پي ټي ایم په مزاحمتي مبارزه دښمن مات کړو

عصمت الله زهیر

540

په پاکستان کښي پارلمان پلوه ګوندونو ولي په غېر محسوس انداز د پي.ټي.ایم. په ضد په هغه فعالیتونو او تورونو لاس پوري کړی دی چي د مخه هم دا چلند ریاستي او استخباراتي کارمندانو به سر ته رسولو؟

پي.ټي.ایم. د وخت،حالات او د پښتنو پر خاوره د رواني ترهګرۍاو د پښتنو د نسل کشۍ په ضد یوه جدي اړتیا وه، ریاستي او استخباراتي قوتونو هغه بربنډ او انسانیت سوز ظلمونه وکړل هم یې د نړۍ د هره کونجه یو، یو جلاد د جهاد په نوم را غونډ کړل،یوار یې هم دا عرب، چیچن او ازبک د افغانستان ټوټې کېدو ته وکارول،وروسته یې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کښي د ملت پالو او روشنفکرو په وژلو وګمارل….

په سیاسي توګه په پښتونخوا کښي یوه تشنګي یا خلا د دوو لسیزو په شدت سره احساسېده،په پښتونخوا کښي د سیاسي ګوندونو مبارزه دومره انتخابي او پارلماني سوې ده چي ملي مرام او هدافو ته یې بیخي شاه ور وګرځوله،تګلاري ته یې تغیر ورکړی،سیاسي او ملي بیانیه یې تاخچې ته کړه…
ولس د ریاستي جبر او استبداد سره لاس و ګریوان پاته وو،خلګ د هدفي وژنو قرباني وو،د خلګو تښتول او نادرکه کول او د خلګو پر ناموسونو تېری کول یو عادي چلند ګرځېدلی وو…

که به چا د دې ظلمونو په ضد ږغ به پورته کړو هغه ږغونه به د (ترهګر ) په نوم د تل لپاره خاموشه سول، کلیوالو پښتنو که به په شریکه احتجاج وکړی نو به یې روغ کلی محاصره کړی،سپین ژیري به یې ووژل،د ځوانانو به یې سترګي او لاسونه وروتړل د ځان سره به یې بوتلو او هغوی بیا کله هم رانغلو خو د دروازې په خوا کښي ناسته مور یې نن هم د بیرته راتلو لاري څاري.

چالاک دښمن د مذهب کارډ د (طالب) په شکل کښي ډېر په هنر په پښتونخواکښي وکاروی،د سپټمبر ۹/۱۱ وروسته یې پښتونخوا کربلا وګرځوله…

پي. ټي. ایم. د دې ریاستي جبر او تور وحشت د عکس العمل په نتیجه کښي رامنځ ته سو او پښتنو يې ملاتړ وکړ هم يې د قام د خلاصون وروستی ارمان ونومولو۔۔۔

په څو،څو واري (مړ هم زه،پړ هم زه) لوبه توده وساتل سوه د پي.ټي.ایم. پر احتجاجونو نېغ په نېغه ګولۍ چلول، زندانونه په ډکول،بدوین بې عدالتي پرېکړو په تیارو کښي وژل او مړي یې په دښتونو کښي غورځول استخباراتو او پوځ یوه عادي لوبه ګرځولې وه لاکن پي. ټي. ایم. د دښمن دې ناولي لوبي ته نور د پای ټکی کښېښود او د دښمن ډالري پلانونه او د کرایې وژونکي يې ولس هم جهان ته بربنډ کړو ۔۔۔۔

په اصل کښي دښمن پوهیږي چي د پي.ټي. ایم. له سیاسي او مزاحمتي مبارزې یې ماته خوړلې ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.