ښځې نازک ګلونه دي

نصرت ارمان

629
ښځې نازک ګلونه دي؛ هم یې له ښکلا خوند واخلئ او هم یې له خوشبو!
مخکې له دې نه چې تاسې د دې ګلونو خاوندان شئ؛ د تازه ساتلو هنر یې زده کړئ!
یوازې د سکس پر وخت ورسره مه خواږه کېږئ، په هر حالت کې ورسره مهربانه چلند وکړئ!
له کوره د تګ او کور ته د راتګ پر وخت یې ښکل کړئ!
په اونۍ یا میاشت کې حتماً ورسره چکر ته لاړ شئ!
که زړه تنګې وه ورسره ټوکې وکړئ او ورسره وناڅئ!
کال پر کال پرې بچي مه راوړئ!
د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړئ!
د خپلې ستړې دمه د هغوی په کنځلو او وهلو مه کوئ، پر ځای یې غېږ کې سر کېږدئ چې دمه شئ او د ارام ساه واخلئ!
شک ښځه ځوروي او زړه یې ماتوي، هغوی ته ستاسې باور تر هر څه ارزښتمن دی، ورسره د دوکې او خیانت هڅه مه کوئ، ښځه که هر څومره ساده شي ستاسې خیانت لیدی شي، په دې کارونو یې مه مجبوروئ چې د پردیتوب احساس وکړي!
د ښکلا او نازونو ستائېنه یې وکړئ!
خبرې او مشورې یې په غور واورئ او ارزښت ورکړئ!
او لنډه دا چې د مېړه کېدو پر ځای ورسره د ملګرتیا اړیکه جوړه کړئ، پرې مئینان شئ او حق ورکړئ چې په ډاډه زړه هم تاسې ته ستاسې تېروتنې در په ګوته کړي، هم درته خپل درد، خپل خیال، خپل احساس او خپلې هیلې بیان کړي!
د دې پر ځای چې ژوند یې دوزخ کړئ پرېږدئ چې ستاسې ژوند جنت کړي!
وګڼه خپله خړه پړه ښځه
له هرې حورې یو په سله ښکلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.