د ملا نديم د پام وړ : ديني عالمانو ته د شېخ نديم غوسه؛

604

د ملا نديم د پام وړ :

ديني عالمانو ته د شېخ نديم غوسه؛

د زده کړو د ملاتړ په نوم خلک بغاوت ته مه هڅوئ

کړنې، ژمنې او ګړنې (څرګندونې) مو خپله ولس او هم نړيوال غبرګون ته هڅوئ

ګواښمنه لهجه دې پرېږده لږ له عقلانيت نه کار واخله! اوښان دې په بډه وهلي او پښې يې درنه لاندې ځانګي. تاسې له نجونو د زده کړې او له مېرمنو د کار حق اخېستی او هم د ولس مشروع غوښتنو ته ځواب نه ورکوئ، نو ځکه يې خلک درڅخه غواړي او احمقانه ګواښنې يې د حل لار نه ده

نوټ : څوک چې نجونو ته د زده کړې او مېرمنو ته د کار حق نه شي ورکولی او ترې يې په زور اخېستی وي او هم د ولس مشروع غوښتنو ته ځواب ويلی نه شي، نو ښه به دا وي چې خپله لهجه دې نرمه او پخپل چلن کې دې بدلون راولي، نو چې نه لهجه سمولی شي او نه پخپل چلن کې بدلون راوستلی شي، نو ګواښل او غوسه خو هم د حل لار نه ده. چا چې له خشونت کار اخېستی ټغر يې هم ژر ورټول شوی دی. حق زورور دی.

وايی چې يو سړي خپل زوی د کلي د جومات ستا غوندې يو ملا امام ته راوست چې د قاعدې لومړۍ سيپاره ورزده کړي. هغه چې ماشوم ته سيپاره خلاصه کړه او سبق يې ورته شروع کړ چې :

ا         ب        ت       ث

دا چې ملا صاحب بوډا وو او غاښونه يې خوله کې نه وو او يو نيم غاښ به يې چېرته وړاندې خوله کې پاتې وو، نو ده به ويلې :

اړف     باء/بې   تاء/تې   ثاء/ثې

نو ماشوم به هم ويل چې :

اړف     ….

نو وړوکي ماشوم ته به هر ځل په غوسه کېده چې داسې مه وايه چې :

اړف

بلکې داسې وايه چې الف …

ماشومان خو سپين زړي وي بالاخره تنګ شو او ورته يې وويل چې زه خو هغه څه وايم چې ته يې ما ته وايی او ستا له خپلې خولې راوځي، نو زه يې هماغسې وايم.

ماشوم په حقه وو او هغه هوبه هو هغه څه ويل چې د ده له خپلې خولې به راوتل.

اصلي ستونزه د ده پخپله خوله کې وه چې خپله غلطي او ناسم تلفظ يې درک کولی نه شو. ځکه د ده په ذهن کې خو الف سم، خو هغه څه يې چې له خولې راوتل له ذهن سره سمون نه خوړ.

نو په ډانګ پېيلې يې چې درته وايم د امارت د بدنامولو او هم د ولس او هم د نړيوالو غبرګونو راپارولو لپاره تاسې خپله شخصًا او هم د أمر بالمعروف مشر شيخ حنفي هغه دوه څېرې ياست چې ډېر ژر دی د امارت د بدنامولو لپاره به لا ښه ډېر ګلان وکرئ.

تاسې دواړه داسې يو دوه متضادې او متجانسې ټوټې ياست چې هېڅ وخت له هېڅ قالب سره جوړ نه راځئ. اصلي ستونزه ستاسې د دواړو په ذهنيت او هغه څه چې مو له خوله راوځي د ولس او نه د نړيوالو منل شويو اصولو او عرفونو سره سمون خوري.

کېدای شي چې ستاسې په ذهن کې به ښه وي، خو هغه څه تاسې يې ولس او نړيوالو ته د ثبوت په توګه ورکوئ سره جوړ نه راځي.

نو زما مشوره خو تاسې دواړو ته دا ده چې هېڅوک مه ملامتوئ. لومړی تر هر څه مخکې تاسې دواړه خپل ځانونه ملامته کړئ چې ستاسې کړنې، ژمنې او ګړنې (څرګندونې) تل زهرجنې او د ملت مشروع غوښتنو ته نه پاملرنه او هم د خپل ولس د مشروع احساساتو ځپل دي، نو تر څو به دا ولس ستاسې دې ناکرديو ته چوپ او لاس تر زنې ناست. تر پرونه مو خلک د امر ثاني، تعليق، نصاب، طرحه دا او هغه په بېلابېلو پلمو تېر ايستل، نو زما په څېر يو ملا چې هغه هم د نورو سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتو په يو سازش کې رامينځته شوی او په لوی لاس ورته بسته يو روغ نظام او د کلونو سيستم له مينځه يوړل شو او هغه هم د دې لپاره چې ستاسې په څېر داسې څېرې پرې وروتپې چې هغه د نړيوالو اصولو او نه هم زموږ د ګردې اسلامي نړۍ له ښوونيز او هم د مدارسو له سيستم سره اړخ لګوي وزغمي؟

زه غواړم چې له تا او هم دې له ملګري شيخ حنفي شخصًا وپوښتم چې تاسې او رب العالمين مو چې تاسې په دې پاکستاني مدارسو کې څه لوستي دي؟

دا مدرسه خو موږ هم لوستې، خو په دغه بڼه نه لکه تاسې دواړو چې لوستې.

