په افغانستان کي د مرستو د ليږد په اړه اندېښنې

502

23 ساعتونه مخکې

م.م. وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د فشارونو له کبله ځیني موسسات د غذايي موادو د لېږد له پاره يوازې له نارينه و څخه کار اخلي. خو ملګري ملتونه دا یو نامناسب وضعیت بولي او يو شمیر ډونرانو هم پرې اندېښنه ښولې ده.

د بشري مرستو له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال، مارتين ګریفيتس روانه اوونۍ خبريالانو ته تائيد کړه چې د غذايي موادو اړوند يو شمیر فعالیتونو کې ښځي کارکوونکي برخه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه حالت ته د «عملياتي تنظيماتو» نوم ورکړی تر څو له دې لارې وشي کړی لږ تر لږه خپلو پروګرامونه ته ادامه ورکړي. خو ګریفيتس دا یو نامناسب وضعیت وښود.

ګريفیتس چې تېره اوونۍ افغانستان ته تللی وو، د دوشنبې په ورځ وويل: «په هغو ځایونو کې چې يوازې نارينه دي، اوس هم فعالیتونه ادامه لري، د بېلګې په توګه د غذايي موادو د ليږد په برخه کې، خو په دې باندې کار نشي کېدای.»

طالبانو د ډسمبر مياشتي پر ۲۴ په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې په افغانستان کې د مرستندويه نړيوالو موسساتو فعالیتونه ېې له خنډ سره مخ کړل.

د م.م. سازمان وايي  چې۷۰ سلنه کارونه ېې د محلي او نړیوالو مرستندويه ډلو له خوا مخ ته وړل کېدل، خو اوس هغوی د طالبانو د بندیز تر پوښښ لاندې دي
د م.م. سازمان وايي چې۷۰ سلنه کارونه ېې د محلي او نړیوالو مرستندويه ډلو له خوا مخ ته وړل کېدل، خو اوس هغوی د طالبانو د بندیز تر پوښښ لاندې ديانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان ۲۸ ميليونه وګړي چې د ټول نفوس دوه دریمه برخه تشکيلوي، بهرنیو مرستو ته اړتيا لري چې په دې منځ کې شپږ میلیونه خلک بیا د قحطۍ له خطر سره مخ دي. نړېواله ټولنه هڅه کوي تر څو د خپلو فعالیتونو د ادامې له پاره د حل لارې چارې پېدا کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي وايي چې د دوی پروګرامونه له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي چې۷۰ سلنه کارونه ېې د محلي او نړیوالو مرستندويه ډلو له خوا مخ ته وړل کېدل، خو اوس دغه ډلې د طالبانو د بندیز تر پوښښ لاندې دي.

د طالبانو دغه بندیز، یو شمیر مرسته کوونکي هیوادونه او سازمانونه اندېښمن کړي دي. امریکا متحده ايالات چې د افغانستان يو کلیدي ډونر دی، د ملګرو ملتونو په سازمان کې ېې مرستيالې استازې، لیسا کارتي د چهارشنبې په ورځ وويل چې هیواد ېې انديښمن دی چې ښايي د ملګرو ملتونو سازمان یو شمیر موسسات د مرستو د انتقالاتو پر داسې يو ماډل چې یوازې د نارینه وو له خوا وي، غور وکړي.

میرمن کارتي وويل د نارینه و له خوا د مرستو انتقالات «کولی شي په موثره توګه مرستو ته د اړمنو ښځو لاسرسی قطع کړي.» هغې زیاته کړه چې د مرستو د لیږد دغه ماډل، کېدای شي د نړیوالو موسساتو له خوا د طالبانو د نه منلو وړ شرایطو ته د رضایت ښودلو زیګنال او په دې ترتيب سرکوب ته غاړه کېښودل وي چې له بلې خوا بشردوستانه عواقب له ځانه سره لري.

په افغانستان کې فعال مرستندویه بنسټونه د خپلو بشري فعالیتونو د ترسره کولو له پاره د خپلو ښځينه کارمندانو او د هغوی پر موثریت ټينګار کوي.

د نجات نړېوالې کمېټې IRC د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ښځو رول «یوه عملیاتي اړتيا» ده. آی آر سي زیاته کړه: «موږ په ټولو سطحو او ټولو سکتورونو کې له ښځینه کارمندانو پرته، نشو کولی اړتياوې په سمې توګه وارزو او نشو کولی خپلې مرستې او پروګرامونه څرنګه چې لازمه ده ترسره کړو.»

د افغانستان ۲۸ ميليونه وګړي چې د ټول نفوس دوه دریمه برخه تشکيلوي، بهرنیو مرستو ته اړتيا لري چې په دې منځ کې شپږ میلیونه خلک بیا د قحطۍ له خطر سره مخ دي.
د افغانستان ۲۸ ميليونه وګړي چې د ټول نفوس دوه دریمه برخه تشکيلوي، بهرنیو مرستو ته اړتيا لري چې په دې منځ کې شپږ میلیونه خلک بیا د قحطۍ له خطر سره مخ ديانځور: © WFP/Marco Di Lauro

ګريفتس وویل د دې له پاره چې تر ټولو اړمنو ښځو او نجونو ته مرستې رسېدلې وي، ښځو کارمندانو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «د انتقال په هره واحده برخه کې به اړتيا نه وې، خو ښځې بايد پکې برخه ولري. که برخه هم نه لري بايد په مطلقه توګه د ټولنې ټولو غړو ته د لاسرسي وضاحت موجود وي.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل د ۲۰۲۳م کال د مرستې ماموریت له پاره د ۴ اعشاريه ۶ میليارده ډالرو بودېجې درخواست کړی دی. ګریفيتس زیاته کړه د دې له پاره چې د ټولنې هر وکړي ته د مرستو ډاډمنتيا رامنځ ته شوي وي، له خپلو پروګرامونو څخه نظارت به چټک کړي.

بریتانيا هم وايي چې د ښځو کارکوونکو له شتون پرته به د مرستو رسول په سمه توګه ممکنه نه وي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بریتانيا مرستيال استازي، جمیز کاریوکي، وويل: «د ښځو له اشتراک پرته به په نورماله توګه د مرستو رسول شونې نه وې.»

د ناروي د مهاجرو شورا NRC سرمنشي، جان ایګلند، وويل که هر سازمان د مرستو یوازې نارینه ماډل انتقال پروګرامونه پيل کړي، دا به د ناروي د مهاجرو شورا په څير ډلو له پاره ستونزمنه وي چې فعالې پاتې شي.

دویچه ویله

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.