اعلیحضرت امان الله خان د استقلال موسس دی

عبدالباري جهاني

422
پر ټویټر باندي مي د یوه ناسیاله سړي، چي افغان یې نه سم بللای، یوه ویډیو ولیده چي د اعلیحضرت غازي امان الله خان سپکاوی پکښی سوی وو. اعلیحضرت غازي امان الله خان د ګران افغانستان د استقلال موسس دی او د هغه غازي سپکاوی د ګران افغانستان د ټولو خلکو سپکاوی دی. د اعلیحضرت محمدظاهرشاه له سقوط سره، چي د پاکستان د جاسوسي ادارو، په تېره بیا آی ایس آی دسیسې پیل سوي دي، پاکستان، او ددغه ناسیاله سړي په څېر هغه نورو نوکرانو، د افغانستان د تاریخ د قهرمانانو په باره کي څو څو ځله دغه راز ناروا خپروني کړي او زه وېره لرم چي دا ویډیو ګاني او خپروني به یوه ورځ ښوونځیو او پوهنځیو ته لاره پیدا کړي. د هیواد ځوانان باید د دښمنانو دسیسو ته متوجه او بیدار وي او پرې نه ږدي چي پنجاب ، په یوه او بل نامه، زموږ د ځوانانو او راتلونکو نسلونو اذهان مغشوش کړي او خپل له افتخاره ډک تاریخ د دغه راز ناسیالو په خوله او تبلیغاتو ورڅخه ورک سي.
زموږ زلمیان باید هیڅ چاته اجازه نه ورکړي چي د افغانستان د استقلال د مفکورې موسس او پیاوړي جنګیالي میرویس نیکه نوم په سپکه یاد کړي. د افغانستان لمن او غېږه د قهرمانانو څخه ډکه ده. میرویس نیکه، په ګران افغانستان کي، د استقلال د مفکورې ایجادوونکی، لوی احمدشاه بابا د معاصر افغانستان موسس، محمداکبرخان، میرمسجدي خان، غازي ایوب خان او …. د پردیو او د اوسني پاکستان د بادارانو په مقابل کي د جنګونو او تورو د میدانونو زمري ول. اعلیحضرت امان الله خان د افغانستان د استقلال د جنګ او د استقلال د ګلو افتخار لري. د تل او وانه فاتح او د افغانستان ناجي محمدنادرشاه غازي زموږ د ویاړلي تاریخ یو بل ستر قهرمان دی او تر څو چي افغانستان وي، او موږ یقین لرو چي تر څو دا جهان وي افغانستان به هم وي، د دې قهرمانانو نومونه به ژوندي وي او په نومونو به یې ترانې او حماسې جوړیږي او د غلیمانو غوږونه به کڼوي.
زموږ زلمیان باید یوازي د دغه راز ناسیالو په جواب ویلو بسیا نه سي بلکه متوجه اوسي چي دښمن نه یوازي زموږ د خاوري د لاندي کولو او د ضیاءالحق او قاضي حسین احمد د خوبونو ریشتیا کولو ته ملا تړلې ده بلکه غواړي زموږ ویاړلی تاریخ د ناسیاله پنجاب د دسیسو قرباني او مسخ کړي. پر ټویټر باندي د دې ناسیاله سړي ویډیو نه دغه راز لومړنی اقدام دی او نه به وروستنی وي. دا وروستۍ ویډیو د پاکستان د راتلونکو پراخو دسیسو یوه مقدمه وګڼی او په ټوله افغاني هوښیاري او وطن پالنه ورته ویښ اوسی. زه اطمینان درکوم چي دا هیواد، لکه څرنګه چي د نړۍ تر ټولو ستروطاقتونو تر ستونی تېر نه کړ د پاکستان ستونی هم د هغه د تېرولو لپاره ډېر تنګ او وړوکی دی. دا اوږدې شپې بالآخره د حق متعال په مرسته رڼا کیږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.