گيله

محمد صفر خواریکښ

511
د ښځو دنړیوالې ورځ په پلمه
گيله
تا خو ليدل، تيگو ژړل شيطان خندا کوله
تا خو ليدل، ملا جومات کې چې زنا کوله
تا خو ليدل، چې يې قران ورله بالښت کړ د سر
او پر ماشوم شاگرديې ستاکور کې تعدا*کوله
تاخو ليدل، چې يې د ورور گناه کې خور ورکړله
او ستا په وړاندې پلار لــه لـور سره نـاروا کوله
تا خو ليدل، چې ستا له نوم به یې هوس ماتوه
د دم تـاويز په نـوم ، گنـاه لـنـډي ملا کوله
تا خو ليدل، چې جنکۍ يې له ښوونځي بندې کړې
او پر مخونو يې د تيـزاب شيندو فـتـوا کوله
تاخو ليدل، چې “شمشتو ” ، ” ببو” کې څه تيرېدل
خـو د امير لـور ديسکوگانـو کې نڅا کوله
تا خو ليدل، هر نارينه يې خپله غېږ کې روزه
خو په ميرات کې يې په نيم تل اکتفا کوله
تا خو ليدل ، لکه متاع يې په پيسو پلورله
درد يې زغملو، پټـه پټـه يې ژړا کوله
تا خوليدل ، چې يې دکور د ديوالو دننه
به يې آرزو د آزادۍ ، تـازه هـوا کوله
تا خو ليدل ، چې لنډغرو دکابل په زړه کې
په فرخندې بي بي په څه ؟ خوني بلوا کوله
تا خو ليدل ، د سنگسارونو د فتوا ديوانـو
په کاڼو مور ويشته ، بچي يې تماشا کوله
تا خو ليدل ، چې خواريکښ گيله په څه کوله
تا تر قيامت يې ځنډونه د جزا کوله
۰۸/۰۳/۲۰۱۹ – کوپنهاګن
————————
*- تعدی: تجاوز، تېري

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.