پر پښتو ژبه او ادب د ټکنالوژي اغېز

ولي الله غرور

539

د بشر د پیدایښت سره سم د خبرو کولو اړتیا پیدا شوه.
ژبپوهان وایي، چې انسان په اوایلو کې د یو او بل پوهولو او خبرولو له پاره په خپل چاپېریال کې د موجودو حیواناتو، پرندو او خزندو غږونه زده کول او پدې ډول به یې تر لېرې ځایونو پورې یو د بل احوال اخیست. د بېلګې په ډول: که څوک به په کوم ځنګله کې د کوم ښکاري حیوان سره مخ شو، نو ده به د همغه حیوان غږ وویست او پدې ترتیب به یې خپل ملګري خبرول، چې ستونزه ورته پېښه ده.

د انسان لومړنی ښوونکی د کایناتو خالق خدای ج دی. چې انسان یې خلق او بیا یې هغه ته د خبرو کولو توان ورکړ. انسان ته یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره امکانات برابر او د هغوی د کارولو، پېژندلو، نوم اخیستلو او خبرو کولو استعداد ورکړ.

د یوې ژبې پرمختګ او ژوند پدې کې دی، چې ویونکي یې د وخت له تاړاکونو، جنګونو، ناخوالو او زماني فشارونو څخه وژغوري او همدا راز یې د نورو ژبو له مستقیم اغېز څخه وساتي.

په نړۍ کې تقریباً شپږ زره ژبې شتون لري، چې پنځوس ژبې یې د خپلو بډایه ادبیاتو په درلودلو سره د لیک او لوست ژبې دي، چې په نړیوالو ژبو کې راځي، چې له نېکه مرغه پښتو ژبه هم ددغو ژبو په کتار کې ولاړه ژبه ده.

پښتو، چې د پښتنو د عظیم ملت د ژبې نوم دی، د نړۍ په هر ګوټ کې خپل ویونکي لري او وخت په وخت یې د خپلو همزولو او نړیوالو ژبو سره د سیالۍ په هسک منار درولې او پاللې ده.

( پښتو یوه اریایي ژبه ده، چې د هندو اروپایي ژبو د سترې کورنۍ په هندو اریاني څانګه کې راځي او ددې څانګې په اریاني ګروپ کې شاملېږي او د اریاني ګروپ په شمال ختیځ ښاخ پورې اړه لري).

د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې ستر او مشهور ادیبان، شاعران، فیلسوفیان، پاچاهان، علماء، اتلان او د فکر او نظر خاوندان تېر شوي، چې اوس په نړیوالو ادبیاتو کې ثبت او راجسټر دي. پښتو ژبه د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې تدریسیږي، په ډېری سفارتونو کې پرې وینا کېږي او یا نورو ژبو ته ژباړل کېږي. په نړیوالو کتابتونونو او موزیمونو کې د پښتو ژبې قلمي نسخې او ډبرلیکونه د اثارو په بڼه ساتل شوي دي.

یوویشتمه پېړۍ چې د ساینس او ټکنالوژي دور دی او انسان پکې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ، بشر د ساینس له تیوریو او فورمولونو کار واخیست، ټکنالوژي یې رامنځته کړه ـ سپوږمۍ ته وختل او د بحرونو په منځ کې یې، دېوالون، پلونه او بازارونه جوړ کړل، چې د انسان په دغه چټک پرمختګ کې د ټکنالوژي او ژبې شتون اساسي نقش لوبوي. دا چې د ځمکې پر مخ انسان د ساینس او ټکنالوژي پر مټ ډېر پرمختګ کړی، نو په ژبو یې هم خپل اغېز ښندلی، چې د ژبو دغه اغېز د ادبیاتو د تخلیق سبب ګرځېدلی دی.

پښتو ژبه د خپل قدامت او لرغونتوب په لرلو سره یو اساس دی او ټکنالوژي د یوویشتمې پېړۍ نوې بشري منځته راغلې هڅه ده، نو طبعاً چې د پښتو ادبیاتو په وده او پرمختګ کې د ټکنالوژۍ ونډه ډېره اغېزمنه ده، چې دغه اغېز د ځان سره مثبت او منفي ټکي درلودلای شي.

★ د یوې ټولنې روح کتابتون دی★

★مثبت ټکي:
=۱ـ د پښتو ژبې ادبیات د نړۍ د نورو ژبو له ادبیاتو سره د کلماتو ورته والی او تبادله پیدا کوي او د نړیوالو ژبو سره اوږه په اوږه مزل کوي.

=۲ـ د ټکنالوژي پر مټ د پښتو ادبیاتو د خوندیتوب لپاره په انټرنیټ کې بیلابېل سایټونه رامنځته شول.

=۳ـ د پښتو ادبیاتو غږیز سافټونه، انلاین درسي میتودونه او صنفونه د پښتو ژبې او ادبیاتو په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري.

=۴ـ په ګوګل او نورو ټولنیزو انټرنیټي شبکو کې د پښتو ژبې ځای پر ځای کول.

=۵ـ په موبایل، کمپیوټر او چاپي ماشینونو کې د پښتو ژبې کیبورډ (لیکمن) کارول او ځای پر ځای کول، په پښتو ژبه کې ډېره اسانتیا رامنځته کړې ده.

=۶ـ پخوا به ادبي بهیرونه و اږ د نږدې سیمو شاعرانو او ادیبانو به پکې په حضوري ډول اونیزې یا میاشتنۍ غونډې ترسره کولې، چې اوس د نړۍ له هر ګوټ نه پښتانه د ټکنالوژۍ پر مټ د واټساپ، ټلیګرام او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې په انلاین ډول جرګې او ادبي بهیرونه ایجاد کړي او په منظم ډول ګډون پکې کوي.

=۷ـ د پښتنو ټولنه چې زیاتره وګړي یې د لیک لوست نه بې برخې دي، اوس دوی هم خپل پیغام په غږیزه بڼه یو تر بله رسولی شي.

په ټوله کې ویلای شو، چې د پښتو ادبیاتو په وده کې د ټکنالوژۍ ونډه مو د نړیوالو ژبو سره سیال او د هغوی له پام او سترګو مو نشي غورځولی.

★ د کتاب ډالۍ کول د پوهې ډالۍ کول دي★

★منفي ټکي:
=۱ـ ټکنالوژي د کتاب د چاپ پروسه ځنډولې او د کتابونو دود یې له منځه وړی دی.

=۲ـ د سوچه او لرغونو لغاتونو زېرمه، چې پخوا به د کتاب په بڼه ساتل کېدل، خو اوس په انټرنیټ کې د ډکشنري او اپلیکیشن په وسیله کار ترې اخیستل کېږي.

=۳ـ ددې تر څنګ د ادبي بهیرونو ړنګېدل او یا کم رنګه کېدل دي، چې له حضوري بڼې څخه یې انلاین بڼې ته تغیر کړی دی.

=۴ـ ټکنالوژي د لیکلو، خطاطي، نقاشۍ او رسامۍ هنر له منځه وړی دی.

= ۵ـ د ادبي غلاوو زمینه یې برابره کړې او د کاپي پېسټ فرصت یې رامنځته کړی دی.

څلوریزه
ورخــتـلــي انـــدازه د ځـمـکـې اخـلـي
د کافر بچي سپوږمۍ راښکته نه کړي
پـه اوبـو کـې هـم تـر قـشـره رسـېدلي
وچې ځمکې ته کښتۍ راښکته نه کړي
غــــــرور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.