مصنوعي ځيرکتيا او انسانی ځیرکتیا

ابوبکر

950

څنګه چې انسانی تمدن مخته ځې همداسي ځینی سوالونه هم د انسان مخته راځی د کوم جواب پيدا کول چ ډير مهم دی د انسان لپاره.
د اوس زماني يو له مهمو سوالونو څخه د مصنوعی ځیرکتيا (AI) دی کوم چ ساینسدانان یی پر دوو برخو ويشلی دی چ آيا مصنوعي ځیرکتيا د انسانانو لپاره خطره ده?
ددی سوال د جواب لپاره ډير کتابونه ليکل سویدی. په اوس وخت کی خو یی Chat GPT4 هم بازار ته راووتی.
کوم چ ځینی خلک فکر کوي چ مصنوعي زکاوت و انسانی زکاوت ته ډير نیږدی دی.
مصنوعي ځيرکتيا ځکه يو څه خطرناکه بریښی چ په اینده کی به د انسانانو زيات شمير تعداد خلک بیکاره کړی.
پدی اړه د جرمنی سايکولوجیسټ ډاګټر ګيرډ کيګر رينز يو کتاب (How to stay smart in smart world) کي ليکی:
اوس لا ډير وخت پاته دی چ مصنوعي زکاوت و انسانی زکاوت ته ورسیږی.
دی وایی: چ مصنوعي زکاوت په وسیله الګوریتم هغه وخت ښه کار کوی کله چ په هغه کار کی کوم تغير نه وی راغلی یعنی هغه واقعه تکراروی وي او نوي څه نه وي پکښی.
هغه پیښه که تکراري وي منصوعي زکاوت هغه کار په ډيره ښه توګه پر مخ وړی.
مثال: که په يو دفتر کي د چپړاسی وظيفه ورکول سي دی به په ډيره ښه توګه هم هغه پر مخ بوځی ځکه په هغه کار کی هیڅ تبديلی نسته پر ټاکلی وخت راځه, مخصوص کارونه کوه او پر ټاکلی وخت ځه.

خو په کم ځای کی چ پیښی تغير منونکی کی وي په هغه کی ځای AI د ستونزو سره مخ کيدايسی.
که انسانی زکاوت ته وګورو دده ډير کارونه تبديل منونکی کی وی.

انسان په خپل روزمره کارونه کی چ تغير هم راولی انسان هغه په صحیح توګه پر مخ وړايسی کوم چ مصنوعي زکاوت ددی کار څخه قاسیره دی.

په مصنوعي زکاوت کی استعمال سوی الګوریتم په کوم کی چ (Alpha go) او (Alpha zero) دی ځکه په Go ګیم کی انسان ته ماته ورکړل چ د هغه قوانین مخکی ټاکل سوی وه او دهغه کړی وه.
که په هغه کی کوم نوی څيز وای مصنوعي زکاوت یی په مشکل کی اچولاي سوای ځکه هغه نوی چم(Trick ) دده په ډيټابیس (Database) کی وجود نه درلودی.

که غواړی چ مصنوعی زکاوت د انسان غوندی سی باید هغه ته نفسیاتی معلومات هم ور شامل(Instal) سي.
مثال: که يو انسان پر خالی سړک روان یی او يو مشکوک کس دته لاس ونیسې انسان خطره حس کوی او دته نه دریږی. که مصنوعي زکاوت کی فقط دا خبره وراضافه سی چ هر چا لاس ونيوی درته ورته دریږی نو دی به پر دی يوازی سړک باندی هغه ته دریږی.
دي ته Heuristic Approach وایي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.