Felicità– Happines – نېکمرغي

د عبدالعزیز نایبي

570

 

«فېلچیته» مشهوره ایتالیوي سندره ده چې د «البانو» او «رومینا پاور» په غږونو کې یې انگازه په نړۍ کې خوره شوې ده. دا سندره په ۱۹۸۲م کال کې بازار ته وتې وه چې یواځې یې په لومړیو دوه میاشتو کې میلیونونه کاپیانې خرڅې شوې وې.

د دې سندرې شعر د نړۍ په گڼو ژبو ژباړل شوی دی. ما یې پښتو ته له انگریزي متن څخه د ژباړې هڅه کړې ده. ښايي تر دې وړاندې هم ژباړل شوی وي، خو ما چېرې نه دی لوستی. د شعر انگریزي او پښتو متنونه دا دي:

Happiness

is holding hands and going away together

happiness

is an innocent look, in the middle of a crowd

happiness

is staying close like children

happiness, happiness

نېکمرغي

د یوبل لاس نیول، په گډه لرې تلل

نېکمرغي

د گڼې گوڼې له منځ اوتر، اوتر کتل

نېکمرغي

د ماشومانو په څېر، سره نېـږدې اوسېدل

نېکمرغي، نېکمرغي

happiness

is a pillow made of feather, the rivers’ water

that flows

is the rain going down the roofs

happiness

is turning off the light so peace can rule

happiness

happiness

 

نېکمرغي

د سین روانې اوبه، له بڼکو ډک یو بالښت

له بامه توې څاڅکي، د بارانه د ورښـت

نېکمرغي

د څراغ گُلول، ټول سراسر ارامښت

نېکمرغي، نېکمرغي

happiness

is a glass of wine and a sandwich

happiness

is leaving a note inside a drawer

happiness

is singing together how much I like you

happiness, happiness

 

نېکمرغي

یو سندویچ او د شرابو یو جام

نېکمرغي

د روک منځ کې، یو پریښی پېغام

نېکمرغي

غبرگو غږو کې دا سندره وېل:

چې پرما څومره گران یئ!

نېکمرغي، نېکمرغي

You can feel in the air

our love song that flies

like a thought that knows about happiness

You can feel in the air

a warmer ray of sun that flows

like a smile that knows about happiness

 

ته یې کولی شې هوا کې احساس

زموږ د مینې د سندرې پرواز

د هغه فکر په څېر، چې نېکمرغي پېژني

ته یې کولی شې هوا کې احساس

لکه له لمره بهېدلې توده وړانگه

د هغې موسکا په څېر، چې نېکمرغي پېژني

happiness

is a night with a surprising full moon

and the radio that is on

Is a ‘happy birthday’ card full of little hearts

happiness

is an unexpected call

happiness

happiness

نېکمرغي

سپینې سپوږمۍ ته، د شپې حیران کتل

چالند رادیو ته، غوږ – غوږ اوسېدل

ها د کلیزې یو کارت، چې وي په زړونو سینگار

نېکمرغي

او ناڅاپي زنگونه، د تلیفون وي شرنگار

نېکمرغي، نېکمرغي

Happiness

is a beach at night, the waves that hit the shore

happiness

is a hand full of love put on the heart

happiness

is waiting for the sunrise to do it all over again

happiness, happiness

 

نېکمرغي

د سین پر ژۍ یوه شپه، د څپو شور او ساحل

نېکمرغي

له مینې ډک یو لاس، ایښی زړگي باندې پاس

نېکمرغي

د لمرخاته انتظار، چې دا ټول بیا تکرار کړو

نېکمرغي، نېکمرغي

You can feel in the air

our love song that flies

like a thought that knows about happiness

You can feel in the air

a warmer ray of sun that flows

like a smile that knows about happiness

 

ته یې کولی شې هوا کې احساس

زموږ د مینې د سندرې پرواز

د هغه فکر په څېر، چې نېکمرغي پېژني

ته یې کولی شې هوا کې احساس

لکه له لمره بهېدلې توده وړانگه

د هغې موسکا په څېر، چې نېکمرغي پېژني

 

 

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.