مور

محمد زاهد احمدي

314

ځوانې ښځې پاس وکتل، لمر ته یې غټې تورې سترګې وځلیدې، یودم یې تندی وغوړید، څنګ ته یې وکتل، ګام یې واخیست.
چیغې یې کړ:
ــ شرم وکړه … شرم.
بوډۍ له تور ټکري ګونځې سترګې راویستې، د لمر سپینې وړانګې د بوډۍ سترګو ته سیخې شوې، وړاندې یې ځوانې ښځې ته په ځير وکتل.
ویې ویل:
ــ نږورې! څه خبره ده؟
ځوانې ښځې خپله خبره تکرار کړه.
بوډۍ په حیرانۍ ورته وکتل، په خپل ځای کې په زحمت کېناسته، په سر یې ټکری سم کړ.
زیاته یې کړه:
ــ نږورې! څه شوي؟ څه مې کړي؟
ځوانې ښځې حولۍ ته وکتل، وړاندې په خاورو کې یې په خیرن ماشوم سترګې ولګیدې، ټکری یې په غاړه کې راپرېوت، خواښې ته یې وکتل.
په تونده لهجه یې وویل:
ــ کېنه… کېنه، نوکره دې درته ګرځي.
بوډۍ وټوخل.
زیاته یې کړه:
ــ څه په ګډو وډو سر یې؟
………..
کړپ شو، دروازه خلاصه شوه، پنځه ویشت کلن ځوان راننوت، ځوانې ښځې چیغې کړ:
ــ خدای مې دې درنه خلاصه کړي.
د بوډۍ تندی تریو شو.
ځوان وویل:
ــ بیا څه ټکه را پرېوتې؟
ځوانې ښځې په ژړا پیل وکړ، له سترګو یې لپه لپه اوښکې بهېدې.
ځوان چیغې کړې:
ــ مورې! څه یې در کړي؟ هر وخت دې پسې را اخیستې وي.
د بوډۍ زړه ولړزید.
په لړزیدلي غږ یې وویل:
ــ زویه! ما هیڅ نه دي کړي.
ــ بس … بس نور مو په ارامه پریږده.
ځوانې ښځې وخندل، بوډۍ ته یې وکتل، له اوښکو ډکې سترګې یې ځوان ته نیولې وې.
ځوان خپل زوی له خاورو ور پورته کړ، بوډۍ پټې په خپل تکري اوښکې پاکې کړې، په زوی پسې یې وکتل، مخامخ کوټې ته ننوت.
شېبه وروسته له کوټې غږ راغی:
((په دنیا کې یوه مور ده چې زړګی پرې راټولیږي)).

پای.
۲۰۱۷، ډسمبر ۸ مه
د مور نړیواله ورځ د ټولو میندو ته مبارکه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.