DNA سفر

سونیکا ارین

551

د DNA سفر(The journey to the DNA)
د انسان د ډي ان اې آزمايښت څه شی دی، او کوم شيان ثابتولی شي؟
تاسو له کوم قوم، نژاد، مذهب او هېواد څخه ياست؟
آيا کله مو پخپل نژاد، قوم، هېواد، ژبې، دين او مذهب وياړ کړي دي؟
آيا له کوم قوم، مذهب، دين او يا هېواد څخه کرکه لرۍ؟

د ډي ان اې ازمايښت: دا ازمايښت په قانوني طب کې د هويت د تشخيص او د.ډېرو ادعاو د اثبات لپاره استعماليږي چه ځينې يې په لاندې توګه دي:
۱: قانوني ازمايښت: په جنايي څېړنو کې د مجرمينو يا قربانيانو د پېژندنې لپاره.
۲: د مور او پلار آزمايښت: ددې لپاره چه مشخص شي، د اولاد اصلي پلار څوک دی؟
۳: ميراثي شجره: د شخص د نيکونو په اړه د ډېرو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره استعماليږي.
انسانان د‌نړۍ په هر ګوټ کې په ښکاره توګه له يوه قوم، نژاد او هېواد او د‌يوه دين يا د هېڅ دين پيروان دي، او دوی هر يو پخپل دې ظاهري اصليت وياړ کوي، او پدې توګه لسګونه کلونه کېږي، د قوم، دين، مذهب، نژاد او هېواد په جګړې روانې دي، هر قوم وايي مونږ تر نورو قومونو لوړ يو، زمونږ دين يا مذهب تر نورو غوره ده، مونږ له غوره نژاد څخه يو، او يا زمونږ هېواد تر نورو غوره ده.
پدې وروستيو ورځو کې مونږ د شارخ خان د پټان فلم په اړه د پښتنو د تبصرو او کمپاینونو شاهدان يو، هر پښتون يواځې ددې لپاره چه د خپل قوم صفت او ښېګڼې يې پکې تمثيل شوي، وياړ کوي او پر خان شاباسی او آفرين وايي، لدې ليکنې لوستلو وروسته به زما په شان ستاسو فکر هم بدلون وکړي.
مخکې لدې چه اصلي مطلب ته لاړ شو له تاسو غوښتنه کوم، يو ځلي پورتنۍ پوښتنې بيا ولولۍ، او له ځان سره يې ځواب کړۍ.
اوس مو چه پوښتنې ځواب کړل، راځو د ډي ان اې سفر ته يا آزمايښت ته:
دا ازمايښت له ۲۰۱۶ کال راهیسی پيل شوې، او په بهر هېوادونو کې په ډېره آسانه او ارزانه توګه ترسره کولۍ، هغه هېوادوال چه بهر دي کولی شي خپل د ډي ان اې ازمايښت وکړي.
پدې هکله مې يو مستند ليدله، دوه څېړوونکو تر شلو تنو زيات کسانو نه پورتنۍ پوښتنې مطرح کړې.
د ګډونوالو ځوابونه حيرانوونکي وو:
زه انګليسي يم، او پدې وياړم، مونږ له تر ټولو غوره قوم او نژاد څخه يو، او له آلمانيانو څخه کرکه لرم.
ټولو کسانو خپل ځوابونه وويل، دا دوه څېړوونکو دوی ته وويل:
څه نظر لرۍ چه د ډي ان اې په يوه سفر لاړ شو.
يو کس پوښتنه‌کوي چه څه غواړې راته ووایې چه زه پرې نه پوهېږم؟!
ساينس پوه په ځواب کې وايي چه اجازه راکړه زه درته تشرېح کړمه ډي ان اې څنګه تشکیلیږي؟!
