غزل

محمداجمل کریمي

364
له زخمه سوځي او له درد څخه ټکان کوي.
زړه مې په چا پسې ډېر وخت کیږي ارمان کوي.
دعشق جومات ته چې راغلی له ربابه سره.
دغه مُطرب سندرې نه وایي اذان کوي.
څه ضروت چې یې په چا پوري پیوند کړي اول.
او بیا ترې وروسته شکایت د دې خپل ځان کوي.
ډېوه دي بله کړي رڼا ته دي شبګیر کیني.
که څوک پخپل تیاره تیاره وجود احسان کوي.
د نفرت اور شنې ښایسته وني د زړونو سوځي.
دعشق د ګل روی په بیدیا کې هم باران کوي.
شمال پخپلو ګوتو لښتي د چِنار غږوي.
مُرغان دچا په یاد ټپه او یا قربان کوي.
دا ستا د نشت په احساس ستا “کریمي”داسې شوی.
چې اوس د خپل وجود په سیوري ستا ګُمان کوي.
محمداجمل کریمي

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.