خلکو روژې ته خویندې بوتلې
بې وروره خویندې دېواله ته ناستې دینه
خندا له خولې نه مروره
یو خوا روژه ده بل خوا نشته دي کارونه
د آخرت بار به دې دروند شي
د رمضان په میاشت کې مه کړه دیدنونه
د بختور به په نصیب وي
په روژه ماتي ستا د سترګو دیدنونه
د پردېسۍ سپېره ماښامه
سخته روژه مې په بسکټو ماتومه
د پړشمي اورونه بل شول
ورته زنګېږي سپینې خولې، زېړ پېزوانونه
د پړشمي اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
د پړشمي بانګونه وشول
لیلا په سرو منګولو یار را ویښوینه
د پړشمي په غم کې نه یم
زه د مغرور جانان تصویر ته ناسته یمه
د پړشمي خلک را ویښ شول
چې مسافر جانان به څوک را ویښوینه
د پړشمي کیسه کې نه یم
د شالیلا د لاس ډوډۍ خوند راکوینه
د پړشمي ټپې شروع شوې
که خدای مې مل وو تر اختر درځم مینه
د پړشمي ډوډۍ مزه کا
چې شالیلا یې په سرتوري پخوینه
د پړشمي غږونه و شول
د نرۍ ملا نه مې نور وباسه لاسونه
د تور لاچي، لونګه چایه
په روژه ماتي دې جانانه سره چښمه
د جمعې شپه اول روژه ده
خدایه زما جانان به چېرته وې مینه
د چا چې مور په کور کې نه وي
څه یې روژه، څه ماښامی، څه اخترونه
د خدای په در کې به نارې کړم
زه روژتی له دنیاګۍ راغلی یمه
د رمضان روژه آسانه
ستا د دیدن روژه مې کټ ته غورځوینه
د رمضان ماښامه راشه
د مینې یار مې وږی، تږی دی مینه
د رمضان میاشت چې ختمېږي
زما لالی به یې راته نیم خوړلی وینه
د روژماتي آذان وشو
لالی مې تللی، د دکن سفر کوینه
د روژه ماتي قصد مې کړی
که ته راووزې همدا اوس یې ماتومه
د روژه ماتي وخت کې راشه
تا ته به درکړم د سرکو شونډو سرونه
د روژه ماتي وخت کې راشه
مور پیرکي له ګندنې جوړ کړي دینه
د روژه ماتي وخت کې راشه
ورځ د روژې ده خولګۍ کله درکومه
د روژه ماتي وخت کې راغلې
زه به ډوډۍ خورم که به ستا دیدن کومه
د روژه ماتي وخت نږدې دی
زه روژه ماتی کړم که تاته وګورمه
د پام وړ ټکی: د پښتو ځینې لنډۍ له یوې بلې سره لږ یا زیات ورته والی لري او له ځینو توپيرونو سره یو ځای د پښتنو په مختلفو سیمو کې موجودې دي. همدارنګه د پښتنو د سیمو لهجوي بېلوالی هم په دې بهیر کې نقش لري. د ورته والي او مشابهتونو دغې لړۍ لنډۍ ته لا زیاته ښکلا بښلې او د دې اغیزناک شعر اهمیت یې نور هم زیات کړی دی.
د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې اتمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.