رفيع الدرجات ذو العرش يلقی الروح من أمره علی من يشاء من عباده لينذر يوم التلاق [الغافر : ۱۵]

تاسې ته پته ده چې د انبياو عليهم الصلاة والسلام يوه دنده دا وه چې خلق له هغه ورځې ووېروي چې دوی به ورسره خامخا يوه ورځ مخامخيږي.

ته او دا خپل ايمان دې او دا خپلې اسلامي زده کړې چې په مدرسه کې دې کړي تا د همدې ورځې لپاره کړې وې چې ته دې له نجونو او له ښځينه محصلينو نه د زده کړې حق واخلې؟

ته او رب العالمين دې چې نن شلمه روژه ده دا ستا ضمير (وجدان)، ايمان او لږ تر لږه هغه انساني احساس تا ته د دې اجازه درکوي چې تاسې د خپل رسميت پېژندنې او يا له تور ليسته د خپلو مشرانو او داسې نورو مسايلو لپاره له نجونو د زده کړې حق اخېستی او له دې مو يوه سياسي معما جوړه کړې ده.

ږيره دې هم پرېښې ده او توره پګړې دې هم په دې نوم په سر کړې ده چې د کابل سوبه (فتحه) درته د مکې له فتحې سره ورته ښکاري. ته خو انسان يې روزي خورې، اوبه څښې، خوب کوې، حرکات او سکنات لرې چې دا ستا ضمير د يو بشر او انسان په توګه هغه مسلماني خو لېرې کړه د دې اجازه درکوي چې تا له نجونو د زده کړې حق اخېستی او ولې؟

زه غواړم چې له تا او ستا له ملګري شيخ حنفي وپوښتم چې :

((ته پر دې ولس ډېر حق لرئ او که الله جل جلاله او د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم؟))

څوک ډېر مستحق دي؟

تاسې دواړه او که الله و رسول صلی الله عليه وسلم؟

پاملرنه

د پوهې کچه خو دې تر دې حده (کچې) پورې ده چې هډو خپله د ((بغاوت)) او د ولس د مشروع غوښتنو په توپير نه پوهېږې. داسې هم نه ده چې رښتيا داسې غول او کچ وګول يې، بلکې په لويه کچه د ولس د ولس د مشروع غوښتنو او احساساتو د ځپنې لپاره تلقينېږئ. که داسې نه وي په خدای باور وکړه چې ښه پوهېږې چې له تېرو دوو کلونو راهيسې مو له دې ولس سره د د دين او د مذهب په پلمو زياتی راخېستی بل هېڅ نه دي.

يوه مشوره

تاسې خو ځانونه د مکې فتحې ته ورته فاتحين بولئ او هغه هم د خپل مغرض ګاونډي د استخباراتو له سوړې نه د اسلامي ديدلوري له امله چې دا دواړه توپير لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د عمرې په موخه وخوځېد او صحابه کرام هم ورسره مل ول او د ام المؤمنين ام سلمې په شمول نورې صحابياتې ورسره وې، خو پرې نه ښوول شول چې مخته عمرې ته ولاړ شي، نو پرېکړه يې دا وکړه چې سږکال به نه بل کال ته بيا راشي، خو صحابه رضوان الله عليهم اجمعين داسې نه ول چې هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم امر نه منلو، بلکې دا ورته سخته برېښېده چې اوس موږ بيرته واپس شو. د عمرې په نيت راوتلي او موږ به خامخا مخته ځو او عمره به کوو، خو آخوا ته هلته ستونزه وه او هغوی مشرکينو ټولې لارې ګودرې نيولې وې او جنګ ته تيار ناست ول، خو د حديبې سوله رامينځته شوه چې دا تاسې يې خلکو او هم يې نړيوالو ته کښته پورته کوئ، نو هلته خو د الله رسول صلی الله عليه وسلم چې خپله رايه او خبره له ام المؤمنين سره په خېمه کې شريکه کړه، نو هغې ورته مشوره ورکړه چې :

((غږ مه کوه، لاړ شه ناهي/سلماني/ډم ته غږ کړه چې راشي او لومړی ستا سر وخروي، نو صحابه رضوان الله عليهم اجمعين چې هغه وليد ټول خپلو خپلو ځايو او خېمو ته ولاړل او هر چا خپل سر وخريلو او بس خبره خلاصه شوه))، نو هملته يې هغه له ځان سره وړي مالونه حلال او بيرته راوګرځېدل چې په لاره کې پرې د فتحې زيری وشو.

