نژدې یونیم کال کې د کندهار میرویس روغتون ته لسګونه ناپېژاندي مړي ور وړل شوي

516

کندهار

  • مامون درانی
  • بي بي سي

د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې د عدلي طب چارواکي وايي تېرو شاوخوا اتلسو میاشتو کې مېرویس ولایتي روغتون ته نژدې سل مړي -چې پېژندګلوي یې نه ده شوې، وروړل شوي دي.

ډېری دغه مړي چې خپلوان یې نه دي موندل شوي ښاروالۍ خاورو ته سپارلي.

دا چې دا کسان ولې او په څه ډول حالاتو کې وژل شوي، روښانه نه ده او ځایي چارواکي هم په اړه له ځواب ورکولو ډډه کوي.

تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان يا (امېنسټي انټرنېشنل) په افغانستان کې د انتقامي وژنو او ناقانونه اعدامونو پر دوام اندېښنه ښودلې وه .

۲۴ کلن بشیر احمد، چې په حکومت کې د کندهار میوند ولسوالۍ کې یې د پولیسو دنده درلوده، د حکومت تر پرځېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او ترې یو نیم کال وروسته بېرته خپل کورته راوګرځېد.

ورور یې، چې په امنیتي دلایلو نه غواړي نوم یې یاد شي، د خپل ځوان ورور د تري تم کېدو له ډېرو منډو ترړلو ورسته یې د مړي د موندلو کیسه کوي.

هغه وايي ورور یې بشیر احمد کور ته له ستېندو څه موده وروسته تری تم شو، تر هغه چې د هغه سر پرې کړی جسد یې په میرویس روغتون کې وموند .

کندهار

بې سره جسد

“د روژې له مبارکې میاشتې لس ورځې وړاندې د سره صلیب د کمېټې په مرسته زما د ورور جسد روغتون ته وړل شوی و، په روغتون کې د هغه سر غوڅ شوی جسد مو وموند، چې د پېژندلو نه و، خو هغه په شنو خالونو خپل نوم پر لاس لیکلی و، چې موږ وتوانېدلو د هغه جسد و پېژنو که نه نو د هغه جسد د پېژندلو نه و”.

دا موندنه به بې له شکه د بشیر احمد کورنۍ ته ډېر دردوونکي وي، خو ښايي هغو ته، چې د کورنۍ یو غړی یې ورک دی او له میاشتو یا کلونو راهیسې یې مړي یا ژوندي پسې کرځي، تر یوه ځایه تسلي بخښونکی وي.

کندهار کې د عدلي طب د څانګې مشر ډاکټر محمد موسی غریب نواز وايي دغه جسدونه د امنیتي کسانو له خوا روغتون ته راوړل کېږي، چې د وژنې څرنګوالی، پر بدن ظاهري نښې او د جسد تصویرونه اخیستل کېږي او د یوه ځانګړي کوډ نمبر په نوم یې له ځان سره خوندي کوي .

ښاغلی غریب نواز وایي دغه مړی هم د هغه ځانګړي کوډ (نمبر) پر اساس ښخوي.

“دغه جسدونه د امنیتي کسانو له خوا د ښار او ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې په نامعلوم شکل موندل شوي او روغتون ته راوړل شوي دي. البته، قضيې بېلې دي، ځينې په ډزو وژل شوي، ځينې په دار ځړول شوي، د ځينو سرونه پرې شوي، په ټوليز ډول دا خلک د تاوتريخوالي او شکنجې په نتيجه کې وژل شوي دي.”

کندهار

شکنجه

د روغتون چارواکي وایي اوس هم د روغتون په ساړه ساتنځای کې د یو شمېر کسانو جسدونه پراته دي، چې کورنۍ یې نه دي مالومې .

ولي محمد، چې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د کندهار په میرویس روغتون کې د جسدونو د ساړه ساتنځای مسوولیت لري، وایي لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو نادرکه خپلوانو په موندلو پسې ګرځي چې ډېر کله یې جسدونه هم په لاس نه ورځي.

نوموړی وایي دغه کسان له دوو تر شپږو میاشتو پورې د روغتون په ساړه ساتنځای کې ساتل کېږي او ورسره ځینې توکي یې لکه جامې او نور خاورو ته د سپارلو پر مهال ورسره امانت اېښودل کېږي .

بله خوا، د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمری څرګند وایي، تېر یوه کال کې یې په بېلابېلو وختونو کې ۵۰ ورته جسدونه خاورو ته سپارلي دي .

ښاغلی څرګند، چې د شلو نورو جسدونو خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې رسنیو سره خبرې کولې، وویل: په یادو جسدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي خو کره شمېر یې یاد نه کړ .

دغه جسدونه د کندهار لوېدیځه غاړه په هغه هدېره کې خاورو ته سپارل کېږي، چې د لاوارثه مړو لپاره ځانګړې شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي له کلونو راهیسې دغې هدیرې ته لاوارثه مړي راوړل کېږي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره هم ددغو مړو لړۍ نه ده درېدلې .

کندهار

شخصي دوښمني او کورنی تاوتریخوالی

د کندهار ښار د اومې ناحیې یو اوسېدونکی محمد اکرم وایي، دوی د ورستیو جګړو پر مهال د دغې ناحیې اړوند هدیره کې ډېر شمېر هغه کسان ښخ کړي، چې کورنۍ یې معلومې نه وې:

“په تېرو جنګونو کې مو هم دلته مړي ښخ کړي او اوس هم دا دي وینو، چې دلته مړي ښخېږي په ټوله کې دا ښه حالات نه دي، خلک په دې امید له کوره راوځي، چې ژوند او کار وکړي خپله پایله کې دوی دلته در په دره پراته وي”.

د کندهار ولایتي ادارې په دې اړه، چې دا کسان د چا له خوا او څنګه وژل شوي، له څه ویلو یې ډډه وکړه.

دلته ځايي چارواکو په تېر کې د دغه ډول وژنو انګېزه شخصي دوښمني او کورنی تاوتریخوالی یاد کړی و.

دوی دا هم نه وايي چې آیا د دغو وژنو پوښتنه یې کړې او په تړاو یې څوک نیولي که څنګه.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستۍ راپور کې، چې تېره مارچ میاشت کې خپور شو ویلي وو، چې افغانستان کې د بشري حقونو حالت په چټکۍ د خرابۍ خوا روان دی.

دغې ادارې په خپل راپور کې د طالبانو له خوا د مخالفینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او بیا له هر ډول قضايي تعقیب خوندیتوب يې هغه موارد بللي چې په افغانستان کې يې د وېرې فضا حاکمه کړې ده .

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.