ته د ډي ان اې ۵۰٪ له پلار او ۵۰٪ له مور څخه اخلې، ستا مور او پلار هم همداسې ۵۰٪ له خپل مور او ۵۰٪ فيصده له خپل پلار څخه اخلي، او پدې توګه دا سلسله دوام لري. او دا دومره وړې ذرې په دومره کلونو کې راټولې شوي دي، چه تر څو تا را جوړ کړي.
څېړونکي له هغوی څخه په يوه لوله کې د خولې لاړې اخلي، هر يوه ته وايي چه اوس ستاسو اصليت پدې لوله کې ده، څه فکر کوۍ څه به درته ووايي؟!
يوه وايي: هو وايي به چه ته فرانسوۍ يې او ستا نيکونه هم فرانسوي دي.
بل وايي: سل په سلو کې بنګله ديشي
همداسې تر وروستۍ ګډونوال خپل ځوابونه وايي، خو اصل حقيقت څه دی؟
وروسته تر دوه اوونيو دوی د پايلو ليدلو او اوريدلو لپاره راټوليږي.
يوه د هيجان څخه ډک وخت ده، هر يوه په تمه ده چه اوس به يې پايله څه وي؟!
تاسو به هم هیجاني ياست تر څو ولولۍ پايله څه ده؟!
هر يو ګډون کوونکي په نوبت راځي، او خپل د ډي ان اې د ازمايښت پايله اخلي څېړونکي هر يوه ته ووايي چه خپل پايله په لوړ غږ ولولئ.
د پايلو په لوستلو هيجان او حيرانتيا سره ګډېږي، آن د ځينو له سترګو اوښکې هم راځي.
هغو چه هر يوه پخپل نژاد، قوم، مذهب، دين او هېواد وياړ کول، په سلو کې ډېر کم فيصدي له خپل اصليت څخه‌ درلودل، او جالبه داده چه له کوم چا يې کرکه کول د هغو يوه ډېره اندازه فيصدي يې ډي ان اې کې موجوده و، مسلمان چه له يهودانو او عيسويانو څخه کرکه کول، له سلو نه يوه اندازه يهوديت او عيسويت يې ډي ان اې کې موجوده و.
ګډون کوونکي له پايلې لوستلو وروسته وايي چه دا ازمايښت بايد جبري شي، تر څو خلک له نژاد‌پرستۍ، قوم پرستۍ، مذهب او دين پرستۍ څخه لاس واخلي او پوه شي چه مونږ ټول يوه کورنۍ يو.
د الله تعالی د خلقت دې حکمت ته به ګوته په غاښ شۍ، چه قرآنکريم کې ټولو انسانانو ته د يا بني آدم خطاب کړی دی، او ددې تر شاه د پروت نه انکاریدونکي حقيقت څخه ډېر کم خلک پوهېږي او درک کوي.
په حقيقت کې مونږ انسانان چه د آدم له اولادې يو، نو معلومه خبره له يوه کورنۍ څخه يو، مونږ د‌نړۍ په هېڅ هېواد پورې مشخصا تعلق نلرو، بلکه ټوله نړۍ زمونږ ګډ کور ده، نړۍ کې د افغانستان په ګډون کلونه کېږي، جګړې روانې دي او په ميليونونه خلک د همدې قومي، سمتي، نژادي، مذهبي او ديني تعصبونو له وجې ووژل شول او دا جګړې لا تراوسه دوام لري، کچېرې دا ازمايښت په ټوله نړۍ کې جبري شي، نو مونږ به د ټولې نړۍ خلکو سره لا زيات د نږدېوالي احساس ولرو، او هېڅکله به ځان له نورو څخه اوچت ونه‌ ګڼو، يواځې او يواځې انسان اوسو او نورو ته هم د انسان په توګه درناوی وکړو.
له تاسو پوښتنه کوم آيا اوس هم پدې فکر ياست چه تاسو له يوه مشخص قوم، هېواد، نژاد، مذهب او دين پورې اړه لرۍ؟!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.