زما مشوره تا او ستا ملګري شيخ حنفي ته دا ده چې تاسې دواړه خو به هم خپلې مېرمنې او اولادونه لرئ. لورګانې به هم لرئ. نن شلمه روژه ده او بېګا ته يويشتمه ده. له روژه ماتي مخکې او يا له تراويحو چې راستون شوې له خپلو مېرمنو سره دواړه کښېنئ او له هغوی هم واورئ چې هغوی د ام المؤمنين د يوې عقيده مندې په توګه چې هغوی تاسې ته څه وايئ.

تاسې دواړه او رب العالمين که مو پټه کړه چې څه مشوره درکوي؟

ايا همدا مشوره درکوي چې له نجونو د زده کړې حق واخله او مه يې ورکوئ او که دا درته وايي چې ولې له دې نجونو او مېرمنو سره زياتی کوئ؟

هغوی ښځې دي او هغوی ميندې دي او د مېرمنو او ميندو په توګه به دا ونه شي زغملی چې د ولس او د نجونو او مېرمنو لاسونه تاسې دواړو پسې پورته وي.

دا خو انصاف نه دی چې دا ولس مو نژدې دوه کاله په دې او هغه پلمه له زده کړې محروم وساته.

زه غواړم چې له تا او ستا له ملګري شيخ حنفي وپوښتم چې تاسې دواړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه زيات ياست چې هغه د عمرې په څېر يو ښه عمل او کړنه کې راګرځي او له خپلې مېرمنې ام المؤمنين پوښتي او هغه ورته مشوره، بلکې د حل لار وروښووله او ډېره اسانه يې وروښووله نه شرميږي تاسې دومره غټې سټې ياست چې اوس به له خپلو مېرمنو نه پوښتئ او شرمېږئ. زه پوره باور لرم که تاسې دواړه په رښتينې له خپلو مېرمنو وپوښتئ، نو هغوی به هم درته د ام المؤمنين د يوې عقيدتمندې په توګه اسانه لار دروښيي او دا تشنج به راکم شي، خو ستونزه دا ده چې تاسې د اکوړې چڼو داسې دا خپله ملي اسلامي تګلاره له پامه غورځولې چې اوس ټول هېواد ته د اکوړې د استخباراتي مدرسې د يوې څانګې په توګه ګورئ چې واګې يې د نورو په لاس کې دي.

ښکاره خبره ده تر هغې چې تاسې خپل ځانونه د ولس له مشروع غوښتنو سره سم نه کړئ، نو ولس درڅخه واټن اخلي. همدا اوس يې اخېستی او لا يې درڅخه اخلي.

ترڅو به ولس نور درسره په دې ببولالو په يو جيغ کې روان وي. خلک مجبور ومکلف دي چې ځانته د خلاصون يوه لاره ولټوي او حال دا چې وسيله به يې هم پخپله تاسې ياست او پړه يې هم تاسې او امارت ته درګرځي.

دا د ساده توب او غولونې خبرې نورې پرېږده او ښه به دا وي چې له دې وروسته دا ګواښنه لهجه دې سمه او درسته کړې. هر فرعون ته موسی پيدا کيږي. ترڅو به ولس ستا ګواښمنه لهجه زغمي؟

چې حکومت نه شئ کولی، خو نورو وړو او مستحقو خلکو ته يې پرېږدئ چې بيرته له مينځه تللی سيستم او حکومتي بنسټونه ورغوي، نو دنيا خو يوازې پر تاسې اباده نه ده. دا نور خلک هم د الله تعالی پيدا دي. مسلمانان دي، افغانان دي او د دې خاورې بچيان دي. په دې خاوره کې يې زده کړې کړي دي. د ملت په پانګه د ملت د چوپړ لپاره روزل شوي دي هغوی هم حق لري چې د خپلو مسلکي زده کړو څخه چې د نظام او حکومت او د يو سيستم په چوکات کې روزل شوي کار وکړي.

تاسې ته هډو پوهنتوني او د نورو ښوونيزو بنسټونو زده کړې اصلاً ارزښت نه لري او بلکې کرکه ترې لرئ او په ښکاره مو تربګني ورسره راخېستې ده، نو تاسې چې اوس په ټول سيستم خېټه اچولې ده داسې نه شي چې ((طلب الکل فات الکل))

داسې نه شي چې د ټولو په لټه هر څه له لاسه ورکړئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ديني عالمانو ته د شېخ نديم غوسه؛ د زده کړو د ملاتړ په نوم خلک بغاوت ته مه هڅوئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.