کندهار ته د قطر د لومړي وزیر سفر، قطر له طالبانو څه غواړي؟

505
محمد اسماعیل شاکر – دویچه ویله

8 ساعتونه مخکې

د قطر د لومړي وزیر په مشرۍ جګپوړي پلاوي کندهار کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي. په رسمي توګه د سفر موخه دوه اړخیزې اړیکې ښودل شوي، خو کارپوهان په دې بڼه سفر بې ساری بولي او زیاتوي چې د سفر تر شا نورې اجنډاوې هم شته.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د جمعې په ورځ د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د هغه هېواد د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي سره یوځای کندهار ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د حکومت له رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخوند سره کتلي دي.

مجاهد زیاته کړې: «په دغه لیدنه کې چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.»

مجاهد وايي، رئیس الوزراء د قطر له لومړي وزیر وغوښتل چې نړېوالې ټولنې سره یې د باور په پياوړتیا  کې رغنده رول ولوبوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ټویټرپاڼه هم ورته اعلامیه خپره شوې چې پکې ویل شوي، د قطر لومړي وزیر او د طالبانو د سرپرست حکومت د لومړي وزیر ترمنځ کتنه کې له روان اقتصادي او بشري بحران څخه د افغانانو د ملاتړ په لارو چارو بحث شوی دی.

اعلامیه کې راغلي: «د ناستې پرمهال لومړي وزیر ټینګار کړی چې د قطر حکومت  د افغانانو هراړخیز ملاتړ کوي، دغه راز افغانستان کې د امنیت، ټیکاؤ، سوکالي او پتمن ژوند په ټینګښت کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»

قطر د پریکړه کونکو طالبانو په لټه کې

خو افغان شنونکي وايي، قطر غواړي طالبانو ته له نړېوالو سره د مثبت تعامل قناعت ورکړي، له همدې امله د طالبانو جګپوړی پلاوی د کابل پرځای کندهار ته سفر کوي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او د پخواني افغان پارلمان غړې شکریه بارکزۍ دویچه ویله ته وویل: «قطریان غواړي، هغه طالبان ځان سره ولري چې هغوی د طالبانو په صف کې تصمیم نېونکي خلک دي.»

واشنګټن کې افغان شنونکي واحد فقیري هم دویچه ویله ته وویل، کندهار ته د جګپوړي قطري پلاوي سفر دا مانا لري چې د پیغام منځپانګه خورا درنه او جدي وه. د هغه په خبره «بله مسئله داده چې کندهار ته د هغوی تګ پردې دلالت کوي چې جهانیان خصوصا قطر چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري په دې پوهیږي چې د تصمیم نېولو اصلي مرکز کندهار دی، نه کابل.»

ښاغلي فقیري زیاته کړه چې ښايي طالب مشرانو ته په جدیت سره ویل شوي وي چې نړېواله ټولنه د هغوی له ځینو کړنو خوښه نه ده.

دا سفر داسې مهال شوی چې قطر یوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان د وضعیت په اړه د جوړې شوې ناستې کوربه ؤ. آغلې بارکزۍ وايي چې «ښايي طالبان د دغې ناستې له پایلو خبر کړای شوي وي.»

نړۍ ته د ترهګرۍ نوی ګواښ

د قطر لومړي وزیر سره په دې پلاوي کې ددغه هېواد د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي هم مل ؤ.

سیاسي شنونکي واحد فقیري په دې اړه وویل: «دا خبره دا څرګندوي چې په دې سفر کې ځیني امنیتي مسایل هم باید مطرح شوي وي، په امریکا او نړۍ کې ددې اندېښنې اوس زیاتې شوي دي چې په افغانستان کې تروریستان ځان ټینګوي او حتی امریکايي استخبارات او امریکايي نظامیان وايي چې ښايي په راتلونکو شپږو او یا اتو میاشتو کې هغوی پردې وتوانیږي چې امریکايي اهداف په نښه کړي.»

د ښځو کار او زده کړو په بدل کې امتیاز غوښتنه

هاخوا یو تحلیل دا هم دی چې قطر اوسمهال د نړۍ او طالبانو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي، هغه په دې مانا چې نړۍ باید د طالبانو او طالبان باید د نړېوالو شرایط ومني، خو ضمانت به څوک کوي؟

په ترکیه کې افغان سیاسي شنونکي ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل: «طالبان غواړي یو لړ بدلولونونه راولي، چې له دې ډلې ښايي د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي، خو ددې په مقابل کې هغه شرطونه چې امریکا ورسره منلي دي، د هغې ضمانت په کار دی نو ضمانت یې زه فکر کوم چې قطر ورکوي.»

دغه کارپوه په دې باور دی چې د طالبانو د واکمنۍ راهيسې دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد په دومره لوړه کچه چارواکي هلته سفر کوي.

طالبان په ډاګه دا نه وايي، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په بدل کې څه امتیاز غواړي خو ددې ډلې جګپوړو چارواکو د نړۍ نیږدې په هر دریځ له نړېوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې.

واک ته د طالبانو له دویم ځلې رسېدو څه کم دوه کاله تیریږي خو حکومت یې ان د قطر او پاکستان په څېر هېوادونو هم چې د هغوی نیږدې ملاتړي بلل کیږي په رسمیت نه دی منلی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.