چې عشتر ورته د جګړې لپاره او د هغه د وژلو لپاره رالېږلی وي.

د حماسې اتلان ملي او قومي رنګ لري.ګیلګمیش هم چې دوه برخې خدای او یوه حصه انسان دی د اوروک د ښار حاکم دی او ټول ښار دده امر مني.

په اتلانو ښځینه الهې مینیږي. د ګلګمیش مینه د عشترالهې  په زړه کې لمبه کوي او ورته وايي اې ګلګمیشه راشه زما میړه شه تا به د لاجوردو او طلاوو منځ کې وساتم ډېری وحدې ورکوي ګیلګمیش تاپسې به شاهان ګوته په غاښ وي او تاته به ډؤل ډالی راوړي ګیلګمیش دا وړاندیز نه مني او ورته وایي ته به ماسره هم هغه چارې وکړې لکه د نورو معشوقانو سره دې چې وکړل دې طعنې د عشتر په زړه کې اور بل کړ او د اتو څخه غواړي چې یو وحشي هوایی پيدا کړي او ګیلګمیش پرې مړ کړي.

په اوږدو سفرونو د اتلانو وتل د بیلابیلو جنګي ابزارو څخه استفاده هم د حماسو د ځانګړنو څخه دي.لکه د ګیلګمیش په حماسه کې ګیلګمیش د تل پاتې ژوند د بوټي پسې ځمکې لاندې سفر کوي او د ډول ډول خطرونو سره مخ کيږي.

په حماسو کې غيبي قدرتونه نقش لري.لکه د ګیلګمیش د ماتولو لپاره خدايان انکیدو پيدا کوي تر څو هغه مات کړي یاهم لکه عشتر د شهوت الهه ده انو ګواښي وايي که چېرې زما غوښتنه ونه منې نو نسل به تباه کړم.

د حماسې د اتل قلمرو هرځا ی وي د ځمکې د لاندې او د ځمکې په سرګیلګمیش هم د مړو نړی ته د ځمکې تل ته سفر کوي.

د حماسې د اتل کړنې خارق العاده او غير طبيعي وي. ګیلګمیش چې د حماسې اتل دی د انسان او خدایانو ځانګړنې لري هر ډول خطر مني او هر ډول ستونزو سره مخامخ کیږي خو هيڅکله نه ناکامیږي په هره جګړه کې بريالی او برلاسی دی.

په حماسه کې وړاندوينه کيږي.لکه د ګیلګمیش حماسه کې انکیدو خوبونه ويني او وروسته د هماغه خوبونو په تعبير ځینې پېښې کیږي.

ماخذونه:

۱_منشي زاده، دکتر داوود.۱۳۸۳. افسانه ی ګیلګمیش، ترجمه فارسی. تهران ، اختران.

۲_ صاحب ارغند، ذبيح الله. ۱۳۹۴ ل . د ګیلګمیش افسانه. جلال اباد:مومند خپروندويه ټولنه.

۳_ ترابي ، پوهنیار محب الله. ۱۳۹۷ل. د کک او زرینې منظومه او حماسي اصول. وږمه مجله. کابل: د کابل پوهنتون مطبعه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.